علي محمد نظري ـ ښرنه

د پکتیکا ولایت د سرې میاشتي ریاست په چوکاټ کې (د ماین پاکۍ مؤسسې ) له لورې ددې ولایت له شپږ اتیا کورنیو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته وشوه.

د پکتیکا والي امین الله شارق د شنبې په ورځ په دې مراسمو کې وویل ، په هیواد کې څو لسیزو جګړو ټول افغانان په یو ډول نه ، یو ډول زیانمن کړي دي.

نوموړی وایې ، په پکتیکا ولایت کې تر نورو ولایتونو زیاتې اړمنې کورنۍ ژوند کوي چې باید مرکزي ادارې او نړیوال مرستندویه بنسټونه ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې وروستیو میاشتو کې یې د پرلپسې هڅو په اساس پکتیکا ولایت یوشمېر بشري مرستې راجلب کړې دي ، او لاهم یې هڅې روانې دي.

د سرې میاشتې رییس انجنیر مومین اکبري وویل ، دغه مرسته د ملکي وګرو د هغو قرباني شویو کورینو سره کیږي چې د کورنۍ غړي یې د جنګ دښکېلو خواوو په پېښو کې قرباني شوي دي.

اکبري وویل چې دماین پاکې مؤسسې ته د زیانمنو وګړو لیست دوی ورکوي او هم ددوی په مرسته دغه مرستې تنظیموي.

دسرې میاستې رییس وویل په د غو مرستو کې وریجې، غوړي، لوبیا، کمپلې، فامیلي کېټ، د پخلنځې سامان او یو شمېر نور د کور اړوند خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.

د مرستې یوتن ترلاسه کوونکی د یحی خېلو ولسوالۍ اړوند دحاجي باقي کلي اوسېدونکي سلام خان تاند ته وویل ، د دوی دکورنۍ یوتن په یحی خېلو په یوه پېښه کې ژوبل شوی ؤ .

نوموړی وایې :(( تېره ورځ راته دمرسته ورکوونکي ادارې مسؤلینو ټلیفون وکړ چې زموږ لپاره کومک برابر کړی ، موږ یې له دې مرستې خوښ یو.))

پکتیکا هم دهیواد هغه لوی سرحدي ولایت دی چې په وروستۍ څه باندي یوه لسیزو جګړو کې د دې ولایت ګڼ شمېر کورنۍ د جنګونو ، بمباریو او ماینونو د پېښو پرمهال سختې زیانمنې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *