د سولې ولایتي کمیټې مسؤلین وایي په ننګرهار ولایت کې د لومړي ځل لپاره د دوو قوماندانو په ګډون لس داعش د سولې بهیر سره یو ځای شول او ډېر ژر به د دغه مخالفې ډلې ګڼ شمېر کسان له جګړې لاس واخلي او د سولې بهیر سره به یو ځای شي .

د دغه ولایت د سولې ولایتي کمیټې مشر حاجي ملک نظیر د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي سره د لیدنې پر مهال چې نن د کب به ۸ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې ژر به ګڼ شمېر مخالفین له جګړې څخه لاس واخلي او د سولې روان بهیر سره به یو ځای شي .

نوموړې وویل د تېرې اونۍ په ترڅ کې د ملي امنیت او سولې ولایتي کمیټې په هلو ځلو د لومړي ځل لپاره د دوو قوماندانو په ګډون لس داعش وسله والو خپلې وسلې د بې وسلې کولو پروګرام ته تسلیم کړې او د سولې پروسې سره پر یو ځای کېدو یې د تل لپاره له جګړې لاس واخیست.

هغه زیاته کړه، د سولې پروسې سره یو خای شوو کسانو ورته ډاډ ورکړ،چې ګڼ شمېر نور داعش به هم د سولې پروسې سره پر یو ځای کېدو له جګړې د تل لپاره لاس واخلي او پخپله خاوره کې به د نورو افغانانو په څېر هوسا او ارام ژوند غوره کړي .

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د سولې ولایتي کمیټې او ملي امنیت ادارې د هلو ځلو څخه مننه وکړه،چې د لومړي ځل لپاره یې په دغه ولایت کې داعش د سولې پروسې سره یو ځای کړل .

هغه وویل : (( موږ جګړه نه غواړو خو جګړه پر موږ تپل شوې ده او قربانیان یې هم پخپله موږ یو،په اصلیت کې موږ ټول افغانان یو او افغان سره پخپلو منځو کې وروڼه دي او د وروڼو په منځ کې شخړه هم کیږي خو بخښنه تر ټولو ستره لاره ده او موږ خپلو وروڼو ته دغه لار د سولې له لارې پرانستې ساتلې ده . ))

نوموړې هیله څرګنده کړه،چې په هېواد په ځانګړې ډول په ننګرهار کې ټول هغه افغان چې د مخالفت لاره یې غوره کړې، د سولې پروسې سره یو ځای شي او ډاډ یې ورکړ،چې د دوی ژوند خوندي ساتلو په موخه به تر وروستۍ کچې هڅه وکړي .

تېره اونۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دوو قوماندانو په ګډون لس داعش او د یوه قوماندان په ګډون ۱۴ طالبان د سولې پروسې سره یو ځای شول .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *