د نړۍ اکثره قومونه په داخل د خپل قوم کې ، یوه ملي واقعه یا ځانګړنه لري ، چې وګړي یې که نورو مسایلو کې همنظره وي او یا نه وي ، خو هماغې مشخصې نقطې ته ټول ژمن او په احترام قایل وي.

په افغانستان او ځانګړي ډول پښتنو کې دا خبره مشهوره وه ، چې پښتون یو ځل لاس درکړ ، بیا دې نیمه کې نه پرېږدي ، ځکه د پښتانه یوه خبره وي ، خو له بده مرغه چې اوس دې مشترکې محوري نقطې ته زیان رسېدلی او چې در خوښه یې شوه نو :

یار وې ، یار نه یې .

دا کیسه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لوبغاړو او د هغوی په ځینو ناځوانه مینوالو پورې را یاده شوه ، تر کومه چې لوبغاړی ښه روان وي په ستاینو یې نه مړیږي ، تصویر یې پر خپل پروفایل را وځړوي ، بوم بوم ، اتل ، قهرمان او ورته رنګا رنګ نور القاب ورته کاروي ، خو که د لوبغاړي لږه هم پښه وښویېده او کومه لوبه کې یې د ناځوانه مینوال په خوښه لوبه نه وکړه ، نو بیا د دوی ادبیاتو ته ننداره چي پاتې شه چې د ورځې درته ستوري در وښیي .

دلته یوه ناځواني دا ده چې د همدې لوبغاړي هغو زحمتونو او لاس ته راوړنو ته هم په سپکه وکتل شي چې له دې وړاندې یې لرل ، له بله پلوه یې د راتلونکو لوبو لپاره هم زړه ورمات کړي ، که څه هم د نړۍ اکثره مشهور لوبغاړي چې څومره د باتورۍ ریکارډونه لري نو په نیمه یي ، یې د پاتې راتلو ریکاډونه هم د همدوی دي ، دوهمه ناځواني ورسره دا کوي چې د کرکټ لوبغاړو په نیمګړتیاوو نقد کول د کرکټ پوهانو حق وي او په ګډ بازار افغانستان کې د سبزۍ دکاندار هم پر فېسیوک خوله خلاصه کړي وي او لوبغاړو ته سپکې سپورې لیکي ، دلته یوه ستونزه نده چې ته به یې د حل په لټه کې شې ، بلکې دلته هېڅ کاره هر کاره دی ، له اکثرو څخه یې خپل مسلک پاتې او پر بله ځغلي .

ښه مې په یاد دي چې څو کاله وړاندې افغانستان له کېنیا او سکاټلنډ سره د کوالیفای راونډ پنځه پنځه لوبې درلودې ، ما هغه وخت له یوې رادیو سره کار کاوه او له ملي لوبډلې سره ، خپلو خلکو ته د کمنټرۍ په موخه شارجې ته تللی وم ، نوروز منګل هم د کېنیا خلاف او هم د سکاټلېنډ خلاف په بېلو بېلو وختونو کې سلیزې ووهلې ، حتا یوه لوبه کې خو په یو سلو څو دېرشو منډو ناسوځېدلی پاتې شو ، نوروز منګل د ناځوانه مینوالو اتل شو، خلکو ډوډۍ ورته کولې ، تحفې یې ورته راوړې او رنګا رنګ نازونه یې ورکول ، څه موده وروسته ترې دوو لوبو کې منډې نه جوړې دې ، هماغو خلکو چې نوروز منګل یې اتل باله ، په منګل پسې یې داسې سپکې سپورې پیل کړې چې رب دې منګل صیب بیا له داسې حالت سره نه مخ کوي .

بیا مې ښه په یاد دي ، افغان اتلان په یوه لوبه کې په پرلپسې ډول وسوځېدل ، سمیع الله شینواری میدان ته ښکته شو ، د ټولې لوبې ضمانت یې وړاندې کړ او په یوه حیرانوونکې لوبې سره یې د ناځوانه مینوالو په خولو کې ځان اتل جوړ کړ ، همدې ته ورته یې نورې لوبې وکړې او خپلې اتلوالۍ ته یې رشد ورکړ ، خو په دې وروستیو کې یې منډې کم رنګه شوې ، شینواری غریب یې په ځان حیران کړی دی .

دا یو نوروز او شینواری ندي ، زموږ د کرکټ هر اتل له داسې برخلیک سره مخ دی ، موږ دا هم نه وایو چې یو لوبغاړی هر رنګه لوبه کوي ، د لوبې کولو وي او که نه وي باید ولوبول شي ، زموږ هدف دا دی چې اول خو کرکټ بورډ خپله په خپلو کارونو ښه پوهیږي ، موږ ته به هومره شدیده اړتیا نه وي ، دوهم که بیا هم نیوکه کوو ، نو سالم انتقاد او تخریب یا کنځلې خو توپیر لري او دریم دا چې که انتقاد هم کوو لږ تر لږه خو باید د کرکټ لس کلن او یا حد اقل پنځه کلن فعال او لوبغاړي پاتې شوي وو ، که همداسې د لرګیو له ټال څخه په لوبغاړو ګزارونه کوو منې که انصاف وي .

ځینې مغرض کسان دا خبره مخې ته کوي چې موږ خو په لوبغاړو او کرکټ بورډ د دې لپاره نیوکې کوو چې دا موږ خپل مسولیت بولو ، سړیه اول خو تا ته چې کوم رسمي مسولیت در سپارل شوی هغه سم سرته ورسوه ، دوهم دا چې دا مسولیت په رسمي ډول اړوندې ادارې ته سپارل شوی ، ته څه فکر کوې چې ته دومره د کرکټ له غمه مړ یې ، هغه څوک به ستا پنځه چنده د کرکټ له غمه مړ نه وي چې هم ستا په شان افغان دی او هم د کرکټ ودې ته مسول دی او خپلو مشرانو ته به د ماتو او بریاوو حساب ورکوي ؟

څه فکر کوې دومره کمعقل به څوک وي چې خپل پس منظر چټل پرېږدي ؟ څه فکر کوې خپلې دندې ته په خپله څوک خطر متوجې کوي ؟ څه فکر کوې چې بهر تاسو په کوم فکر یاست ، داخل کې به خبره څه بل ډول نه وي ؟
کاملا خبره بل ډول ده ، هېڅوک نه غواړي چې د ده په ریاست کې دې بدرنګ کارونه وشي ، هېڅوک نه غواړي چې هېواد ته دې بریاوې نه راوړي ، بلکې هر څوک غواړي چې هېواد ته ویاړونه راوړي او دا ویاړونه د ده په نوم ثبت شي .
بله مهمه مسله د امکاناتو او له امکاناتو څخه د استفادې ده ، امکانات نو امنیت هم کېدلی شي ، مادیات هم کېدلی شي ، سالم او ازاد چاپېریال هم کېدلی شي ، نو د امکاناتو په لحاظ افغان ملي لوبډلې د نړۍ د اکثره لوبډلو په نسبت چټک پرمختګ کړی دی او د دې پرمختګ تر شا حتما د یوې پیاوړې ادارې لاس دی ، هماغه وو چې ای سي ي یا د کرکټ نړیوالې شورا ښاغلي نسیم الله دانش ته د زیاتو لاسته راوړنو مبارکي وویله ، ۲۰۱۵ کال یې ورته طلایي کال ونوماوه او دا زموږ او ستاسو لپاره د ویاړ ځای دی .

نو زما کمزوی نظر دا دی چې راځئ د منفي ګرایۍ پر ځای مثبت ګرایۍ ته مخه کړو ، د تخریب پر ځای تشویق ته مخه کړو او د پردیو اتلانو پر ځای خپل اتلان ونمانځو ، راځئ د یو شاعر دا بیت سرچپه تمثیل کړو چې :

په دې لاسو کې نن ګل دی سبا کاڼي
د دې خلکو الفتونه ما ته یاد دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *