له مکتبه رخصته شوم،  لمر تیزي کوله .د تیر شوي امتحان تشویش لا  راسره و.

د مکتب په تونس کی ناسته وم ، د پاک کاري مسوله را پیدا شوه ، معلمې ته یې وویل  که ځای مو نه تنګیږي ما هم تر دې چهاراهي ورسوئ، پښه  مې درد کوي.

معلمې وویل: راځه راځه !

ځای تنګ شو ۰ګرمي  ډیره وه ۰ د  ریاضی امتحان مې لا په ذهن کې و ،عصاب می خراب شول، سترګې مې پټې کړې، سر مې د موتر په کړکۍ ولګاوه۰

خاله وویل : ښه خو یې

ځواب مې  ورکړ: هو مننه

ویې ویل:  خفه  ښکارې۰

– نه ستړې یم ۰

خاله وویل:  ستړیا  دې  وي، کار دې وي، امتحان دې وي،  غم  دې نه   وي۰

ما ځواب ورکړ: هی خاله   همدا کار و امتحان په خپله غم دی

خاله وویل نه نه دا خو ژوند دی بیا ته خو بختوره یې  ځوانه  یې ،  ژوند په مخ کې لرې، وقت لرې، غم خو موږ لرو چی ژوند مو په ختمیدو دی

 چهاراهي  ورسیده ، خاله ښکته شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *