تاند – د افغانستان ولسمشر اشرف غني دوشنبې( د فبروري ۲۹) په ارګ کې د چین له لوی درستیز جنرال فان فین هوی او ملګري پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د چین د وسله وال پوځ لوی درستیز ولسمشر ته د افغانستان او سیمې په هکله د چین د ولسمشر د نظریاتو، پلانونو او پروګرامونو په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان او چین اړیکې دوستانه او په ښو مناسباتو ولاړې دي.
هغه زیاته کړه، چې د ترهګري ضد ګډه مبارزه باید د افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان د څلور اړخیز چوکاټ له مخې ترسره شي. د چین لوی درستیز همدارنګه د دغو څلورو هېوادونو تر منځ د اطلاعاتو او معلوماتو دشریکولو په همکارۍ ټینګار وکړ.
جنرال فان فین هوی وویل، د څلور لارې په توګه د افغانستان موقعیت د چین د اقتصادي کمربند لپاره حیاتي ارزښت لري، خو ترهګري د چین د دغه اقتصادي کمربند لپاره ستر ګواښ دی، نو له دې امله د چین هېواد د ترهګري پر ضد مبارزه باندې ټینګار کوي.
جنرال فان فین هوی بیا په پوځي برخه کې د ۴۸۰ ملیون چینایي ین په ارزښت له افغانستان سره د مرستې اعلان وکړ.
جنرال فان فین هوی ولسمشر اشرف غني مخاطب کړ او ویې ویل، د چین خلک تراوسه هم په نړیوال بانک کې ستاسو د ماموریت پرمهال د چین په بېلابېلو برخو کې د اوبو لګولو د پروژو د تامین او تطبیق یادونه او قدرداني کوي.
اشرف غني د چین له ولسمشره مننه وکړه، چې د ترهګري پر ضد د سیمې د هېوادونو د همکاریو د جلبولو په موخه یې د ده طرحه خوښه کړې او د یادې طرحې د عملي کولو په هدف د سیمې د هېوادونو د مشرانو غونډه جوړوي.
جمهور رئیس غني د ترهګري پر ضد د ګډې مبارزې په هدف د افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان د هېوادونو طرحه ګټوره وبلله او ټینګار یې وکړ، چې دغه مبارزه باید د واضح میکانیزم او د ترهګرو تر منځ د ښه او بد له تفکیک پرته ترسره شي او له ټولو ترهګریزو ډلو سره باید یو ډول چلند وشي.
بد کوي مونږ دپوځې مرستو پرځای د ښوونې او روزنې بریښنا او اوبه خور بندونو جوړولو کې مرستو ته اړتیا لرونه پوځې مرستوته