تاند- د چین لوی درستیز نن په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر سره په کتنه کې د سولې لپاره د افغانستان د حکومت هلې ځلې وستایلې.

د چین لوس درستیز جنرال فان فین هوۍ نن /دوشنبه/ په نااعلان شوي سفر کابل ته راغی او د ولسمشر غني ترڅنګ یې له یو شمېر نورو افغان چارواکو سره وکتل.

ده له ولسمشر غني سره په کتنه کې وویل، چین په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو، د اړیکو د پراختیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان د حکومت هڅې او اقدامات ستايي.

د چین لوی درستیز د افغانستان ولسمشر ته د خپل هیواد د همکاریو ډاډ ورکړ، ویې ویل چې هیواد یې پر انکشافي او اقتصادي همکاریو سربېره د افغانستان له حکومت سره په نظامي برخو کې د ۴۸۰ ملیون چینايي ینو په ارزښت مرسته وکړي.

د چین لوی درستیز د ترهګريزو ګروپونو د شتون په هکله خپله اندېښنه وښوده او د ترهګري د نړیوال تهدید پر وړاندې یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه وستایله.  هغه ټینګار وکړ، چې د چین ولسي جمهوریت به له ترهګري سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له حکومت سره د خپلو امکاناتو په رڼا کې همکاري زیاته کړي.

جنرال فان فین هوی وویل، د څلور لارې په توګه د افغانستان موقعیت د چین د اقتصادي کمربند لپاره حیاتي ارزښت لري، خو ترهګري د چین د دغه اقتصادي کمربند لپاره لوی تهدید دی، نو له دې امله د چین هېواد د ترهګري پر ضد مبارزه باندې ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه، چې د ترهګري ضد ګډه مبارزه باید د افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان هېوادونو د څلور اړخیز چوکاټ له مخې ترسره شي. نوموړي همدارنګه د دغو څلورو هېوادونو تر منځ د اطلاعاتو او معلوماتو دشریکولو په همکارۍ هم ټینګار وکړ.

محمد اشرف غني وویل، ترهګر د سیمې په هېوادونو کې له نظامي زده کړو وروسته افغانستان ته راځي، چې تېر کال یې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د امنیت د ګډوډولو په موخه ترهګریز بریدونه او فعالیتونه ترسره کړل.

محمد اشرف غني همدارنګه د چین له ولسمشر څخه مننه وکړه چې د ترهګري پر ضد د سیمې د هېوادونو د همکاریو د جلبولو په موخه یې د ده طرحه خوښه کړې او د یادې طرحې د عملي کولو په موخه د سیمې د هېوادونو د مشرانو غونډه جوړوي.

ولسمشر غني د ترهګري پر ضد د ګډې مبارزې په موخه د افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان د هېوادونو طرحه ګټوره وبلله او ټینګار یې وکړ، چې دغه مبارزه باید د واضح میکانیزم او د ترهګرو تر منځ د ښه او بد له تفکیک پرته ترسره شي او له ټولو تروریستي ډلو سره باید یو ډول چلند وشي.

2 thoughts on “چین افغانستان ته د ۴۸۰ ملیون ینو پوځي مرسته ورکوي”
  1. چین له افغانستان سره دپوځې مرستې پرځای باید دتعلیم او تربیې ، زراعت ، دبریښنا بندونو دجوړولو اوبه خور په برخو کې مرستې کړی وای . دا چې دوی افغانستان ته پوځې مرستې رالیږي دسولې په روان بهیر به بد اغیز وکړي، طالبان به پردوی باورله لاسه ورکړي نو دسولې پروسه به نوره هم زیانمنه شي او دا هم باید په یاد ولرو چې چین دا مرستې له پټ غرض پرته نکوي باید هیڅوک ورته خوشحاله نشي دچین دا پوځې مرسته دافغانانو په وینو تویولو کې مرسته ده او مونږ داسې مرسته چې دافغانانو وینې پرې توییږي چې دهرچا لخوا وي غندو

  2. دجنګ اصلي ډيزانران طالبان نه دي طالبان افزار دي عملي کونکۍ دجنګ دپاکستان نظاميان او مزخرپ اسلام ګرايان دي تنويل کونکي ئې دپيسو عربستان وهابي او دسلاح تمويل کونکۍ ئې آمريکاه او دده تر څنګ دده په شان انډيوالان دي اور بل کټوي باندي
    هدف ددوئ لکه څنګه چه دوئ وايې دروس چين مرکزي آسياه هند ايران کونج ته کول دي
    دا وجه ده چه چين دخپل ځان دخلاصون لپاره اول نظامي مرسته کوي
    که چيري جنګ وي او آمنيت نه وي څنګ موږ دخپل برق زراعت کور او ونورو عام المنافعه پروژو څخه دعاع وکړو
    زما په نظر موږ آفغانان بايد دسالم فکر څخه کار واخلو ټوله سره يو سو ديوه هدف لپاره چه هغه مو وطن دئ سره راټول او دآبادئ لپاره ئې ملا وتړو ددې پر ځائ چه دځانو څخه دپاکستان عربستان او آمريکاه او داسي نورو هيوادو سپيان جوړ کړو او ددوئ سلاح چه دوئ جوړه کړې ه پر خپلو وړونو ئې استعمال کړو.خپل بازو په خپله قطع کړو او ددوئ نوې جوړه سوې سلاح پر هيواد استعمال او هيواد نابود کړو
    که يو سولو هم به په خپله برق جوړ کړو هم به زراعت هم به پل هم به نور نور نور.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *