تاند- د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون د افغان ځواکونو اړتیا ته په پام د سږ کال تر پایه د خپلو پوځیانو د ایستلو د شمېر په اړه بیا کتنه کوي.

امریکايي رسنیو وویل چې دا خبره د امریکا د پوځ یوه جګپوړي چارواکی د دوشنبې په ورځ /فبروري ۲۹/ ناوخته وکړه.

له اوسني مهالوېش سره سم تر ۲۰۱۷ م کال وړاندې د امریکايی پوځیانو شمېر په افغانستان کې ۵۴۰۰ تنو ته کمېږي. خو د امریکا د پوځ لوی درستیز وايي چې افغان امنیتي ځواکونو تر هغه اټکل چې تېر کال شوی و، زیات شمېر امریکايي پوځیانو ته اړتیا لري.

جنرال جوزیف دانفرډ د پینتاګون یوې خبرې غونډې ته وویل:«اکثره اټکلونه چې موږ په ۲۰۱۳ کې کړي ول، سم ونه ختل. په ۲۰۱۳ م کال کې موږ د ښه پرمختګ اټکل کاوه. خو دغسي ونه شول.»

دانفرډ وویل:«د افغان امنیتي ځواکونو په هوايی قوې کې هغسي پرمختګ نه دی شوی چې موږ هیله لرله.»

ډنفرد په عین حال کې وویل چې لا وختي دی چې د اړتیا وړ ځواکونو د شمېر یا د هغوی د وړتیاوو په اړه خبرې وشي خو په دې برخو کې به د ۲۰۱۵ م کال له حالاتو او اوسني وضعیت څخه په الهام پرېکړه وشي.

One thought on “امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو پر شمېر بیا کتنه کوي”
  1. اوس چاته معلومه ده چې څومره امریکایي پوخیان په افغانستان کې دي ؟! دا صلاحیت خو اشرف غني هم نلري چې دامریکایي پوځیانو شمیر معلوم کړي . ډنفر دې دا یاد ولري چې دافغانستان دی دلته یرغلګر پوځیان سل وي که زر وي که لس لاکه ، پرافغانانو یې فرق نشته ماتې دیرغلګرو تقدیر دی او دجنګ میدان دافغانانو دبریا زیري لري. ژوندي وي مسلمان مجاهد افغانان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *