دا عجیبه داستان دی. دا عجیبه پای لري. نقد نکوم، خو معمول دا دی چې داستان لیکوونکي، د کیسې اتل ساتي؛ په اتل کیسه غځوي. خو دې داستان کې داسې ونشول. د سترګو په رپ کې د داستان ټول اتلان ووژل شول او اوږده کیسه لا پاتې ده. کیسه د دردونو ده.کیسه د آهونو ده. کیسه د سوو ساندو ده او کیسه د اوږدو سلګیو ده.
دې کیسه کې عجیب تضادات دي. کیسه د غم ده، خو په یوه رومانټیک ماحول کې پېښه شوې. د سیند غاړه ده. شنې ونې دي. شینکي غرونه دي، خو په همداسې ماحول کې یو دم د وینو چینه پیدا شي، چینه له وینو ډکه وي، دارې وکړي او شاوخوا زمکه لمده کړي. یو دم د نښترو په څير قدونه رامات شي، یو دم شاوخوا زمکه له پرې شویو اندامونو ډکه شي او یو دم لوګي د اسمان پر مخ خړه شړۍ راکش کړي.
د دې کیسې درې کرکټران وروڼه دي. د یوې سپین سرې مور او بوډا پلار هغه نیالګي دي چې کلونه کلونه یې ورته پالنه کړې او ډاډه دي چې د تاوجن ژوند وروستۍ شیبې به د همدې نیالګیو تر یخ سیوري لاندې تیروي. خو یو څوک تبر په لاس راشي، همدا نیالګي ووهي، نیالګي په ملا مات شي او پړمخې را ولویږي.
شیبه وروسته خلکو دغه مات شوي نیالګي پر اوږو ایښي وي او د بوډا مور او پلار مخې ته یې کیږدي. دواړه په لړزه شي. د دواړو د هیلو غرونه ونړیږي. د دواړو د ارمانونو ځنګل اور واخلي. داسې اور چې د اوښکو اطفایه یې په مړ کولو کې پاتې راشي. داسې اور چې ټول رګونه وسوزوي او داسې اور چې لمبې یې په ګوګل کې زړونه کباب کړي.
خو کیسه لا نه ده ختمه، کیسې لا پاتې ده. کیسه نوره هم تراژیکه کیږي. بوډا او بوډۍ یو بل ته وګوري او بیا خپلو وړو لمسیانو او ځوانو اینګور ګانو ته نظر واچوي. شونډې وګنډي خو له ګنډلو شونډو خبرې را وځي. له ګنډلو شونډو دا ساندې راځي: موږ د ګور په غاړه یوو. موږ به د کم وخت لپاره دا دروند غم وزغمو خو… خبرې بندې شي او بیا د وړو لمسیانو او ځوانو اینګور ګانو تصویرونه راښکاره شي… غږ بند وي خو تصویرونه خبرې کوي، د یوې ویرونکې راتلونکې په اړه. د یوه دردناک مستقبل په اړه او…
د داستان اتلانو تر شا نور فرعي او کمزوري اتلان پرې ایښي. دوی ته یې د یوه درانده پیټي د وړلو رول ورکړی، خو معلومه نه ده چې پر دې ضعیفو ځانونو به دا سنګین پیټي تر کومه ځایه وړي؟ څنګه به یې وړي؟ ایا له دې درندو پیټو لاندې به یې نرۍ ملاګانې کږې نشي؟
له اتلانو، ځوانې ښځې پاتي، ګڼ ماشومان پاتي، خویندې پاتي او یو کوچنی ورور پاتې. زړه مور ترې پاتې او بوډا پلار ترې پاتې.
د اتلانو رول دا و چې ټول ورځ سره لمر ته کار وکړي او ماښام د هغو ګیډو د مړولو لپاره څه یووسي چې کور کې ورته په تمه دي.
لکه مرغان چې ټوله ورځ کروندو کې دانو پسې ګرځي، ججوري ډک کړي او بیا مښکو کې خپلو هغو بچیو ته دانې راوړي چې ځاله کې ورته په تمه دي.
خو داستان داسې دی چې ښکاري، همدغه مرغان چې ډکه ځاله ورته په تمه ده، وولي. د هغوی له مښووکو دانې تویه شي. تر ځالو ونه رسیږي. په ځالو کې کوچني او بیوسه مرغان تر ډیره په وږي نس په تمه وي. خو ځالې ته څوک رانشي. اخر سرونه کیږدي. ویده شي. سبا شي، دوی وږي وي خو د خوړو د پیدا کولو وس نه لري، هملته په نوبت سرونه کیږدي او هملته په نوبت خپل روحونه وسپاري.
د اسعد اباد د داستان پای ډیر ویرونکی دی. ډیر ژړوونکی دی. هغه ستنې چا اره کړې چې ټول کور پرې ولاړ وو. یو لوی کور، له ماشومان او میرمنو ډک کور را ونړیده. د کور غړي ږلیو، بارانونو او توپانونو ته په سپین میدان پاتې شول. خدای خبر، پر دوی به څوک چترۍ ونیسي او که نه!؟
د کب ۱۰مه، ۹۴
دا لیکنه د سرخط ورځپاڼې په نننۍ ګڼه چاپ شوې ده.
نوټ:
درې ورځې وړاندې د کونړ په مرکز (اسعد اباد ښار) کې یو ځانمرګی برید وشو چې له لسو ډیر کسان یې شهیدان کړل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل. په شهیدانو کې درې وروڼه هم شامل وو . دغو هلکانو بازار کې د سړک په غاړه شیان پلورل.