تاند- د انترنشنل بیزنس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې په روان ۲۰۱۶ م کال کې به د افغانستان د زعفرانو حاصل ۴ ټنو ته ورسېږي.
د ورځپاڼې له مخې، افغان چارواکي وايي چې کروندګر به ۴ زره کیلو زعفران تولید کړي او د کوکنارو ځای به پرې ونیسي.
دوی هیله لري زعفران، چې اوس یې کښت په افغانستان کې مخ پر زیاتېدو دی، په ټول هیواد کې دود شي.
د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز وايي، د زعفرانو د حاصل زیاتېدو اټکل د تېر کال تولید ته په پام کوي.
انترنشنل بیزنس ټایمز د متخصصانو په قول وايي چې د زعفرانو د تولید زیاتېدا به نه یوازې افغان کروندګر وهڅوي چې د کوکنارو له کرلو لاس واخلي بلکې له افغانستان سره به هم مرسته وکړي چې په ځان د بسیا کېدو لور ته نژدې شي. دغه راز به د افغانستان صادرات ډېر کړي.
د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز وايي، د زعفرانو کښت ته د کروندګرو د لېوالتیا له مخې د زعفرانو د تولید ډېرېدو ته خوشبیني زیاته شوې ده.
سره له دې چې په افغانستان کې د زعفرانو د دقیق حاصل په اړه څه ویل به ګرانه وي خو په و
روستیو کلونو کې د نړۍ هیوادونو ته د افغانستان د زعفرانو صادرات زیات شوي دي.
Afghanistan is going to become a saffron giant and will rule the world. Dollars will flow in the dry riverbeds and their will be abundance of every commodity thereafter. We will be in a position to use our saffron strength to bring down Pakistan on it’s knees. Afghans will have to wait for such an era of abundance for just a few years.
کچیرې آفغان بزکر حلال کښت ته مراحعه وکړې ، که کښت او کروندې سره زحمت وباسي ، او په حلالو قناعت وکړي ، ډیر زر به دا هیواد د پرمختګ لوړو ځوکو ته ورسیږي ، او همدارنګه باید نړیواله ټولنه هم په دغه برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي