تاند- د امریکا لوی درستیز د سمندري ځواکونو جنرال جوزیف ډنفرډ پرون /سې شنبه/ کابل ته ورسېد چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو او د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د قوماندې د بدلون په مراسمو کې ګډون وکړي.
جنرال ډنفرډ به د افغانستان د حکومت له جګپوړو چارواکو سره هم وویني.
د ناټو او غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال کېمبل به خپله قومانده جنرال جان ډبلیو نیکلسن ته وسپاري.
کېمبل ۱۸ میاشتې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان و. تر نوموړي مخکې ډنفرډ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان و خو په ۲۰۱۴ م کال، چې کله د ناټو ماموریت بدل شو او د غوڅ ملاتړ ماموریت ونومېده، کېمبل یې قوماندان شو.
نیکلسن به د نژدې ۱۲ زره ايتلافي ځواکونو قوماندان وي. نوموړی تر دې مخکې د ترکیې په ازمیر کې د ناټو د مځکنیو ځواکونو قوماندان و.
حاضردمه په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي. دغه ځواکونه افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي او په تروریستي ضد عملیاتو کې برخه اخلي.
ټاکل شوې ده چې جنرال دنفرډ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، دفاع وزیر محمد معصوم ستانکزي او لوی درستیز ډګر جنرال قدیم شاه شهیم سره وویني.
که هر څومره د امریکا قومندانان تغیر او تبدیل شي ، د افغانستان په حالاتو کې به مثبت بدلون راشي ، ځکه دوی خپلې موخې لری د موږ په قصه کې ندی ، نو ویلي شم — چې له بارانه ، ښادي حرامه