سرچينه: شینهوا –

هند کې له هغو ۱۰۰۰ تنو څخه چې غوښتل يې د دغه هیواد پوځ کې د لیکونکي یا کاتب په توګه و ګمارل شي، داسې ازمونیه واخیستل شوه چې جامۍ يې له ځانونو څخه لرې کړای شوې وې، د دې چارې موخه آزموینه کې د نقل کولو مخنيوی ښودل شوی.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې دغه آزموینه د دوشنبې په ورځ د هند ختیځ کې پروت بِهار ایالت د مزفر په نامه ښار کې اخیستل شوې ده.

دغې آزموينې نږدې يو ساعت وخت اخیستی او ټول ګډونکونکي په يو پراخ ډګر کې يوازې نیکر سره ناست وو او جامې يې ټولې ترې ایستل شوې وې.

د هند د پوځ یو افسر رسنیو سره په خبرو کې وويل چې د آزموينې د ګډونوالو څخه د کاليو ایستلو موخه، آزموينه کې د نقل د مخنيوي او د روڼتيا تامين کول وه، ځکه په وینايې داسې نه شي چې د آزموينې ګډونوال د نقلونه خپلو جامو کې نه وي پټ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *