لیکنه: اسدالله غیرت –

غواړم د پکتیا ولايت د پوهنې په برخه کې له هغو بدرنګو کړنو پرده پورته کړم چې پر خپلو ګنهګارو سترګو مې لیدلي دي .

پکتيا ديارلس ولسوالۍ لري چې له بده مرغه دريو ځدراڼ ميشتو ولسواليو يې په تيرو څوارلسو کالونو کې د کمزوري او غير سالم مدیريت او د دولت د نه پاملرنې له امله هيڅ د دوولسم ټولګي فارغ ټولنې ته نه دی وړاندې کړی .

د پکتيا په ټولو ولسواليو کې د اکثر ښوونځيو د ودانېو ، درسي موادو ، کتابونو او مسلکي ښوونکو د نشتون تر څنګ د کمزورو ، مفسدو ، ميراثي او تش په نوم مدیريتونو له امله د پوهنې بهير په صفر کې ضرب شوی .

په تيرو څوارلسو کالونو کې د پکتيا په کچه د پوهنې رياست د چارواکو لخوا زورواکانو او خپلو خپلوانو ته په سلګونو خيالي او تش په نوم تولګي ددې لپاره جوړ شول چې ګټه يې نيمه د پوهنې رياست يو شمير کارکوونکو او نيمه همغه د زورواک جيب ته رسيده چې اوس هم ياد خيالي ټولګي د پکتيا په هغو سیمو کې شتون لري ، کومې چې د امنیتي ستونزو سره مخ دي او څوک يې د ليدو لپاره هلته ورتللی نه شي .

د پکتيا په یو شمیر لرې پرتو سیمو کې په زيات شمير داسې ښوونځي اوس هم شتون لري ، کوم چې په بهرنيو هيوادونو کې ځوانان له دوولسم تولګيو فارغوي

ياد ښوونځي د پوهنې رياست د نظارت او تفتيش امريتونو د غفلت او نه پاملرنې نه په ګټې اخستنې سره سيوا له کومې ويرې ياد غيرې قانوني عمل په پرلپسې ډول مخته وړي .

چې په دې کار سره په زرګونو ذده کوونکي نه ، بلکې مطلق بې سواده بدمعاشان د دوولسم شهادتنامو لرونکو په کتار کې ودريدل .

د پکتيا د پوهنې رياست سره نیږدې داسې ښوونځی هم شته چې په زرګونو ذده کوونکي لري ، خو کله چې څوک ورشي ، يوازې د ګوتو په شمار ذده کوونکي هلته تر سترګو کيږي ، یاد ښوونځی هر کال په سلګونو ذده کوونکي هم فارغوي

د پکتیا د لرې پرتو ولسواليو په يو شمير ښوونځیو کې مطلق بې سواده او هغه کسان چې هوایي له دوولسم ټولګي فارغ شوي ، د واسطو په پايله کې د ښوونکي په دنده ګمارل شوي .

د پکتيا د لرې پرتو يو شمير ولسواليو د پوهني مديريتونو میراثي بڼه خپله کړې.

چې ښه مثال یې د جانخيلو، څمکنيو ، پټان او ……. ولسوالۍ یادولی شو .

د پورته ستونزو په مو جوديت او د پوهنې ریاست د کارکوونکو د نه پاملرنې په پايله کې نن ورځ د پکتيا د پوهنې بهير له زيات دردونکي خالت مخ دی دولت بايد د پکتيا د پوهنې بهير د مثبت بدلون او پياوړتيا په موخه زر تر زره لاس په کار شي

او د پکتياوالو ماشومانو او ځوانانو په سرنوشت باندې لوبې کوونکي بايد د قانون منګلو ته وسپاري .

One thought on “پکتیا د پوهنې په بهیر کې څه تیرېږي!؟”
  1. د اشرف غنی د حکومت او اقتدار په برقراری سره پکتیاوالو فکر کاوه، چې د پکتیا محلي حکومت ولي ته به کلکه پاملرنه وشي، خو له بده مرغه حالات د کرزي له حکومتوالی څخه بدتر شول، د پکتیا د معارف ریاست ته یې داسی څوک ورلیږلی چې سوچ بیسواده دی، د مدیریت په اصولو اصلا خبر ندی، مخکې لدی چی مقرر شی د پکتیا وکیلانو ته یی د پیسو وعدی ورکولی ، هر یوه ته یې سند ورکړی چی د میاشتی به یو یو لک افغانی تاسو ته درکوم، د پکتیا یوه وکیل خو د شوړو په سر ورسره ورانه هم کړه، خو بیرته د ولایتي شورا د رییس په منځګړتوب خبره حل شوه، همدا اوس د ګردیز په شپې لیسه کی په سلګونو رسمي شاګردان ثبت دی، چی په حاضری کی یی نومونه شته خو عملا یی ټولګی لا لیدلی ندی، د معارف رییس صاحب تر شپږ سوه ډالرو پوري تری اخلی او د کال په اخر کی یی فارغوي مدنی فعالان دی ورشی، که دروغ می ویلی وی مخ دی را تور کړی په ټولیز ډول که ولسمشر سیمه ییزي حکومتولی ته پام ونکړي، تری شړیدلی ده، همدا اوس د ولایتی ریاستونو پوستونه د سی بی ار له لاری اعلانیږي چی ډبل معاش لري، پدی کی ډیر کم خلک د واسطي په زور مقرریږي، نور اکثره ولایتي ریاستونه په پیسو پلورل کیږي ولسمشر په درانه خوب ویده دی که له خوبه را ویښ نشی قسم پخدای چی حکومت یی له داخله په شړیدو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *