څنګه چی ټول پوهیږو انسانان که هرڅومره هم له ځانه سره ولری بیا هم بسنه نه پری کوی او د نورو د لاس ته راوړلو په نیت لا هڅی کوي. قانون هم د دی لپاره  په ټولنه کی د د خلکو او حکومتونو له خوا منځ ته راغی ترڅو د هرچا ځای ځایګی او ګټی معلومی او خوندی کړی.د نړی د انقلابونو یو دلیل دا هم وو چی شاهانو خپل واک او د خلکو ملکفیتونه د قانون په چوکاټ کی نه وو رانغاړلی د شاه اراده د شاه تر واک لاندی سیمو کی قانون بلل کیده د وخت په تیریدو او د خلکو د سیاسی شعور په لوړیدو سره خلک تنګ شو د انقلابونو له لاری یی د شاه د واک د محدودیت او د خپلو حقوقو د عملی کولو غوښتنه وکړه او د دی انقلابونو پایله په بریا تمامه شوه

خو که پوځی ډګر ته راوګرځو قانون تش په سوله کی اهمیت نه لری بلکه قانون باید په جنګ کی هم عملی کړل شی شاید د بعضو ذهنونو کی دا پوښتنی راوټوکیږی چی څنګه په جنګ کی قانون تطبیق شي؟

د دی پوښتنی په ځواب کی باید ووایو کله چی په یوه عادی لوبه لکه ولیبان٬کریکټ او فوټبال کی د لوبی اصول او قوانین عملی کیږی آیا کومه لوبه کی چی هلته روحونه او ځانونه له منځه ځی اصول تطبیق نه شي.

که د جګړو د تاریخ توره پاڼه راواړوو په جنګونو کی د اصولو او قوانینو نه پلی کیدل د ملیونونو انسانانو د تلفاتو او د مهاجرتونو په پایلی تمام شوی کله به چی د یوی کورنی کوم غړي په مخالف لوری کی دنده ترسره کوله که چیری به مخالف لوري د هغه د اوسیدولو ځای ونیو د هغه ټوله کورنی به یی له منځه وړله کله به چی د دوو حکومتونو ترمنځ جګړه ونښته ښارونه به کلابند شو که حکومت به تسلیمدل اعلان نکړل په ښار کی عام خلک به هم د دښمن په څیر له تیغه تیریدل او دغی کلابندی به په میاشتو دوام کاوه ٬ پداسی حال کی به چی د کلابندی له لاسه به په کلابند ښار کی د لمړنی ژوند ټولی آسانتیاوی له منځه تللی وې.

د اسلام خوږ پیغمبر حضرت محمد ص فرمایلی له هغه چا سره وجنګیږی څوک چی له تاسو سره جنګیږي.

د ملګرو ملتونو د سازمان منځ ته راتګ د دی سبب شو چی د نړیوالی سولی او امنیت لپاره غړی هیوادونه هڅی ګړندی کړی دا سازمان په دی نظر وو که چیری په اروپایی خپل منځی جنګونو٬لمړی او دوهم نړیوال جنګ کی د وسله والو نښتو قانون شتون درلود دومره تلفات او مهاجرتونه به نه وو وراوښتي.

د وسله والو نښتو قانون په جګړه کی د ملکی او نظامی موخو ترمنځ توپير او په حملو او دفاع  کی  د نظامی موخو ټاکل او تعریف پوځیانو ته ورذده کوی نظامیان پدی پوهوی ترڅو جنګ تحلیل کړی او په جنګ کی نظامی اړتیاوو د تثبیت ترڅنګ دا ورښیی چی کومی وسلی په جنګ کی د استعمال جواز او کومی یی منع دی له ملکیانو او هغه نظامیانو یا یاغیانو چی دوی په جنګ کی نیولی کوم ډول عمل او انسانی رویه ترسره کړی٬جنګی اسیران له کومو حقوقو برخه من دی٬که چیری د دښمن ټپي عسکر د دوست عسکر څخه ټپ زیات وی لمړی باید د چا درملنه وشی؟په جنګ کی د بشردوستی او نظامی هدف ترمنځ تناسب پوځیانو ته ورښیی.د صحی او مذهبی پرسونل چی معلومی نښی پرتن لری د دواړوو خواوو لخوا باید په نښه نه شی.ټپیان او هغه څوک چی تسلیم شوی وی د تسلیمدلو نه وروسته د اسیر په چوکاټ کی د عادی انسان په څیر له ټولو حقوقو نه برخه من دی له هغه نه باید د اجیر او نورو درنو کارونو په کولو کی ګټه وانخیستل شی. پدی قانون کی هر ډول شکنجه منع ده٬ په جنګ کی د مذاکراتو لپاره د سپین بیرغ او نورونړیوالو پيژندل شوو علاموو چی د فرهنګی ٬ مذهبی او هغه ځایونه چی ورانیدل یی ډیر زیانونه محیط او خلکو ته اړوی سرتیرو ته ورپیژنی. د رنګ ٬ ژبی ٬ مذهب٬ قوم او جنس پر اساس نظامی حملی ترسره کیدل د دی قانون له مخی منع دی.

یاد قانون چی د (Law of Armed Conflict) په نوم یادیږی.دغه قانون په (1859م) کی د سلفرینو ښار چی د دوو ډلو ترمنځ د جنګ میلمه وو٬ جنګ کی دریمی قوی وجود نه درلود چی له دی ځایه یی ټپیان٬ د مړو جسدونه نقل کړی وای او د جنګ د اسیرو شوو کسانو خبر یی د هغو تر کورنیو رسولی وای خو د جنګ د صحنی په دوام کی یو انګلیسی سوداګر د خپل سوداګریز کاروان سره یوځای د تیریدو په حال کی وو کله چی یی د جنګ صحنه ولیده د سویس بیرغ رنګونه یی سرچپه کړل یعنی د سویس بیرغ چی بګراونډ یی سور او منځ کی د جمعی علامه یی سپینه وه هماغه سپینه علامه یی په سور رنګ کړه او د بیرغ نور سور رنګ یی سپین کړ ترڅو د دی کار په کولو  په جګړه کی ښکیل کسان وپوهوی چی موږ د تاسو دواړو له منځه د کومی ډلی حمایت نه کوو بلکه د دواړو غاړو د اسیرانو٬ټپیانو او مړو د انتقال او مرستی لپاره راغلی یو. همدا قانون په سلفرینو کی منځ ته راغی خو د ملګرو ملتونو په راتګ سره نوموړی قانون په 1949 م کال کی د اکثریت غړو هیوادونو لخوا تصویب شو. او په 1977 کال کی نور پاتی اړین پروتکولونه هم تصویب شول٬چی افغانستان هم دغه قانون او پرتوکولونه پرځان منلی دي او افغانستان هم د نړیوالی ټولنی د غړی هیواد په څیر د نړیوالو معیارونو په قبلولو سره نوموړی قانون لاسلیک کړ. چی د وسله والو ځواکونو په ښوونه ایز او روزنیز مرکزونو کی د دی قانون تدریس او محاربوی عملیاتو کی د پلی کولو څار یی ښه په دز روان دی٬ نظامی پرسونل که چیری نوموړی قانون پلی نه کړی د جزا د عسکری قانون په چوکاټ کی به محکمه شی.

که چیری وسله وال ځواکونه په نظامی عملیاتو کی نوموړی قانون پلی او شامل کړی د خلکو د باور په لاسته راوړلو ٬په جنګ کی د تلفاتو او انسانی ضایع د کمښت او په جګړه کی د ښکیلو خواوو ترمنځ د ښه نیت په منځ ته راتلو کی مرسته کوی. کله چی ښه نیت د دواړو خواو ترمنځ رامنځ ته شی د اسیرانو٬ټپیانو او اجسادو په تبادله تمامیږی چی دا کار د جګړی د ښکلیلو خواوو ترمنځ حسن نیت لا زیاتوی او دا باور کیدلای شی د سولی لپاره د تت ستوری حیثیت ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *