تاند- په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ د نننۍ /چهارشنبه/ د حملې تلفات ۹ تنو ته ورسېدل.
دا له ۲۰۰۷ م کال راهسي په افغانستان کې د هند پر دیپلوماتیکو مرکزونو لږترلږه اوومه حمله ده.
د راپورونو له مخې په وژل شویو کې یو افغان پولیس هم شامل دی. په مخکینیو راپورونو کې ویل شوي و چې له ۵ ترهګرو پرته بل څوک نه دي وژل شوي خو شپاړس ملکیان او امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دغه هیواد د کونسلګرۍ ټول کارکوونکي روغ رمټ دي او هیڅ راز زیان نه دی وراوښتی.
دغه وزارت د حمله کوونکو ترهګرو شمېر شپږ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې ټول د افغان پولیسو له لوري وژل شوي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویکاس سواروپ په نوي ډیلي کې وویل، لومړی یوه انتحاري د کونسلګرۍ مخته ځان والوزاوه، دوهم موټربمي چاودنه وکړه، څلور نور د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول.
ده دا هم وویل چې چاودنو د کونسلګرۍ ودانۍ ته زیان اړولی.
د هند امنیتي سرچینې وايي، د وسله والو ترهګرو او افغان پولیسو ترمنځ د ډزو په تبادله کې ۸ ملکیان وژل شوي دي. سرچینې وايي چې په دې نښته کې، چې دوه ساعته یې دوام وکړ، د لاسي بمونو او بمونو شاوخوا ۱۳۲۰ چاودنې وشوې.
د هند د کونسلګرۍ تبتي ساتونکو هم وروسته د ترهګرو په ځپلو کې له افغان پولیسو سره همکاري وکړه.
نننۍ حمله په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ څلورمه حمله وه. پر دې کونسلګرۍ لومړۍ حمله په ۲۰۰۷ م کال شوې وه، په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو هم د هند کونسلګري له تروریستي بریدونو سره مخامخ شوې وه.
په ۲۰۱۵ کال په هرات کې هم د هند پر کونسلګرۍ برید شوی و.
په تېرو حملو کې د پاکستاني سختدریځو ډلو لکه لشکر طیبه لاس لرلو ته د تور ګوته نیول شوې وه.