په اروزګان کې ۴ ورانکاري ونیول شول

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٤-١٢-١٣

کندهار، افغانستان- د کندهار د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري څلور تنه ترهګر چي د کندهار ولايت  په بېلابېلو برخو کي يې ترهګريز فعاليتونه ترسره کول، ونيول سول.

 

د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، محمد عاقب داحمد آخند زاده زوى اصلي دهلمند ولايت دکجکي ولسوالۍ او فعلي دکندهار ښار د درېيمي ناحيې اوسيدونکى،شريف الله  دګلالي زوى اصلي او فعلي دکندهار ولايت دارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکى ، محمد عمر د آغا محمد زوى او عصمت الله دنعمت الله زوى اصلي او فعلي د ميوند ولسوالۍ دخوګيانو دکلي اوسيدونکي.

يادو ترهګرو د کندهار ښار په بېلابېلو ساحو کي ترهګريز او خونړي بريدونه کول، چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کي ونيول سول.

دغو ترهګرو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.

وسله وال ترهګر تل هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغان ولس ناارام وساتي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *