تاند- د ناروې اوسېدونکې الکساندرا اندرسن، چې یو ملیارد او دوه سوه ملیون ډالره لري، د نړۍ تر ټولو کم عمره شتمنه پېژندل شوې ده.
اغلې اندرسن، چې لا شل کلنه شوې نه ده، له اس ځغلولو سره مینه لري.
دا او خور یې کاترینا د نړۍ د ملیاردرانو په لیست کې ۱۴۷۵ ځای لري.
د اندرسن شتمني وروسته له دې ډېره شوه چې پلار یې (یوهان اندرسن) په ۲۰۰۷ م کال په فراد نارویژي کمپنۍ کې خپله ونډه (اسهام) د خپلو دوو لوڼو په نوم کړه.
د اندرسن کورنۍ ډېره شتمني د سیګریټو د صنعت له لارې ترلاسه کړې. د اغلې اندرسن نیکه د سیګریټ جوړولو فابریکه لرله.
د اندرسن کورنۍ د سیګرېټ جوړولو شرګت په ۲۰۰۵ م کال په ۵۰۰ ملیون ډالره وپلوره او په دې پیسو یې جایدادونه واخیستل.
دا نارویژۍ خپل ډېر وخت په جرمني کې له خپلو اسانو سره تېروي او د اس ځغاستې په سیالیو کې یې ډېر میډالونه ګټلي دي.
له دوی دوو خویندو وروسته د نړۍ درېم ستر کم عمره ملیاردر هم یو نارویژی دی چې ګوستاف ویتزوی نومېږي.
ویتنزوی ۲۲ کلن دی.