ژباړه: عبدالله عابد

سرچينه: ټيلي ګراف ورځپاڼه (لندن)

د امريکا په کلیفورنیا ایالت کې ساینس پوهانو په داسې يوې الې کار او آزموينې پيل کړي چې علم نیغ په نیغه د انسان په مغزو کې ځای په ځای کوي، پرته له دې چې څوک یو ښوونکي ته کيني یا ښوونځي او پوهنتون ته ولاړ شي.

ساینس پوهان وايي چې دغه آله کولای شي علم د نامرئی کتابونو او چپترونو په توګه د انسان په مغزو کې ځای پر ځای کړي. د دوی په خبره په دې توګه به په لږ وخت کې د انسان مغزو ته ډېر څه د ننه او زده يې کړي.

دغو ساینس پوهانو ويلي چې د يو روزل شوي پيلوټ په مغزو کې يې الکترونیکي سیګنالونه مطالعه کړي، وروسته يې د هغه بل کس له مغزو سره پرتله کړي چې د یادې آلې له لارې يې نيغ په نيغه د پیلوټۍ اړوند زده کړې او تخنیکونه د هغه مغزو ته دننه کړي و. د دې کار په پایله کې د دوهم کس پوهه او درک تر لومړي هغه ۳۳ سلنه زیات ښودل شوی دی.

مټیو فیلیپس، چې د یادو پوهانو د ډلې غړی دی، وايي دغه آله په خپل ډول کې لومړنۍ ده او داسې لارې چارې شته چې کیدلای شي لا پرمختګ وکړي. ډاکټر فیلیپس په دې آند دی چې دغه آله به تر ډيره وکولای شي چې د ژبو د زده کړې، د موټر چلولو او آزموینې ته د چمتووالي په څير برخو کې له انسانانو سره لا ښه مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *