خبریال:-( ابوبکر جبارخېل): په داسې حال کې، چې افغانستان لا له وړاندې له یو شمیر سیمه ایزو او لویدیځو هیوادونو سره د اوږدمهاله ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی، خو اوس ځینې کتونکي وايي چې له ایران سره د افغانستان د تړون لاسلیک کېدو څخه موخه د افغانستان له لوري د امنیتي تړون په اړه پر امریکا فشار راوړل دي.
د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده د سې شنبې په ورځ له تاند سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د تازه لاسلیک شوي تړون له څلورو برخو یواځنۍ د ترانزیټ برخه د افغانستان په ګټه ده او پاتې نورې درې برخې افغانستان لپاره سمبولیک ارزښت لري.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغه تړون څلور برخې لري، چې لومړی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولیسو او نشه يي توکو پر وړاندې ګډه همکاري، دویم د ملي امنیت د ساتلو او ترهګرۍ ضد استخباراتي مالوماتو شریکول، دریم د سوداګرۍ او ترانزیټ پراختیا، پانګوالو ته دواړو هېوادونو کې فرصتونه برابرول او څلورم د هند او روسیې په ګډون د سیمې نورو هېوادونو ته د دوه اړخیزو همکاریو غځول دي.
مژده زیاته کړه، له یاد تړون څخه د افغانستان موخه دا ده ترڅو امریکا ته وښيي، چې د امنیتي تړون د لاسلیک په تړاو د افغان حکومت غوښتنې ومني، چې هغه امریکايي ځواکونو ته قضايي مصونیت ورکولو مسله ده چې امریکا یې له افغانستان سره نه مني.
همداراز د مژده په خبره ایران دا مهال د امریکا تر سختو بندیزونو لاندې ده او له تړون څخه یې موخه بیا دا ده، چې وښيي دغه هیواد له هغو هیوادونو سره تړون لاسلیک کوي، چې امریکا ورسره ملګرې ده.
مژده وړاندې وویل: ((له دې تړون څخه په ټولیزه توګه د افغانستان له لوري پر امریکا فشار راوړل دي، هغه دا چې امریکا باید په امنیتي تړون کې د افغانستان شرایط ومني، خو فکر نه کوم چې امریکا یې ومني، امریکا داسې تړون غواړي چې په خپله خوښه هر څه چې وغواړي په افغانستان کې یې ترسره کړي، د همدې اختلاف له امله اوسمهال د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګې دي.))
د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر سر خبرې هغه مهال وځنډېدې، چې په قطر کې د طالبانو د تحریک د بیرغ او لوحې درولو د افغان حکومت غصه را وپاروله، چې سمدستي یې په قطر کې د سولې خبرې تر دې دمه وځنډولې.
د افغانستان او ایران ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون د روانۍ اونۍ د دوشنبې په ورځ په هغه هیواد کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا او د ايران د ملي امنيت شورا منشي سعيد جليلي ترمنځ لاسليک شو.
ولسمشر حامد کرزى د يکشنبې په ورځ د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډاکتر حسن روحاني د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره سفر کړى و.
د راپورونو پراساس ډاکتر سپنتا دا تړون په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو مناسباتو پيل بللی او د ايران د ملي امنيت شورا منشي سعيد جليلي هم ويلي، چې ايران د افغانستان د امنيت، ثبات، پرمختګ او سوکالي غوښتونکى دى او د دې تړون لاسليک کېدل د دواړو هېوادونو د اړيکو په تاريخ کې روښانه ګام بولي.
یاده دې وي، چې دا د افغانستان لومړنى ګډ ستراتيژيک تړون دى، چې له خپلو ګاونډيو هېوادنو سره يې لاسليک کوي، خو له دې وړاندې یې په سیمه ایزه کچه له هندوستان سره لاسلیک کړی و.
افغانستان د دوو کلونو په اوږدو کې له امريکا، هندوستان، فرانسې، ايټاليې، بريتانيې او یو شمیر نورو هیوادونو سره د اوږدمهاله ستراتيژیکو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې پاکستان هم لیوالتیا ښودلې وه، چې افغانستان سره دې د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي، خو د ملي شورا د غړو له سخت غبرګون سره مخ شوې وه.
ایران او پاکستان تل په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو لامل پیژندل شوي دي خو د کتونکو په وینا دا مهال په افغانستان کې د ایران کلتوري یرغل او له ترهګرو څخه د پاکستان د ملاتړ له امله د هیواد امنیتي وضعیت په ترینګي حالت کې قرار لري.
د نړۍ نیمایي زیات ستراتیژیک تړونونه به ښایي افغانستان لاسلیک کړي وي، کرزی یې پر امضا کولو ستړی شو، او منشیان یې پر لیکلو، له دوستانو سره خو وشول اوس دښمنانو نوبت دی، یو طالب پاتې دی، دغه سره هم یو تړون وتړه چې ابی مړه او تبه یې وشکیږي.
جالبه خوداده چی ایران څو څو ځلې په افغانستان کی او په ایرانکی په واضیح توګه اعلان کړې
،وو چی افغانستان یو اشغال شوی ملک دئ
چی داسی دئ نو ولی یی داشغال شوی ملک سره داسی قرارداد امضاء کړ؟چی دهغه پوشالی حاکمیت صلاحیتونه هم نلری او هر کار یی د امریکایانو په اجازه وی ضرور څه دی چی داسی قرارداد امضاکړی؟
،دا دریاضی دفیساغورس د قضیی موضوع راپیادوی
ایرانی آخوندان داسی لکه کرزی احمقه هم ندی چی پدی کار ونه پوهیژی دلته یو مهم راز چی پروت دی هغه را برملاء کیژی هغه داچی دامریکا او دایرانی مردار آخوندانو ارتباطات افشاء کوی داسی چی پدی بهانه امریکا عمداً غواړی افغانستان کی دشعییانو ضد اسلامی مذهب دایرانیانو په ذریعه او دکرزی بی دینه په ذریعه خپور کړی ولی چی امریکایانوته شعییان تر
!سنیانو دیر شه شکاری او داسی یو کار یی په عراق کی هم وکړ
شعییان اسلامی ضد بدعتونه لری چی دسلام خلاف دی او په اصل کی شعییان داسلام پرضد پیداشویدی چی دا یو دیره مناسبه داسلام ضد عمل دی چی امریکا او شریکی خواوی یی داسلام
!پرضد کوی
او دادی په افغانستان کی یی دکرزی په ذریعه افغانستان په مفته ایرانته ور تیل ووهه
دشمن څه چی کوی نه وایی زه دشمن یم خپل هر دشمنی د دوستی په لباس کی درسره کوی
!کله چی وران شولې بیانو ناوخته وی
Karzai tash tarroonona lasleek kawee ao khial ya da dai che pa dagha tarroonona ba zan da watan danana mas’ale hal ka kho dase ba charre hum wanashee.Halaka pa khpal watan ke da shamal ao janoob pa manz ke tarroon ziat krra kani no mulk ba de tajzia shee.Lag pa hosh ke rasha ao da aqal na kar wakhla.Da jihadee jangsalarano da hissar na rawoowaza ao afghan millat da para sa da faide karoona wakrra.Hasse da hathee pa ghwag ke ooda prot ye.