خبرپاڼه –

د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د روسیې هیواد د انرژۍ مرستیال وزیر ښاغلي یوري سینتیورین نن په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان او روسیې هیواد د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د ګډ کمیسیون د دریمې ناستې د پایلو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

په دې دوه ورځنی ناسته کې د دواړو هیوادونو د کارپوهانو ترمنځ د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ، صنعت، لوړو زده کړو، زیربناؤ، کانونو او کرنې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د مالیې وزیر د روسیې هیواد د همکاریو او نیک نیت څخه ستاینه وکړه او د دواړو هیودونو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو په اړه یې وویل: له افغانستان سره د روسیې هیواد د پورونو په اړه مثبت پرمختګ شوی دی چې روسیه به خپل پورونه د وړیا مرستې په توګه بدل کړي. ده زیاته کړه چې د روسیې هیواد کمپنۍ چې ښې تخنیکي تجربې لري کولی شي د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې اغیزمن رول ولوبوي. د روسیې هیواد د اندستري او د کور جوړولو له شرکتونو سره خبرې شوي دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د روسې هیواد د پلاوي مشر او د انرژۍ مرستیال وزیر ښاغلي یوري سینتیورین دمالیې وزیر څخه د مننې ترڅنګ وویل: د هغه ګډو تاریخي اړیکو له مخې چې موږ یې له افغانستان سره لرو، روسیه د افغانستان د پرمختګ او هوساینې ته ژمن دی او دغه ناسته په دې برخه کې یو مثبت ګام دی.

د افغانستان او روسیې د ګډ کمیسیون په دوه ورځنی ناسته کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو په اړه د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د روسیې هیواد د انرژۍ مرستیال وزیر ښاغلي یوري سینتیورین ترمنځ یو پروتوکول هم لاسلیک شو.

د ناستې په پای کې د مالیې وزیر او د روسیې هیواد د انرژۍ مرستیال وزیر له خوا د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل شو.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او روسیې هیواد د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون دویمه ناسته د وږې میاشتې په ۱۲ مه په کابل کې او لومړۍ ناسته یې په مسکو کې جوړه شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *