تاند – په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د کډوالۍ او روغتیایي چارو اړوندو څانګو د هغو کډوالو د روغتیا په هکله سخته اندېښنه ښودلې ده چې له ایران څخه ورغلي دي‌.‌

په سوېډن کې د کډوالو د چارو یو شمېر کارکوونکي وایي چې د هغو افغان کډوالو ځوانانو یو لوی شمېر چې له ایران څه ورغلي دي د اېچ آی وي په وایرس اخته دي چې د وخت په تېرېدلو او د بدن د مقاومت په کافي اندازه کمزوري کېدلو سره کېدای شي چې ژوند له لاسه ورکړي.‌ همدارنګه، داسې جدي اندېښنې شته چې په ټولنه کې د دغه ډول خلکو ننوتل او منحل کېدل کولی شي چې د سوېډن د خلکو روغتیا هم سخته زیانمنه کړي.‌

له سوېډن څخه یوې سرچینې تاند ته وویل چې تېره اونۍ د یادو سیمو د درې تنو تنکيو ځوانانو چې ۱۵،‌۱۶ او ۱۷ کاله عمرونه لري له روغتیایي کتنو څخه معلومه شوه چې په اېچ آی وي وایرس اخته دي.‌

په وروستیو وختونو کې د افغانستان د مرکزي سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي چې له کلونو راهیسې په ایران کې اوسېدلي دي او په افغانستان کې په اصلي سیمو کې یې امنیتي شرایط هم برابر دي د کورنیو او مجردانو په شکل اروپایي هېوادونو ته د ارام ژوند د اسانتیاوو د ترلاسه کولو له پاره کډه کېږي.‌

له ایران څخه افغانستان ته اکثرستانه شوي ځوانان هم د مخدرو موادو په کارولو روږدي دي،‌ چې یو شمېر یې مخدر مواد په جمعي بڼه د سیرنجونو له لارې اخلي. د جنسي عمل تر څنګ دا دویمه لاره ده چې اېچ آی وي وایرس له یو شخص څخه بل ته انتقالوي.‌

ځواب دلته پرېږدئ