تاند- د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام په تمریني یا مخکې تر مخکې مسابقه کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن /جمعه/ د هالنډ ټیم ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه.

بیټنګ افغانستان پیل کړ او په شلو اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۵۲ منډې جوړې کړې.

نورعلي ځدارڼ ۱۸، اصغر ستانکزي ۲۵، ګلبدین نایب۲۳، سمیع الله شینواري ۴۲ راشید خان ارماني ۱۰، شفیق الله ۲۴ او دولت ځدراڼ ۳ منډې وکړې.

په باولینګ یا توپ اچونه کې دولت ځدراڼ، محمد نبي، راشید خان او سمیع الله شینواري هر یوه یو – یو هالنډی لوبغاړی وسوځاوه.

په نننۍ مسابقه کې له ډېره وخته وروسته حمید حسن ته چانس ورکړای شو. حمید حسن په ۴ اورونو کې کوم لوبغاړی ونه سوځولی شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *