سرتاج عزیز

 د بدلون اوونیزې لېډينګ سټوري/ اداره

په نړیوالو اړیکو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف مشاور ښاغلي سرتاج عزیز امریکا ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ویلي چې د پاکستان حکومت  پر افغان طالبانو اغېز لري او ثبوت یې هم ښوولی، داسي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسي، هلته یې کورونه دي، هلته یې تداوي کيږي او هلته فعالیت کوي خو بیا دا خبره هم پسې غوټه کوي چې دوی یې تر کامل کنټرول لاندې نلري.

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد پوهاند ودیر ساپي ازادۍ راډیو ته په دې باب وویل چې پاکستان پر طالبانو سل په سلو کې کنټرول لري ځکه دوی پاکستان رامنځته کړي او ټرېن کړي دي؛ دا چې دغه هیواد اوس پر طالبانو د تاثیر اعتراف کوي، دلیل یې دا دی نور یې نو پټولای نه شي او له بله اړخه پاکستان غواړي چې د سولې په خبرو کې، له دې امله چې طالبان خبرو ته حاضرولای شي، امتیازات واخلي.

مخکې هم دا واقعیت، نه له افغانستان او نه هم دنیا څخه پټ وو چې طالبان د پاکستان په لاس کې دي، چې هر ډول وغواړي هماغسې یې لوبولای شي خو دا چې اوس د پاکستان یو مهم مقام په داسې حال کې پر طالبانو د خپل تاثیر اعتراف کوي او دلایل یې هم خپله وايي چې تر پرونه یې ټولې دنیا ته پر طالبانو د نه کنټرول درواغ ویل او په پاکستان کې یې د طالبانو شتون پر ځان یو ظالمانه تور باله.

متل دی چې، پردی کټ تر نیمو شپو وي، دا د هر فرد، ډلې، ګوند او سازمان لپاره ډېر لوی درس دی، چې هر څوک د خپل وطن او وطنوالو د حیثیت او ګټو پر ضد، په پردیو استخباراتو پورې ځړیږي نو پردي یې تر هغه له ځان سره په هوا کې ساتي چې په ګټه یې وي خو چې د ګټې طمع یې ځنې وشکېده نو په هماغه شېبه یې له ځانه څنډي؛ داسې یې څنډي چې خوله یې د بې عزتۍ په تکو تورو خاورو  ور لړي؛ ټیک همدغه تجربه د طالبانو تحریک یو وار په ۲۰۰۱ کال کې وکړه؛ هغه مهال چې د نیویارک پر نړیوال تجارتي مرکز ترهګریز برید وشو نو د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج بش دنیا ته اعلان وکړ چې یا به زموږ سره یاست، که زموږ سره نه یاست نو زموږ له دښمن سره یاست، یاني بې طرفي نشته نو د پاکستان د هغه وخت دکتاتور او پوځي رئیس جمهور، چې د خپلو ګټو په محاسبه کې ښه دقیق وو، وویل چې تر پرونه مو طالب د ګټو تامینوونکی وو، نن چې د امریکا په زیان دی او امریکا زموږ د ګټو قبله ده نو: طالب، نه طالب؛ هغه وو چې امریکا د پاکستان له منځه طالب او طالباني تحریک د هغه له ټول غرور سره په ښه پوره بې رحمې بمبار او له منځه یووړ او د ذلت هغې کندې ته یې ټېل واهه چې تاریخ به یې نورې لږې بېلګې ولرلای شي.

دا چې نن بیا سرتاج عزیز پر طالبانو د خپل کنټرول اعتراف کوي نو سوال دا پیدا کیږي چې طالبان او د طالبانو رهبران به د خپل حیثیت او پرستیژ په باب څه فکر کوي؟ د دې پوښتنې جواب دې طالبان، د هغو مشران او درانه لوستونکي خپله پیدا کړي.

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۱۶ مه / پرلپسي ۶۸ مه ګڼه/چهارشنبه/ کب/۱۲/ ۱۳۹۴

One thought on “سرتاج عزیز ته طالبان څه جواب لري؟؟؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *