هـرنظام او هـرسیاسي خوځښت به خامخا یوه عمومي او ځینې ځانګړې پالیسي لري . د مشخصي پالیسۍ په رڼا کې د دولت او نظام ټول ارګانونه خپل کارونه سرته رسوي او خپلې دندې او لایحې تنظیموي . هغه هېوادونه چې حکومتونه يې کامیابي داخلي او بهـرنۍ پالیسۍ لري خلک او اولس یې ارامه او پرمختـلـلی ژوند لري .
موږ چې په تېـر کې په خپل هېواد کې د ښې حکومت ولۍ منظمـه او معقـوله پالیسۍ نه لرله نتـېـجه دا شوه چې د نړۍ په وروسته پـاتې هېوادونو او اولسونو کې وشمېـرل شوو .
جګـړه هغه بله بلا ده چې زموږ د ژوند په ټولو اړخونو یې داسې سیوری کړی دی چې زموږ د فکـر او پرمختګ ټولې لارې یې په غم راته لـړلې دي . جـګړې زموږ په هېواد کې داسې یو ناورین رامنځ ته کړ چې د اقـتصاد ماهـرین، او انجـنيـران مو د جـګړې د بندېـدو او یاهم له هېواد څخه د دفاع د پالیسو په جوړولو مصروف دي ، د دې په ځای چې په خپله برخه او په خپل مسلک کې کار وکړي له مجبوریته په داسې برخو کې کار کوي چې د دوی اصلي مسلک نه دی .
د یوه هېواد اقتصادي او پرمختیایي پالیسۍ ، لویو اقتصادي پروژو او ملي پانګـونې ته به له دې نه لویه ضربه بله کومه وي چې د دې برخو ماهـرین یې د دفاعي او جګړیزو پالیسیو په جوړولو بوخت وي .
د افغانستان اوسنی جمهـور ریـیس ښاغلی ډاکټـر محمد اشرف غني یو اقتصاد پوه دی ، د نړۍ په کچه یو لوی مفـکر دی دا د دې هېـواد د بیا رغوني او ودې لپاره د پاک خدای یو لوی نعمت دی خودرېغه چې دا د کار سړی مو اوس د دې په ځای چې ټوله ورځ په لویو اقتصادي پروژو کار وکړي ، د دې پـه ځای چې خپل هېواد ته نړیواله پانګه را جلب کړي ، د دې په ځای چې د خپل هېواد لوېدلي اقـتصاد ته کار وکړي ، د دې هېواد ځبلي زرعت ته کار وکړي د ځینو داخلي او بهـرنیو کړیو له لاسه د خپل کاري وخت لویه برخه په هېواد کې د جګړې د اور وژنې په کوششونو تېـروي . د دې جګړې د پای ته رسېـدو لپاره په بېلابېلو بعـدونو کې د پالیسۍ او کړنلارې په جوړلـو بوخت دی .
کومه پالیسي چې ښاغلي غني د سولې په برخه کې جوړه او بیا یې د نظام د مخالفـیـونو او د هغوی د بهـرنیو تمویل کوونکو او پالونکو په مخ کې کېـښوده ډېـره د ستاینې وړ او معقوله پالیسي ده . کوم کار چې په هېواد کې تېـر نظام په پنځـلسو کلونو کې ونـکړ ، ښاغلي جمهور ریيس له یوه کال څخه په کمه موده کې تر سره کړ . نن د ښاغلي غني دې بریالۍ پالیسۍ ته نړۍ د منلو او ټـینګ تاید سر وخوځاوو . متمدنې نړۍ دا ومنله چې افغانان په حقه دي او د بل شوي اور شاته پردي لاسونه شتون لري .
د سولې په برخه کې غني هغه رقیب قوتونه او هېوادونه وارخطا او بې دلیله کړل چې له څو لسیـزو راهسي یې د دې وطن په سمه او غـر د خپلو ناپاکو او شوموغوښتـنو لپاره اور بل کړی دی .
زموږ د هېواد د ځینو خود غرضو ګاونډیو په وړاندې د ښاغلي جمهور ریـیس پالیسي جوته او له خیره ډکه ده ، هغه دا چې هغوی ته یې په واضیح ډول وویل چې خپلې ګټي دې د اقتصادي همکارۍ او متقابل احترام په بنیاد تامین کړي نه د جنګ او مداخلې له لارې .
دا هغه څه و چې د سولې په اړه يې د نړۍ په وړاندې د افغان دولت دریځ پیاوړی کړ . دا د یوه اقتصاد پوه او مفـکر پالیسي وه چې رقیب قوتونه یې په دې قانع کړل چې په افغانستان کې هیڅوک خپلې ګـټـي د جنګ او خشونت له لارې نشي تامینولی .
که څه هم ستونزي به ډېـري وي، د ځینو ځانګړیو کړیوو له خوا به د دې وطن د ښېـرازۍ او پرمختګ مخه نیول کېـږي ، د ځینو مقام پرسته او ځیـنو مفاد پرسته ډلـو او اشخاصو له خوا به د ښاغلي غني د کامیابو پالیسیویـې مخه ډب کېـږي خو زه په دې باور یم چې دا سړی او د ده معقـوله پالیسۍ به دا هـېـواد د وینو ، فـقـر ، چور او اوږدې جګـړې له ناورین څخه راوباسي .
په هېواد کې د ملي فکـر خاوندان په دې باور دي چې په هـره برخه د دې سړي ګټورې پالیسۍ موږ د یوه روښانه راتلـونکې په طرف بیایي، دا هېـواد به انشـاالله د غـلو ، شرپسنده او امتیاز غوښتونکو له شره په ډېـر مهارت خلاص کړي.