د تیرې سه شنبې په ورځ چې د مارچ لومړۍ نېټه وه، د راولپنډۍ په ښار کې په زرګونو پولیسو او عسکرو ګزمه کوله. پولیس او عسکر د لوړو تعمیرونو بامونو ته ختلي وو او په لویو لارو کې ولاړ  وو. د راولپنډۍ بازارونه او مارکیټونه بند وو او په اسلام اباد کې هم حالت غیر عادي و.

 په دې ورځ د پاکستان د پنجاب صوبې د پخواني ګورنر سلمان تاثیر قاتل، ممتاز قادري خاورو ته سپارل کیده. قادري د سلمان تاثیر باډي ګارډ و. سلمان تاثیر په پاکستان کې د کفر ویلو د قانون د ترمیم او اصلاح پلوی و او قادري فکر کاوه چې که څوک په دغه قانون کې اصلاح غواړي، هغه نو مرتد دی او مرګ یې روا دی. قادري د همدې فکرونو تر اغیز لاندې د ۲۰۱۱ کال د جنوري په څلورمه ورځ په اسلام اباد کې سلمان تاثیر وویشت او ویې واژه.

 څرنګه چې په تیرو څو کلونو کې په پاکستان کې د اعدام د سزاګانو تطبیق ځنډیدلی و نو قادري پنځه کاله په محبس کې تیر کړل او چې کله یو ځل بیا اعدامونه شروع شول، دی هم اعدام شو.

 که څه هم د ممتاز قادري اعدام د قانون مطابق و او هیڅ حقوقپوه دا نه دي ویلي  چې له هغه سره ګوندې بې انصافي شوې ده، مګر بیا هم حد اقل یو لک کسانو په راولپنډۍ کې د هغه په جنازه کې ګډون وکړ او په ټول پاکستان کې د ممتاز قادري د اعدام په خلاف مظاهرې وشوې.

له یوه ښکاره مجرم سره دومره ډیرې خواخوږي د پاکستان صاحب نظران او اهل قلم یو ځل بیا مجبور کړل چې د خپلې ټولنې په باب لیکنې وکړې. ما په دې باره کې په تیرو څو ورځو کې په پاکستاني اخبارونو کې لږ تر لږه شل مقالې ولوستې. ډیرو پاکستاني لیکوالو او صاحب نظرانو تشویش څرګند کړی دی چې په ټولنه کې افراط زیات دی او ځینو صاحب نظرانو دې ته زړه ښه کړی چې خیر دی که مظاهرې وشوې او ګڼو کسانو د ممتاز قادري په جنازه کې برخه واخیسته خو مهمه دا ده چې قانون تطبیق شو. یو شمیر پاکستاني لیکوالو استدلال کړی دی چې افراط په هره ټولنه کې ملګري لري مګر چیرته چې قانون تطبیق کیږي، هلته له افراط څخه ویره نه ده پکار.

  حقیقت دا دی چې پاکستاني ټولنه د خوشبیني لپاره ډیر څه نه لري. د ممتاز قادري د جنازې په مراسمو کې د لسګونو زره کسانو ګډون یو ځل بیا وښوده چې په دغه ټولنه کې افراطي افکار ډیر زورور دي او دا امکان ډیر دی چې تر نامعلوم وخته پورې به له جدي مشکلاتو سره لاس و ګرېوان وي.

 افراطي افکار له خاص دین یا خاصې ایدیولوژي سره اړه نه لري. هر هغه څوک چې غواړي په خپل سر قانون تطبیق کړي او خلکو ته سزاګانې ورکړي، هغه افراطي دی. د هندوستان په اسام کې ماویست افراطیان هم په خپل سر د خپلې خوښې عدالت تطبیقوي او خلک وژني. ممتاز قادري که په دې نظر وای چې په پاکستان کې له کفر ویلو سره اړوند قانون سم دی او باید تغییر پکې رانه شي، دا یې حق و. ده که د دغه قانون د بقا لپاره لیکنې کولای، مظاهرې یې کولای یا یې استدلال کولای، دا یې حق و ، ځکه دا د خپل نظر د خپرولو قانوني لارې دي، مګر په خپل سر خلکو ته جزا ورکول جرم او افراط دی.

 که یو څوک ډاکتر نه وي او خلکو ته دواګانې ورکوي، د قانون خلاف عمل تر سره کوي. که یو څوک له ملایي خبر نه وي خو امامت کوي، عمل یې د منلو نه دی. که څوک د مالیې مامور نه وي او مالیه ټولوي، د نیولو جوګه دی . دغه راز که څوک په خپل سر له ځانه قاضي او مفتي او پولیس او د قانون مجري جوړوي، مجرم او خلاف کار دی چې باید سزا وویني.

 له ممتاز قادري سره وسیع خواخوږي دا ثابتوي چې په پاکستان کې د یوې واقعي مهذبې او قانونمندې ټولنې تر جوړیدو پورې لا ډیره لاره په مخ کې پاتې ده. هغه ځای چې اوس یې پاکستان بولو، سل کاله پخوا هم د پرمختللي قضایي نظام څښتن و. د پاکستان قاید او موسس محمد علي جناح پخپله یو لوی حقوقدان و. په دغسې یوه ټولنه کې چې په یوویشتمه پیړۍ کې د ممتاز قادري په جنازه کې سل زره کسان ګډون کوي، په حال ېې افسوس پکار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *