اوومه برخه
(فراه،جوین،قلعه دختر)
ب: فراهيان او زرتښتي دين:
ترمخکينيو يادو سوو ارباب انواعو او الهو را وروسته چې دلمر رب النوع پکښې ډيره مشهوره وه بل دين او آئين د زرتشت سپين تمام لخوا رامنځته سو.
په پښتو (زرتښت) ، زرا تشترا ، زرتشترسيتمه ، زرتښت سپين تمان د اويستا کتاب څښتن دی ، په ګاتونو کې چې ددې کتاب ډيره پخوانۍ برخه ده د (زراتشترا) او (زرتشتر) په نامه ياد سوی دی ، ځيني وختونه د (سپتمه = سپين تومنې) کلمه هم ورسره يوځاي سوې ده او (زرتښت سپينمان) ورڅخه جوړ سوی دی ([1]) دا دوې کلمې ځانته معنی لری ؛ زر يې د پښتو زر (طلا) په معنی او تشتر يې د (ستوري) په معنی مرکب نوم دی ،چې د (طلايې ستوري) معنی ښندي.([2])
په لرغونو آريايې متفکرينو کې زرتښت ترټولو لوی شخصيت پيژندل سوی دی ، ويل کېږې چې دحضرت مسيح ترزيږيدو ۱۵۰۰ کاله مخکي د ځيني رواياتو کې ۶۰۰ ، ۸۰۰ ، ۱۲۰۰ مخکي ترميلاد ) پوري اټکل سوی دی ، د آريانا په بلخ (بخدي) کې زيږېدلی دی ، کتاب يې اويستا (اوستا) د زردښتي دين دباورنو او مناسکو دکتاب په ډول له پنځو برخو څخه جوړ دی:
يسنا ،[3] ويسپرد ،([4]) يشتونه ([5])ونديداد ([6]) خورده اويستا([7])زرتښتي آئين موخه ، ديکتاپرستۍ او د راستۍ او نيکۍ څخه ملاتړ او د درواغو ، اهريمن (دښمن) او فساد سره مبارزه وه.
زردښت دطبيعي د الهو پرضد راپاڅېده هغه چې په کوډواو جادو ککړ سوي وه ، ترهغه يې په دې لاره کې مبارزه وکړه ، ترڅو په دې لاره کې يې سر ور کړ([8]) د زرتښت د اخلاقياتو اصل پردرې څيزونو ولاړ و:
نيک فکر کول ، نيکه وينا اونيک کړه وړه چې په اويستا يې تلفظ هومته ([9]) هوخته([10]) او هورشته([11]) بلل سوي دي.
په زرتښتي کيش کې دا هورامزاد د ټولو پيداسويو څخه درې څېزونه ډير پاک ښودل سوي دي ،لکه اور ،خاوره او اوبه ، مهمه داچې په اويستا او زرتښتيانو په رواياتو کې ځيني اشارې سته چې ښيې ، زرتښت په سيستان (فراه او هلمند) په سيموکې رالوی سوی دی او په دې ځای کې د (اوشېدن ([12]) په نوم غره کې لس کاله په يارياضت او عبادت او دطبيعت د در انه کشفولو بوخت سوی او وروسته يې دخپل دين خپرولو ته ملاتړلې ده.([13])
فردوسي په خپل شاهنامه کې ، پربلخ باندي دارجاسپ توراني حمله کې راوړي : چې داوخت (ګشتاسپ) د زر دښتي دين دخپرولو لپاره همدا سيستان ، (فراه) ، (هلمند) ته تللی و او دوه کاله يې دلته تيرکړی دي، ارجاسپ توراني ، د دې اوږدغيابت اوخلا څخه ګټه پورته کړه ، پربلخ يې حمله وکړه ، زرتښتي معبدونه ، روحانيو ن او اورتونه (آتشکدې) يې له منځه يو وړل ، دکشتاسپ مېرمن (کتايون) د پيښې پروخت په بلخ کې وه سمدستي پراس دا سپره سوه سيستان او د (فراه) سيمې ته راغلل ګرشاسپ يې د پېښې له پېښېدو خبر کړ ، فردوسي وايې:
برآمد بسي روزګاران بروی که خسرو سوي (سيستان) کرد روی که انجاکند زندو (اويستا) روا کند موبدان رابدان برګوا چو آنجارسيد آن ګران مايه شاه پذيره شدش پهلوان سپاه شنه ([14]) نيمروز آنکه دستمس نام سوار جهانديده همتای نام آباپير دستان که بودش پدر ابا مهتران وګزينان در بزابلش بردند مهمان خويش همه بنده وار ايستادند پيش از او زند ([15]) و او ستابيا موختند نشستند و آتش برافروختند([16]) |
د پورتني روايت څخه معلوميږي چې رستم او پلار يې زال چې دا وخت په فراه ، سيستان او هلمند پرغاړو استوګن وه د (کې ګشتاسپ) ښه راغلی کړی دی ، هغه چې ده بخدي ( بلخ) څخه راستون سوی و او زرتښتي دين يې منلی دی ، خو وروسته د ګشتاسپ د زوی اسفنديار جګړه درستم سره په دې هدف سوې چې رستم له خپل لمريز دين څخه نه تيرېده او زرتښتي دين نه و خوښ ، که چيري يې زرتښتي دين منلی وای حتمًا به يې د ګشتاسپ پاچاسره د ارجاسپ توراني مبارزې ته تللی وای داهم بل دليل دی چې رستم او پلار يې زال ، زردښتي دين نه دی منلی .
داچې رستم د ګشتاسپ پاچاپه خوله زرتښتي د آئين نه دی منلی دا موضوع ګرديزی په (زين الاخبار پنځمه پيړۍ) کتاب کې هم را اخيستي ده کاږي:
(( … وگشاسپ گفت : رستم از فرمان ما گردن کشېده است او رابه طاعت آر ويسته پيش من آر تا تاج وتخت به تو (اسفنديار) دهم ، پس اسفنديار به نزديک رستم رفت وچون به سرجيحون (هيرمند) برسيد ، رستم به خدمت پيش آمر چون او را بديد نماز برد وګفت : به خانه خوش امري ومن ينده ام . نزل ليکو بساحت وپيش او آورد و اسفنديار ګفت من فرمان شاه چنان است که تو يادين زردشتي بپذيري ويا بامن حرب کنی ويادست دهی تا تو رابندکنم وپيش شاه برم تاچه فرمان بود. رستم ګفت : دين زردشتي نپذيرم . که از روزګار کيومرث تابدين غايت اين دين داشتم اکنون دين ديگر نگيرم ….. (درجنگ اسفند يار شته شو … ) وچون خبر به ګشاسپ رسيد ازتخت فرود آمد وبرزمين نشست وبسيار بگريست ([17]))
ژباړه: ((اوګشتاسپ و ويل: رستم زما له فرمانه څخه سرغړونه کوي ، هغه ياپه خوښه راوله يايې لاس تړلی ترماپوري راوله ترڅو تاج او تخت تاته درکړم .([18])
اسفنديار هم رهي سو او رستم ته يې ځان ورساوه کله چې د هيرمند (هلمند سېند) غاړوته ورسېد رستم يې هرکلي ته را وړاندي سو ، کله چې يې هغه وليد لمونځ يې اداء کړ او ويې ويل ، خپل کورته ښه راغلې ، زه دي خدمت کې يم نزل (ډوډۍ او خواړه) يې ورته راوړه ښه مېلمه پالنه يې وکړه ، اسفنديار ورته و ويل ، ما دپاچا فرمان راوړی هغه داچې ته بايد زرتښتي دين ومنې ، يازما سره وجنګيږي او ياپه خپله خوښه لاس نيولی راسره ولاړ سي او پاچاته دي بوزم بيا پاچا پوهيږي چې څه فرمان ورکوي.
دوستم و ويل: زرتښتي دين نه منم ، له کيومرثه تردې وخته چې کوم دين (لمر لمانځنه) لرم اوس بل دين نه قبلوم … د دواړو ترمنځ جګړه پيل سوه ، اسفنديار و وژل سو، کله چې د (اسفنديار) دمرګ خبر ګشتاسپ ته ورسېدي ، له تخته راکښته سو او پرځمکه کښېښت او ډېر يې وژړل )) له دې څخه معلوميږي چې زرتښتي دين د ميترا (لمرنځانځې) پر ځای په اسانۍ سره نه دی خپور سوی ، په وروسته کې يې خپور سوی دی ، د زرتښتي آئين دلمانځلو بېلګي په فــــــراه ، هلمند او زرنج کې د تاريخ سيستاني په حواله ليد لای سو ،لکه: په کال ۵۱ ([19]) هجري کې چې کله زرتښتيان د اسلامی لښکرو ته غلبې لاندي راغلل او دعبيدالله بن ابي بکر په مشرۍ حقه چې دخلافت له دربار څخه ورته فرمان راغلی و : ((همه هير ([20]) بدان رابکشد و آتش گاهای گبر گان ([21])برافګند د فراه ، هلمند او زرنج ، زرتښتيانو دشکايت ږغ پورته کړ او اعتراض يې ځواب راغی : ((جواب آمد که بنايد که ايشان معابدند و آن معبد جای شان است ، وايشان ميگويند که ماخدای پرستيم واين آشت مانه ، راکه داريم و خرشيد (خورشيد) راکه داريم که شما محراب داريد وخانه معکر ، رانيز ، کنشت ، است و ترسايان راکليسا وگبرگان را آتشگاه چون همه معاندند ، ميان ميان معبد جاينشان (چه فرق کنم ) .. ونيز دوست ندارند (برکندن) چيزي وجای که ديرينه گردد([22])
ژباړه: نه بايد داسي وکړئ ، دامعبدونه يې ځای دی او دوی وايې چې موږ ديوان الله جل جلاله عبادت کوو ، کوم چې اور تون او خورشيد ([23])مذهب (محمد لمانځته) ځايونه چې په دې معنی نه دی چې موږ هغه لمانځو کې د دې لپاره يې لرو چې تاسو محراب او مکه مکرمه لري ، که پرخپل حال پاته سي ښه به وي ، نړول يې اړين نه بريښي ، داچې جهودان ([24]) له ځانه کنشت ([25]) ترساياين ([26])کليسا او گبرګان (زرتشتيا) اورتون لري ټول په دې عقيده لري چي پخپلو پخواني معبدونو کې به ديوه الله جل جلاله عبادت کوي، څه فرق کوي … هغه ځايونه چې پخوانۍ مخينه لري ، نړول يې دوی نه خوښوي .))په دې عبارت کې دميترا پرستۍ ټول معابد ياد سوی دي.
راتلونکی سرلیک : فراه ته داسلام سپيڅلي دین راتګ
اخځلیک او لمنلیک :
- [1]ــ استاد کهزاد ، د افغانستان پخواني تاريخ ، دوهم ټوګ، ۲۲۶ مخ.
- [1]ــ کانديد اکاډميسن ، محمد اعظم سيستاني ، جشن نوروز ومنزلت آن درميان ملل آريايې ، ۱۳۹۰ شمسي ، ۱۲۱ مخ.
- [1]ــ Yasna.
- [1]ــ Vesprad.
- [1]ــ Ustavad:
- [1]ـ Vendidadچې په Videavodalaa.
- [1]ــ Xortakavistak.
- [1]ــ کانديد اکاډميسن ، سيستاني ، مخکنی اثر . ۱۲۴ مخ.
- [1]ــ Humtah.
- [1]ــ Hukhtah.
- [1]ــ Hurstah.
- [1]ــ Ushidar na.
- [1]ــ سيستاني ، مخکينی اثر. ۱۳۴.
- [1]ــ شه ، دشاه لنډيز بڼه ده. (وګورئ دهخدالغت نامه).
- [1]ــ زند : Zand ، پهلوي کلمه ده ، د اويستا شرح ، تفصيل ، بيان او تفسير يا ريڼاوي ته وايې، داد اويستا هغه پهلوي ، ژباړه ده چې د ساسانيانو په وخت کې ترسره سوې ده ۴۴۱ ميلادي .وګورئ ، فرهنګ عميد ، يک جلدي، ۶۹۲ مخ ، امير کبير چاپ).
- [1]ــ ابوالقاسم ، فردوسي ، شاهنامه ، زائر ، (آدينه سبز، چاپ دوم ، ۱۳۸۹ شمسي ، ۲۷۶ مخ).
- [1]ــ ابوسعيد ، عبدالحی ، بن ضحاک بن محمود ګرديزي ، زين الاخبار ، به اهتمام ، رضا زاده ملک ، چاپ اول دانشګاه تهران ، ۱۳۸۴ شمسي ، ۷۸ مخ.
- جیحون . [ ج َ / ج ِ ] (اِ) رود. رودخانه . (فرهنگ فارسی معین ).
- [1]ــ دې موضوع کې اشاره د ا سفنديار خپګان ته ده هغه چې دپلار پرې خپه و چې ولي نور پاچهي ده ته نه سپاري (وګورئ ګرديزي ، زين الخبار ، ۷۷ ، ـــ ۷۹ مخونه ).
- [1]ــ سرليک : آمدن عبيدالله ، ابي بکره سيستان اندرسنه احدي وخمسين(۵۱ هجری).
- [1]ــ د زرتښتي ، مشرانو لقب و ، ويل کېږې چې اصل يې (ايربد) دی.
- [1]ــ دگبر جمع ده ، گبر زرتښتي پيرو او معتقد ته ويل کوږي ، دانوم تراسلام وروسته پر زرښتيانو اطلاق سوې ده (وګورئ فرهنګ عميد ، ۱۰۰۰ مخ .
- [1]ــ تاريخ ، سيستان ، تصحيح ملک شعراء بهار ، چاپ کابل ، ۱۳۶۶ ، ۹۲ ــ ۹۳ مخونه.
- [1]ـ زرتښتي مغانو او موبدانو چې تر دامهاله يې هم دلرغونونو آريايې اديانو شره پټ تړاو درلود ، دميتر (لمر) خورشيد لمانځته يې هم په زرتښتی دين کې د يوه مذهب په توګه و اضاله کړ (سيستاني).
- [1]ــ Jahut پهلوي کلمه ده ، يهود او يهودي ته وايې (فرهنګ عميد).
- [1]ــ کنشت يهودي ، معبد.
- [1]ــ Tarsak مسيحي او عيسوي مذهب مفرديې ترسارې.
- ————————————–
- د لیکوال نورې لیکتې