پاکستان د لومړي ځل لپاره منلې ده د طالبانو رهبران پدغه هېواد کې اوسېږي او دوی پرې پوره نفوذ لري. د پاکستان د لومړي وزیر مشاور، سرتاج عزیز په واشنګټن کې ویلي، د طالبانو رهبران او کورنۍ په پاکستان کې اوسېږي. دوی او کورنۍ یې د پاکستان له روغتیايي خدماتو څخه برخمن دي. که خبرو ته حاضر نشول، نو پاکستان به له خپل نفوذ څخه کار واخلي او دغه ډله به د سولې خبرو ته حاضره کړي.
د پاکستان اهداف
د تېرو پنځه لسو کلونو په اوږدو کې افغان چارواکو تل ټینګار کړی چې طالب د ډيورنډ کرښې هغې غاړې کې پټنځایونه او روزنځایونه لري. د کوټې او پېښور شورا د کرښې هغې غاړې فعالې دي او طالب مشران د پاکستان په امنو سیمو کې ژوند کوي. خو نه یوازې د پاکستاني چارواکو لخوا دغه ادعاوې رد شوې وې، بلکې د امریکا په مشرۍ ناټو هم د افغان حکومت دغو ادعاوو ته هېڅ ډول پاملرنه نه کوله.
دا چې اوس مهال سرتاج عزیز منلې ده چې طالب مشران او د دوی کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي، دوه دلیله درلودای شي.
لومړی، په وروستیو کې وسله والو طالبانو خپلې هڅې زیاتې کړي، څو د پاکستان له نفوذ څخه بهر شي. د قطر دفتر فعالېدو سربېره، طالبانو له روسیې سره اړیکې ټینګې کړي او د امریکايي چارواکو په وینا، طالب جنګیالي د روسي پوځيانو له خوا په تاجکستان کې روزل کېږي. همداراز د روسیې او طالبانو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو له شریکولو هم پرده پورته شوې ده. له روسیې سربېره، ایران هغه هېواد دی چې له طالبانو په ملاتړ تورن دی. د طالبانو دغه هڅې د دې لپاره دي څو د پاکستان له فشار څخه ځانونه څنډې ته کړي.
له بلې خوا د هلمند ځینو سیمو په نیول کېدو سره دا احتمال مطرح دی چې طالبان به د کوټې شورا د هلمند شمالي سیمو ته ولېږدوي او لدې لارې به له پاکستان څخه مستقل شي. دغو دلایلو ته په کتو یو شمېر کتوونکي پدې باور دي چې پاکستان پدغه اعلان سره غواړي، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته ثابته کړي چې طالبان د دوی تر بشپړ نفوذ لاندې دي او د طالبانو پر سر باید له پاکستان سره خبرې وشي. پاکستان غواړي د طالبانو له لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي چې دغه اعلان کولای شي له پاکستان سره معاملې ته زمینه برابره کړي.
دویم، د پاکستان د لومړي وزیر او د ملي امنیت سلاکار پداسې حال کې، په پاکستان کې د طالبانو د رهبرانو او د دوی د کورنیو موجودیت منلی دی چې نوموړی له امریکايي چارواکو سره د اسلاماباد او واشنګټن ترمنځ په ستراتیژيکو خبرو اترو بوخت و. لدې وړاندې امریکا پر پاکستان فشارونه زیات کړي وو، څو د ترهګرۍ له ملاتړ څخه لاس پر سر شي، د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي او د ټولو وسله والو مخالفینو او ترهګرو پر وړاندې یو ډول چلند وکړي.
بل لور ته د امریکا لخوا پر پاکستان د اتو اف-۱۶ الوتکو پلورل د هند له غبرګون سره مخ شوي او په واشنګټن کې هندي لابیانو د دغې معاملې پر ضد هڅې پیل کړې دي. پاکستان د دې لپاره چې وتوانېږي له یوې خوا، د پاکستان مرستې ترلاسه کړي، له بلې خوا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې کې خپله ريښتنولي ثابته کړي او همداراز د هند د مخالفتونه مخه ډب کړي؛ منلې ده چې طالبان د دوی په کنټرول کې دي او د سولې خبرو ته به یې حاضر کړي.
په دواړو حالاتو کې پاکستان د خپلو ګټو د ټينګښت په لټه کې دی.
د افغان حکومت موقف
افغان حکومت له پیله پر دې ټينګار درلود چې د وسله والو طالبانو د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسېږي. له همدې امله ولسمشر اشرف غني له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو پر ځای، له پاکستان سره خبرو ته ارجحیت ورکړ او دغه هېواد ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې د پاکستان د پوځ دروازه وټکوله.
د یوه کال په تېرېدو، د افغان حکومت د دریځ حقانیت ثابت شو. ضرورت دا دی چې افغان حکومت له رامنځته کړی شوې سیمه ییزې او نړيوالې اجماع څخه په استفادې پر پاکستان فشار راوړي، څو وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
باور دا دی چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو تشدید او پر پاکستان د فشار راوړلو په موخه د سیمې او نړۍ له قدرتومنو هيوادونو څخه استفاده کولای شي، یو ګام بل مو هم د سولې خبرو ته نږدې کړي او پدې تمامه شي چې په راتلونکو ورځو کې، د افغان حکومت او طالبانو باصلاحیته استازو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.