په هر ځل ټاکنو کې نوماندانو په سر کې له ځوانانو سره د هر ډول مرستو ټټر ډبولی، خو کله چې نوماند بریالی شوی، بیا یې ځوانانو ته پام نه دی کړی.
خو اوس بیا هم د راتلوونکي پارلماني ټاکنو لپاره ځیني احتمالي نوماندان شته، چې له اوسه یې غیر مستقیم کمپاین پیل کړی، چې په یوه او بل نوم ځوانانو ته د خدمت کولو ژمنې کوي.
دا ځل چې ګورو د تیرو په پرتله په احتمالي نوماندانو کې ځوانان ډير ترسترګو کیږي او د نوي ملي وحدت حکومت ټینګار او تکیه هم تر ډيره په ځوانانو ده، خلک هم داسې انګیري، چې ځوان کولی شي په ټولنه کې د هر ډول ستونزو د حل لامل وګرځي.
ویل کیږي، چې دا پروسه هغه وخت بریالی کیدای شي، چې کله د ځوانانو ونډه پکې زیاته وي، خو ځوانان بیا دا ګډون د دوی غوښتنو ته د مثبت ځواب ویلو او په عمل کې ثابتولو شرط پورې تړي.
ډير پدې نظر دي، چې ځوان ځوانه انرژي او ښه حوصله لري او بله دا چې پدې وروستیو کې ډیری ځوانان په بهرنیو ملکونو کې زده کړې کړي او له هغو یې تجربې زده کړي نو ځکه یې دا ځل ټاکنو کې خپل ګډون اړین بللی او بله دا چې ډيری ځوانان پدې اند دي، چې کله ځوان ته کار وشي، نو بیا کیدای شي، چې د هیواد راتلوونکی هم پرمختګ وکړي، خو په څنګ د مشرانو نیکو مشورو شتون لازم او ملزوم ګڼي.
خلک وایې، چې د پارلمان تیرو دورو وکیلانو هم کار کړی او د اوسني زمانې د ښه استعداد لرونکو ځوانانو علت تر ډيره دوی بلل شوي.
نن مونږ وینو، چې تنکی ځوان به وي، خو په یوه خاصه رشته کې به یې ماسټره یا هم دوکتوره اخیستی وي.
خو دوی وایې، چې دا کسان تر ډيره بیا هغه څوک دي، چې په یو نه یو ډول یې له دوی ( وکیلانو) سره اړیکې درلودې.
ما ته مې یوه ملګري خبره کوله، چې تازه دمه له دولسم ټولګي فارغ وه او د لیسانس زده کړې لپاره ورته د ترکیې بورس چانس برابر شوی وو.
د ده په خبره، چې کار یې ترهغه وخته پورې سم روان وه چې کله دی په خپله په خپل کار پسې روان وه، خو کله یې چې د باقي کارونو یا هم پدې تمه چې کار یې ورته زر خلاص شي، یو وکیل ته ورغی له هغې وروسته نه یوازې دا چې کار یې خلاص نشو، بلکه د بورس چانس یې هم له لاسه ورکړ.
دی اوس وایې، چې نه پوهیږي دا بورس کومې بلا ترې وخوړ، وکیل په یوه او بله بهانه ځان ترې خلاص کړ او بس.
دا ځوان ښه بااستعداده ځوان دی، که چیرې ده په ترکیه کې زده کړې کړې وای، باوري یم، چې د خپل هیواد لپاره به ډیر په ګټه تمام شوی وای، خو زه نه پوهیږم او نه هم دی، چې له هغه وروسته چې وکیل صاحب یې خبر کړ، د بورس چانس یې ولې وسوځيده ؟
نو خبره دلته معلومه شوه، چې د فساد په تیر اور کې تر ډیره د ځوانانو حقونه سوځيدلي او هغه چا باندې سړې اوبه تویې شوي، چې نه خبر، نه هوښیار او نه تکړه وه.
که څه هم دا ( په رشوت، واسطو لیږل شوي ځوانان ) هم افغانان دي او د هیواد لپاره په ګټه تمامیدای شي، خو ګیله پدې ځای کې پیدا کیږي، چې د پخوانیو وکیلانو لخوا ډيری لیږل شوي، په دندو ګمارل شوي او ستایل شوي ځوانانو بیا په خپله برخه کې بریالي نه دي راوتلي.
نو اوس؛ ځکه ځينې خلک له راتلوونکو نوماندانو دا کلکه ژمنه غواړي، چې خدمت یې متوازن خاصیت ولري، یوازې د خپل ملګري او خپلوانو لپاره لګیا نه اوسي.
نو ځيني ځوانان؛ له راتلوونکي نوماندانو او احتمالي وکیلانو له اوسه دا غوښتنه لري، چې ځانونه باید د ټولنې رښتنې استازې وګڼي او رښتنۍ استازی هغه وخت ټاکل کیږي، چې کله خلک هغه څوک غوره کړي، څوک چې له امتیازه پرته د خدمت کولو ټټر ووهي.
ډيرو ویلي، چې ځينو ته یې کار کړی، ټاکنیز کمپیاینونه یې ورته چلولي، رایې یې ورته راټولې کړي، کله چې بریالي شوی، نو دی یې هیر کړی او علت یې هم په ده یې د رایې خرڅول په ګوته کړي.
نو نن سبا ځوانان دا وایي، چې دوی به هغه ته رایه نه ورکوي، چې د رایې په سر امتیاز ورکوي، رایه به هغه ته نه روکوي، چې له ټاکنو مخکې بې مؤوجبه دستراخوان یې له خوراکونو ډک وي، نو رایه به هغه ته نه ورکوي، چې ځان پسې د دروغو ملاتړو ګلې جوړې کړي وي.
رایه به هغه ته ورکوي، چې سم کاري پلان ولري، د خدمت رښتنۍ تږۍ وي او پرته له امتیازه د رایې غوښتنه وکړي او د خلکو لخوا د دوی په خوښه له اوله انتخاب شوی وي.
ډيره پر ځای ليکنه مو کړی کريمزی صاحب تاسو څخه ډيره مننه ،اما زه ځوا نانو ته وايم چی لطفا دی مهربانی وکړی او په يوه قوی سياسی هغه سازمان کی ځانونه تنظيم کړی چی دښی برنامی ، تګلاری اودوطن دپرمختګ پلانونه ولری سر متحد شی .
دبری يوازينی لاره همداده چی خپل غږ ديوه سازمان څخه راپورته کړی چی دشاه له لوری ټولنيزه تکيه اومدافعه ولری ،په يوازی توب دهيچا هيڅ لاس ته نه راځی ،ځکه زمونږ دپارلمان اوددولت ټيکه دارانو دومره پيسی غلا کړی چی هر سړی په پيسو رانيسی،نو ددی غلو په وړاندی بايد سره يو شو اوخپل هيواد ته نجات ورکړو.ګرانوځوانو داسی سياسی ګوندونه ډيردی دنمونی په توګه تاسوته وړانديز کوم چی( دخلکو ملی ترقی ګوند) ته دولس غږ اودملی پيام د سايټونو له لاری ځانونه معرفی کړی،.په دی کی ستاسو اودهيواد ګډی ګټی نغښتی دی. .کامياب اوسي
کریمزی صیب سلامونه
زموږ لوستي او نا لوستي ټول ځوانان د لنډغرو میلونرانو په ولکه کې دی ، د قوم د ټیکدارانو په ولکه کې دی ، موږ یو ملت نه یو ، موږ دلته په ډلو ، ټپلو ، ویشل شوی یو ، دلته هر سړی په خپل غم اخته دی همدا ده چې ځوانان دیر زر غلطیږی ، اعتبار کوی او په تشو وعدو پسې روان وی .