سريزه: له هغه مهاله راهيسې،چې دځمکې پر مخ انسان پنځېدلى،نو هڅاند او پلټونکي بشردطبيعت له ربړواو کړاوونو سره په خورا نره او ستړياوتې توګه مبارزه کړې،څود طبيعت له ناخوالو،ستونزو او کړاوونو څخه د ژغوراوي او خلاصون په موخه د هغه له غني اوبډايه طبيعي سرچينو او شتمنو زېرمو څخه د خپل ژوند او ژواک د هوساينې اوسوکالۍ لپاره کار واخلي. د پينۍ سترپنځيال انسان اشرف المخلوقات پيدا کړى. د کايناتو خالق انسان ته يوه لويه پېرزوينه ډالې کړې،چې دا ستره لورېينه عقل دى.
هو! همدا ګرانبيه سوغات (عقل) دى،چې انسان ته يې پر حيوان فوقيت او لوړاوى ورکړى دى.د انسان په فطرت کې عقل، شعور، پوهه،درک، عواطف، ښېګڼې،بدګڼې او ټول منفي او مثبت بشري احساسات د انسانيت هغه لوړ او اوچت ارزښتونه،خويونه او ځانګړتياوې دي،چې د دۀ (انسان ) په وجود او خلقت کې اخښل شوي دي.
نو پرهمدې توسن ويلاى شو،چې انسان يو ټولنيز موجود دى.دانسان د همدغو ټولنيزوځانګړتياوواوڅرنګتياوو په پايله کې د ځمکې پر مخ کورنۍ، قومونه، ټبرونه، توکمونه او ملتونه رامنځ ته شوي،چې انساني اوبشري ژوندون ددغه پراخ ټولنيزاوډون اوګډون په ترڅ کې دنړۍ پرمخ دتاريخ په بېلا، بېلو زماني واټنو او پړاوونو کې لوى _لوى مدنيتونه او هڅوبونه منځ ته راغلي دي.
همدغو تمدنونوپه خپله اډانه کې بې ساري تاريخي، ټولنيز،سياسي،اقتصادي،فلسفي،کلتوري،هنري،ادبي اوداسې نور… دودونه او ارزښتونه ترشا پرېښي،چې اوسمهال د بشري تاريخ د پېژندګلوۍ ځلانده بېلګې او مثالونه دي،او پر دې سربېره د اوسنۍ مترقي اوپرمختللې نړۍ لپاره د لارې بل مشال په توګه مطرح،د بحث، څېړنې اوتحقيق وړ دي. دا زماني او مکاني مدنيتون دتاريخ په بېلا،بېلو پړاوونوکې زموږ په دغه خاورينه نړۍ کې رادې بره شوي اودعروج تر هسکه په خورا برم او پرتم سره رسيدلي. د يوناني او رومي نومياليو تمدنونو تر څنګ يوهم اريايي مدنيت دى،چې تر دامهاله يې تاريخپوهان او لرغونپوهان د څېړنې او تحقيق په ډګرکې بوخت ساتلي اوداد پلټنې اوګروېږنې لړۍ به ترډېره همدا شان روانه وي.
د نوي کال (نوروز) شاليد:
د خپلې ليکنې په پيلامه کې غواړم، دا خبره ياده کړم،چې د ستورپېژندنې ( نجومي ) څېړنو _ پلټنواو په ځانګړې توګه د کليزو،مياشتو، ورځو او په ساعتونو باندې پوهېدا او منځ ته راو ړنې نوښت د يوشمېر نورو پوهنيزو څانګو په څېر په ختيځ کې شوى دى. تاريخي ﻻسوندونه ښيي،چې د ورځو وېش لومړنۍ هڅه د نيل سيند پرشاوخوا د لرغونو مصريانواو بياد دجلې او فرات سيندونو ترمنځ اوسيدونکو له لوري شوې ده.په لرغوني چين،پخواني هند اولرغونو آريايانو کې هم د څېړنو دالړۍ بشپړه شوې او ساتل شوې ده، خوپه دې ډله کې مصريان تر نورو هغو مخکښ وو.
لرغونو مصريانو په لومړيو کې نجوم پوهنه د سحر،جادواو کوډې په توګه کاروله، د همدې انګېرنې پربنسټ د ورځو، مياشتواو کلونو پېژندنه د نجوميانو( ستورپېژاندو) اوساحرانودنده ګڼل کېده، خو وروسته دا دنده د نورو سحري بوختياوو څخه بېله شوه او د دربار په چارو کې يې زيات ارزښت او اهميت پيدا کړ. نجوميانو لومړى ځل ورځ په لسوبرخويا ساعتونو ووېشله او پرهغه سربېره يې، يوساعت د لمر ختو اوبل ساعت يې د لمر لوېدو مهال ته ور بېل کړاو بيايې شپه هم د ورځې سره برابره وګڼله، په دې ډول يوه شپه او ورځ څلېرويشت برخې ياساعته ومنل شوه.
د ورځو د وېش وروسته دکال د پېژندنې خبره را منځ ته شوې او بيا د کال په وېش کې د مياشتو ونډې ته پام شوى دى.څرګنده خبره ده، چې د دې وېشونو او دهغو د پېژندنې لړۍ په ناببره توګه نه بلکې د پېړيو_ پېړيو پرله پسې هڅواو زيار پايله وه،چې د خپل مهال اړوند ټولو انسانانوته د منلواو پاللو وړکليز جوړشي. په نړۍ کې زيات شمېر کليزونه د ولسونواو ټولنوله لوري کارول کېږي.يو شمېرداکليزونه ډېر نيمګړې او ابتدايي او يوشمېرنور يې بيا پرمختللي او هراړخېز دي.د بېلګې په ډول د هندوستان په هغوسيموکې،چې ﻻ تر اوسه په ټولنيز وېش کې د کاسټ سېسټم واکمن دى،د يو شمېر انساني ډلو له خوا داسې کليزونه کارول کېږي، چې د شمېر واحد يې شپه ده.هغوى،چې د ورځې په ښارونو او کليو کې دګرځېدو را ګرځېدو حق نه لري، هغوى د خپل کليزد شمېر لپاره شپه غوره کړې ده، چې منظم وېش او اوډون نه لري اوياد (انديمان) په وګړو کې،چې د مهالونو وېش يې د هغه قوم د مشرله خوا کېږي او د واکمنۍ، زور او ځواک حدود يې د نورو مشرانو په انډول زيات وي. په دې ډول نورې کليزونه هم شته، چې د وروسته پاتې ټولنو له خوا کارول کېږي. خوپه پرمختللوکې هېوادونو کې بشپړې شوي او دشمېرله مخې په پوره ځيرتيا تنظيم شوې کليزونه شته،چې ترټولو نامتو يې د زېږديزې (ميلادي)، عِبريزي ( يهودي )،زردشتيزي (اهورايي)،لمريزي ( شمسي)، سپوږميزي (قمري) او کنفيسيزي ( چيني ) په نومونو ياديږي.
د يادو شويو کليزونو په پيل،منځ او پاى کې د ورځو او مياشتو وېش يو له بله توپير لري. يوشمېر يې د کال څلورو فصلونو ته په پام سره تنظيم شوي او يوشمېريې دځانګړو پېښوپه تړاو پيل شوې دي.
١_ زېږديزه(ميلادي) کليز: دا کليزپه زياته کچه د حضرت عيسى(ع ) د لارويانو له خوا کارول کېږي. د يو شمېر کسانو په باور دا کليز د نوموړي د زېږېدا څخه پيل شوى دى.په شپاړسمه پېړۍ کې دې کليز بدلون وموند.(د ګريګورين او جولين د کلنۍ شمېرو اوښتون) زېږديز کال ټولټال دوولس مياشتې لري،چې د پيل مياشت يې د جنوري په نوم ياديږي.د ټول کال د ورځو شمېره يې (٣٦٥) ته رسيږي.دا کليزپه زياتو هېوادونواو په ځانګړې توګه هغه،چې وګړي يې د عيسوي دين پلويان دي، په زياته کچه کارول کېږي.
٢_ عِبري (يهودي)کليز: دا کليز د وولس مياشتې لري اود ورځو شمېره يې (٣٦٤) ته رسيږي.عبري نوى کال د سپټمبرپه (٢٣) مه نېټه پيليږي.د عبري کليزکاروونکي په دې اند دي،چې د دې کال پيل د حضرت آدم (ع) او بي بي حوا د پيدايښت څخه پيليږي. دامهال يې د کلونو شمېره (٥٧٧٢) دويم کال ته رسيږي. د عبري کال لومړۍ ورځ د هشانا( پيدايښت ) د جشن تر سرليک ﻻندې د عبادتونو په ترڅ کې لمانځل کېږي.
٣_ زردشتي ( اهورامزدا) کليز: په زردشتي کليز کې ټولې مياشتې (٣٠) ورځې دي او هره ورځ بېل نوم لري،چې زردشتيان يې په اورېدا پوهېږي،چې د مياشتې کومه نېټه ده.د هرې مياشتې لومړۍ ورځ اورمزد (اهورامزدا)، لسمه نېټه ايان (اوبه) ، شلمه ورځ وهرام ( برياليتوب) او دېرشمه ورځ انارام (سپېڅلې رڼا) په نومونو يادوي.دا کال د زردشت د سپېڅلتيا د پيل څخه حساب شوى دى،چې دامهال يې د کلونو شمېره (٢٥٤٢) څلورم کال ته رسيږي.
٤_کنفيسيوس ( چيني ) کليز:په چين کې د (٢٦٠٠) کاله را په دې خوا يوکليز معمول دى،چې د پېړۍ پرځاى (٦٠) شپېتۀ کلونه لري،او(٥) پېنځه ځله (١٢) کلنى پړاو يې بشپړ مهال ته رسوي.هرکال يې د يوۀ پېژندل شوي حيوان په نوم ياديږي. هرکال دوولس مياشتې لري او د شمېر له مخې د هرې مياشتې ورځې د بلې مياشتې سره ورته نه دي.ددې کليز پيل د کنفيسيوس له دين او قانون سره تړاو لري .
٥_ لېږديزسپوږميز(هجري قمري) کليز: دا کليز د لمريزې په څېر د حضرت محمد(ص) د هجرت له مهاله پيليږي.د سپوږميزکليزاولمريز کليز کلونو د شمېرې ترمنځ توپير د سپوږمۍ او لمر په بدلون کې دى.دا کليز دوولس مياشتې لري،او دورځو شمېره يې د لمريز کليز په پرتله لږ ده.د کال پيل يې د مرغومي (جدي) مياشتې د لومړۍ نېټې څخه پيليږي او کال يې په ټوليزه توګه (٣٦٥) ورځې لري.
٦_ لېږديز لمريز(هجري شمسي )کليز: لېږديز لمريزکال،چې هجري شمسي کال هم ورته وايي، د حضرت رسول اکرم (ص) له مکې معظمې څخه مدينې منورې ته د هجرت څخه پيليږي.د لمريز کال لومړۍ مياشت د وري (حمل) په نوم ياديږي او ددې مياشتې لومړۍ ورځې ته ( نوروز) وايي،چې د زېږديز کال دمارچ مياشتې له (٢١) مې نېټې سمون لري.کال يې څلور فصله دى اوهرفصل يې (٣) مياشتې لري،چې په ټوليزډول دوولس مياشتې کېږي او ټول کال يې (٣٦٥) ورځې دى.د يادؤنې وړ ده،چې لوى (کبيسه ) کال يې (٣٦٦) ورځې او(٦) شپږ ساعته لري.په افغانستان کې لمريزکال د کارونې تر ټولو پخواني لاسوندونه هغه بانک نوټونه (کاغذي پيسې ) دي،چې داعليحضرت امان الله خان د پيل (١٢٩٨) لمريزکال پرمهال خپارۀ شوي او کارول شوي دي .(يادؤنه:له بده مرغه دلته هغه فرمان يا حُکم،چې د لېږديز سپوږميز کليز پرځاى ليږديز لمريز کليز د دود او مراعات کولو په اړه وي،د لاسوند په توګه وړاندې نه شو.) په داسې حال کې،چې ښايي په ايران کې لېږديزلمريز کال په (١٣٠٠) لېږديز سپوږميزکال معمول شوى ،چې د مېرزا عبدالغفار خان نجم الدوله ( ١٢٥٩_ ١٣٢٦لېږديزسپوږميز ) په نوښت منځ ته راغلى او معمول شوى دى.دلمريزکليز يوه ستره ځانګړتيا داده،چې د کال موسمونه يې زموږ په هېواد او د نړۍ په زياتوسيمو کې د طبيعت سره سمون لري.دا کال هغه مهال پيليږي،چې په طبيعت کې د زېږد او ودې يون پيليږي.د دې کليزلومړى موسم د پسرلي په نوم ياديږي،چې د طبيعت په بېلا،بېلو برخوکې د بدلون نښانې څرګنديږي.تر درېيو مياشتو وروسته د اوړي (دوبي ) موسم پيليږي،چې دپسرلي په موسم کې ټوکېدلي ټول ژوي اونباتات د پخېدا او رسېدا پړاو ته رسيږي. د اوړي تر درې مياشتني مهال وروسته د مني موسم پيل شي،چې په دغه موسم کې د ونو پاڼي ژېړې او توييږي،ځکه خو ځينې ورته (پاڼرېژ) هم وايي.
د مني موسم ته ټول ژوي، نباتات، غرونه او رغونه د ژمي را رسېدا د پيلامې په سترګه ګوري. او د لمريز کال وروستنى موسم ژمى دى،چې درې مياشتې د طبيعت هوساينه او استراحت دى او د نوي کال د پيل تيارى هم ګڼل کېږي.په داسې حال کې،چې جنوري مياشت د زېږديز کال د پيل مياشت ده او هغه مهال د ژمي د فصل پيل وي. همدا شان د عبري کال پيل هم د سپټمبر څخه پيليږي.خولېږديز سپوږميز کال په بېلا،بېلومياشتو کې پيليږي،ځکه سپوږميز کال د سپوږمۍ سره اړوند دى،اود سپوږميز کال په حساب مياشت کميږي او ډېريږي او په همدې ډول سره نور کليزونه … د لېږديز لمريزکال دپيل لومړۍ ورځ ( نوروز ) په افغانستان کې د ډېرې مودې راهيسې لمانځل کېږي.په لرغونو او تاريخي لاسوندونو لکه اوستايي متون ( بايد وويل شي،چې په ځانګړې توګه د نوروز نوم او داړوند جشنونو په اړه اوستايي لاسوند نشته،خود مذهبي ويناوو پرمهال يې يادؤنه شوې ده.)د منځنۍ پېړۍ په نامتو تاريخي نښيزونو( اثارو) لکه : تحقيق ماللهند او په ځانګړي ډول د(منطقة البروج او التفهيم فى صناعة التنجيم ) د (ابوريحان البيروني اثر) ، زين الاخبار( د عبدالحى ابن ضحاک ګردېزي اثر) ، حدودالعالم من المشرق المغرب ( ليکوال : ناڅرګند) وزيات شمېرنورو تاريخي متونو کې يې يادؤنه شوې ده. د نوروز د مېلو يوترټولو نامتو جشن په اوستايي متونو کې د( سامانه ) په نوم يادشوى دى.دا جشن د پسرلي د لرغونو مېلو يوه بېلګه ده.په دې مېله کې،چې د نوروز په ورځ به پيل کېده،آريايي وګړو( نارينه،ښځينه،ځوانانو،کوچنيانو او ماشومانو) په کې ګډون کاوۀ. هرلور ته به ټنګ ټکور او ګډاتڼونه کېدل،نيزه لوبه، وزلوبه،پهلواني،ډبره اچونه، ځغاسته او بېلا،بېلې لوبې او وختتېرۍ په کېدې.د هغه مهال دود تراوسه هم د افغانستان په ولسونو کې د کال لومړۍ ورځې د ( نوروز جشن ) په نوم پرځاى پاتې دى.دا جشن د تاريخ په اوږدو کې د افغان واکمنو له خوا د بزګر جشن په نوم ياد شوى،ځکه،چې دا ورځ د کروندګرو او بزګرو د هڅونې او ستاينې يوه ترټولو ښه او غوره لار وه او ده.زموږ په نړۍ داسيا په لويه وچه،منځنۍ اسيا،د يوشمېرسوېل لوېديځې اسياپه هېوادونواوپه ځانګړي ډول زموږ په سيمه اوپه تېره بياپه ګران هېواد تاريخي افغانستان کې نوى کال (نوروز) خورا لرغونې مخينه لري.دتاريخپوهانو په وينا د نوروز جشن د آريايانو او زردشتيانو په وخت کې لمانځل شوى او د نوروز لپاره د نيروز،نو روج ، مهرجان يا مهرګان کلېمې هم کارول شوې دي .
د نوي کال ( نوروز) په اړه د فردوسي شاهنامې په حواله د اوستا کتاب د( تدوين ) په لومړۍ برخه کې راغلي،چې نوروز له ميلاد څخه ( ٢،٥_ ٣،٥) کاله پخوا د آريايي پېر د افسانوي شخصيت او پاچا يما(جمشېد) له خواد لومړي ځل لپاره په بلخ کې لمانځل شوى دى.د ( اوستاکتاب د پېړيو_ پېړيو په موده کې تدوين او چمتو شوى دى، چې ټول تاريخپوهان پرې امنا دي.) دغه راز د سرۀ ګل مېله د يما(جمشېد) باچا د واکمنۍ پر مهال په بلخ يا لرغونې بُخدي کې لمانځل کېده. هغه مهال په دغه هېوادکې ( ويدي ) مدنيت خپور ؤ،چې دې پېر ته مخزېږدي (ماقبل التاريخ ) هم وايي. د ځينو لرغونپوهانو پر وينا د نوي کال ( نوروز) جشن آريايانو په وړاندې له دوو جشنونو څخه يوهغه ؤ،ځکه پخوانيو آريايانو د کال دوه فصلونه (اوړى او ژمى ) درلودل،چې بيا وروسته يو کال په څلورو (٤) موسمونو ووېشل شو. يما( جمشېد) افسانوي شخصيت او باچا د طهمورث زوى د لرغونې آريانا د پېشدادي شاهانود لړۍ څلورم ټولواک ؤ.هغه مهال د نوروز په اړه بېلا،بېل اندونه موجود وو.
نوروز د جمشېد په زمانه کې د برکت سمبول ګڼل شوى او پراهريمن (بدۍ) استازي له بري وروسته وياړ نوروز ته اړوند دى او په دې اند دي،چې د نوموړي د برياليتوب وروسته د ځمکې مخ ته برکت راغلى دى.تاريخپوهان د نوروز جشن جوړونې،لمانځنې، پالنې او دخلکوپه منځ کې د پاتې کېدنې په اړه لاندې دليلونه راوړي: په دې ورځ کيومرث زېږېدلى، پېشدادي هوشنګ په همدې ورځ پيدا شوى،تهمورث په همدې ورځ پردېوانوبريالى شوى،فريدون په همدې ورځ د خپلې واکمنې واک زامنوته وېشلى،سام هريمان په همدې ورځ د آزاران خلک له ماتې سره مخ کړي، کيخسرو په همدې ورځ پيدا شوى، زردشت په همدې ورځ د اهورامزدا له خواد زردشتي دين په تبليغ مامور شوى،جمشېد په همدې ورځ د واک په پلاز(تخت) تکيه وهلې،ګشتاسب په همدې ورځ د مزديسنا قانون منلى او ځينې شيعه مذهبه ډلې په اند دي،چې (حضرت علي کرم الله وجهه) په همدې ورځ خليفه شوى دى.
ځينې تاريخپوهان په دې اند دي، چې نوروز د اسلام سپېڅلي دين څخه مخکې په عربي ټولنو کې هم دود درلود او د مهرجان يا نيروز په نامه به يې ياداوۀ او لمانځنه به يې کوله.د فردوسي شاهکارحماسي اثر(شاهنامې) د داستان پر ويناجمشېد باچا اووۀ سوه کاله حکومت کړى دى. نوموړي د نوي کال ( نوروز) لرغونې مېلې بنسټ ايښى.او هغه ګڼ شمېر ټولنيز،کلتوري او هنري دودونه،نرخونه اوقوانين وضعه کړل. نوموړى جم او جمشاسب هم بلل شوى دى. پخواد نوروزجشن د لمانځنې لپاره مشخص وخت معلوم نه ؤ.
د ساساني پاچاهانو د واکمنۍ پرمهال د نوروز جشن د قمري مياشتو په شان د کال په بېلا،بېلو مياشتو کې لمانځل کېدو،خوکله،چې عربانو ساساني سلطنت ړنګ کړ،نو ورپسې سلجوقي واکمني رامنځ ته شوه.د هغه مهال سلجوقي واکمن وپتېيله، څود نوروز جشن د پسرلي فصل ته راوړي. هغه وو،چې د وخت سلجوقي واکمن نوميالي ستورپېژاندي او رياضي پوهان لکه، حکيم عمرخيام اويوشمېر نورو هغو ته يې دنده وسپارله،څود نوروزجشن ته وخت وټاکي. خيام او ملګرو يې له څېړنې،شمېرنې او تحقيق وروسته د وري (حمل) لومړۍ (١) نېټه ،چې د مارچ له (٢١) مې نېټې سره سمون لري، د نوروز جشن وټاکله.
نوروز دهخامنشانيانو،اشکانيانو،ساسانيانو،سلجوقيانو،خوارزمشاهيانو،تيموريانو،غزنويانو،هوتکيانو،ابداليانواو په را وروسته مهالونو کې د بېلا،بېلو مناسبتونو په ترڅ کې لمانځل شوى دى. د نوي کال ( نوروز) جشن لمانځنه هېڅکله په يوه هېواد،ولس اوقوم پورې اړه نه درلوده او نه يې لري، بلکې د افغانستان، ايران،تاجکستان،ازبکستان، ترکمنستان، آذربايجان،قرغزستان، قزاقستان، ترکيه، البانيه ، کوسووا، مقدونيه، بوسنيا هرزګووينيا،عراق،کُردستان،لبنان،سوريه او د يوشمېرنورو هېوادونو په ګډون د نړۍ په يوه لويه برخه کې د ( ٣٠٠) مېليونه وګړو له خوا لمانځل کېږي.
د نوروز جشن د احمد شاه بابا د واکمنۍ پرمهال د( شاليمار) مېلې په نوم هم ياد او لمانځل شوى دى.هغه دا،چې کله د لوى احمد شاه بابا لښکرو لاهور فتحه کړ،نوڅو ورځې يې د لاهور په شاليمار کې تېرې کړې. په همدې وخت کې د اڅکزو قوم د غازيانومشر سردار برخوردار خان احمدشاه بابا ته راغى او ورته يې وويل،چې په کندهار کې زموږ سيمې ټول شګلنې او شاړې ځمکې دي، چې د نوي کال په وياړ د مېلې ځانګړى ځاى نه لري، نوکه تاسوموږ ته يوځاى په نښه کړى او زموږ خلک هم هلته مېلې وکړي او خوند ترې واخلي ، ښه به وي.په همدې خاطر احمد شاه بابا نه يوازې د اڅکزو قوم بلکې د ټول افغانستان د قومونو او ولسونو لپاره د ارغنداب د بابا ولي صاحب د زيارت څخه د سردې او مرنجان ترکلي پورې سيمه د نوي کال په وياړ د جشن يا شاليمار مېلې سيمه اعلان کړه،چې نوموړې سيمه د انارو،مندتو(زردالو)،شفتالو او انګورو په بڼونو پوښـلې وه. نوموړې مېلې ته به د زابلستان،هلمند، کاکړستان، پشين، کوېټې،عبدالله،ګلستان، فراه،اورزګان اويوشمېر نوروسيمو څخه خلک راتلل. خلکوبه په باغونو کې کېږدۍ درولې، پسونه به يې حلالول او دېګونه به يې پخول او بېلابېلې مېلې او نندارې به يې کولې. دا مېله به له (١٠څخه تر٤٠) ورځو روانه وه.
داسلام سپېڅلى دين اودنوي کال ( نوروز ) جشن:
اسلامي پېرکې د نوي کال ( نوروز) او سرۀ ګل مېلې ته اسلامي بڼه ورکړل شوه.د نوروزجشن په (١٢) هېوادونوکې په خورا برم او پرتم سره لمانځل کېږي. خلک دا ورځ د هرلېږديزلمريزکال په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د( حضرت علي کرام الله وجهه) پر روضو د جنډو په جګولو سره لمانځي. دا ورځ په هغو ټولو اسلامي هېوادونو کې،چې ژبه يې عربي نه ده،لمانځل کېږي. د بېلګې په ډول په منځنۍ اسيا، ايران او يوشمېر نورو هېوادوکې، دې دود او رواج ته د عجمو د کلتور يوه ځانګړې برخه وايي. عجم د عربو په خبره هغه خلک دي،چې عرب نه دي. په دې ډله کې اروپايان هم راځي، خو اروپا کې بيا دا ورځ نه لمانځل کېږي،ځکه،چې دهغوى کلتور له هغو هېوادونو څخه،چې اسيايي دي،توپير لري،نو دا خبره به همدلته پرېږدو،ځکه دا يوه بېله پلټنه او څېړنه غواړي،چې زموږ د بحث سکالو موخه نه ده. يوه لرغونې کيسه ده،چې کله عربو خُراسان (منځنۍ اسيا، افغانستان ، هند، پاکستان او ايران ) ونيو، نو پرخلکو يې جِزيه کېښوده. د جِزې د اخېستو په وخت کې د نوروز ورځ ( د وري مياشتې لومړۍ نېټه ) را رسېدلې وه. د بلخ خلکوپرجِزې سربېره نورې ګرانبيه ډالۍ لکه:د سرو زرو ټوټې، ښکلې جامې او نوربېلا،بېل څېزونه د سوغات په توګه د وخت واکمن ته راوړل . واکمن وپوښتل،چې ايا دا هغه څه دي،چې موږ يې پرسر له تاسو سره سوله کړې ده ؟( دا هغه مهال ؤ،چې په بلخ کې بودايي دين دودو ؤ.) واکمن ته وويل شول،دا هغه څه دي،چې ددې ورځې په وياړ يې موږ تاسو ته ډالۍ کوو، څو زموږ له دود او کلتور سره هم اشنا او بلد شئ. باچا وپوښتل: دا کومه ورځ ده، ورته وويل شول،چې د وري لومړۍ نېټه.
واکمن وويل: نه پوهېږم، دا څه دي، خو نه غواړم،چې تاسو خپه او خوابدي کړم او په ورين تندي يې نوروزي ډالۍ ومنلې.ابوريحان البيروني دخپل کتاب اثارالباقيه په (٣٥) مه مخګڼه کې ليکي،په يو روايت کې،چې د عبدالا صمد بن علي له خپل نيکه ابن عباس رضي الله عنه څخه کړى، وايي،چې د نوروز په ورځ يې يو جام له حلوا ډک د اسلام ستر لارښود او پيغمبر حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم ) ته راوړ، هغه مبارک وپوښتل،چې دا څۀ دي؟ ورته يې وويل: يارسول الله (ص) نن د پسرلي لومړۍ ورځ ده، بيايي،وپوښتل ،چې له دې ورځې مو موخه څه ده؟ ورته يې وويل،چې دعجمو لوى اختر.) له هغې وروسته ،چې اسلامي ځواکونو د عربو په مشرۍ د افغانستان په څېر هېوادونه ونيول، هغوى د سرۀ ګل او نوروز په مېله او جشن په سمه مانا پوه شول،چې داد ناعربه (عجمو) ټولنو يوه دوديزه او کلتوري ورځ ده،او بيايې داسلام خليفه ګانو ته ،چې له مکې معظمې، مدينې منورې، بصرې، شام يا عراق څخه يې نړۍ اداره کوله، په دې اړه خبر ورکړ. د وخت اسلامي واکمنو د پخوانيو دينونو نېږدې ټول هغه دودونه او ارزښتونه،چې له اسلامي هغو سره يې سرنه خوړ،له منکراتو څخه وبلل. په دغو منکراتو کې د بوتانو لمانځنه ،اورلمانځنه او داسې نور راتلل، خو هغه دود،چې له پېړيو_ پېړيو راهيسې په افغانستان او نوروشاوخوا نېږدې اولېرو هېوادونوکې تر سره کېدۀ، له منکراتو څخه ونه ګاڼه. هغه کتاب کې،چې د(جرجي زيدان )له خوا ليکل شوى دى،وايي،چې يو اموي خليفه عُمربن عبدالعزيز،چې د عدل اوا نصاف څخه ډک اسلامي واکمن بلل کېدۀ، چاد وخت د افغانستان له والي جراح بن عبدالله څخه شکايت ورته وکړ،چې افغانان پر دې سربېره،چې داسلام پر سپېڅلى دين مشرف او دا په ټوله مانا يې منلى، خوبيا هم جِزيه ترې اخېستل کېږي.د وخت خليفه جراح ته په دې متن سره يوليک وليکۀ:(هر څوک،چې له تاسره لمونځ کوي،هغوى له جِزې څخه معاف دي.)دحضرت عُمربن عبدالعزيز داد انصاف او عدل څخه ډک فرمان ددې لامل شو،چې د ټولنې زيات وګړي اسلام ته مخه کړي اوپه دې توګه همدا دود ترپايه پاتې شي او هم د خلکو ترمنځ د اسلام دين په چټکۍ سره خپور شي. نو ويلاى شو،د نوروز او سرۀ ګل مېله،چې د پسرلي له پيل سره سمه په افغانستان کې لمانځل کېږي، له ډېرو لرغونو زمانوراهيسې يې پرافغان ټاټوبي کې خلک لمانځي. ددې مېلې پيل خلکوته دا زېرى ورکوي،چې په هېوادکې يې ژمى پاى ته ورسېد او نور نو پسرلى دى. د تاريخپوهانو په وينا دا مېله له هغه وخته را پاتې ده،چې زموږ په هېواد کې ليک دود نه ؤ او هرڅه ژبه په ژبه لېږدول کېدل.د نوروز او سرۀ ګل مېله هم په هرپېر کې د وخت له اړتياوو،شرايطواوحالاتو سره سمه په بېلا،بېلو ډولونو تر سره کېده،چې همداسې ترموږه را رسېدلې ده. دا مېله،چې په افغانستان کې او په ځاګړي ډول په مزار شريف کې دحضرت علي کرم الله وجهه د سپېڅلې روضې په انګړ کې د هېواد مشر په حُکم د جنډې له جګولو سره پيليږي،خلک د پسرلي په راتګ شُکرونه کوي.په افغانستان کې،چې کله دا مېله پيليږي،نوخلک خپل کورونه پاکوي،ټغرونه اوغالۍ يې ټکوي اود پسرلي د هرکلي لپاره دنيالګيو په لګولو او د خپل چاپېريال دسمسور تيا لپاره مټې رانغاړي. د ژمي څېزونه لکه (توده کۍ) بخارۍ او نور له کوټو وباسي او د خپل کور ورشو داسې جارو کوي،چې هېڅ د وړې او ګردونه په کې نه ښکاري.د پسرلي د نوروز په ورځ ټول ولس که نارينه وي يا ښځينه،که ماشومان وي يا کوچنيان، نوې جامې اغوندي او يوبل ته نېکمرغه کال غواړي.دهرچاپرشونډو موسکا او خندا خپره وي، زيارتونو ته ځي او له خدايه نېکمرغه کال غواړي اود نوي کال په وياړ له اووۀ ډوله مېوې څخه شربت ته ورته يو څه جوړوي او له ملګرو او خپلو خپلوانو سره يې په ګډه اوشريکه خوري. د نوروز په ورځ هغه خلک،چې له زيارتونولېرې وي، شنو دښتو او غونډيو ته ځي اوله دې څخه يې موخه داوي،چې له طبيعت څخه خوند واخلي اودڅښتن تعالى پر پېرزوينو (نعمتونو)،چې پردوى يې کړي دي ، شُکرونه وباسي. زموږ په ګران هېواد کې دپسرلي له رادې بره کېدا سره جوخت (٣) جشنونه يوځاى پيليږي.د نوي کال ( نوروز) جشن،د بزګر جشن او يوه ورځ وروسته د معارف جشن.
دبزګرجشن: يما(جمشېد) باچا،چې دافغانستان بلخ ولايت يې دسلطنت پلازمېنه وه،دانسان پت،عزت،قدر،برى،سرلوړي،هوسايي اونېکمرغي په کاراو زيارکې ليده. په هغه پېرکې به بزګرانو او کروندګرو د يوې اوکرکيلې لپاره ترټولو تکړه، غوښن او ګړندي غوايان ساتل او د پسرلي په موسم کې به يې په کار پيل کاوۀ. دا پښتو متل او وينا ،چې وايي: (دنيا د غويي په ښکر ولاړه ده.) له هغه مهال سره اړوند ده، ځکه د بزګرانو او کروندګرانو د کرکيلې په پايله کې به پرېمانه غلې دانې او حاصلات تر لاسه شول او هرڅه به ښه ډېر وو،چې ددغو کرهڼيزو لاس ته راوړنو اود کار او زحمت په ترڅ کې جمشېد باچا يو ډېر واکمن،ځواکمن، شتمن،بډايه،ښاغلى او منلى دولت او مدنيت رامنځ ته کړ.په اوسني افغانستان کې هم د پسرلي د پيل په وياړ،چې د کرکيلې وخت دى، هغو کروندګرو ته ،چې د يوې لپاره يې ښۀ غويي ساتلي وي اويايې هم د نورو څارويو ښه او غوره روزنه او پالنه کړې وي،په پلازمېوه کابل او د ولايتونو په مرکزونوکې د چارواکو له خواد بزګر مېلې په پلمه ډالۍ او سوغاتونه ورکول کېږي،چې په دې توګه هغوى مالدارۍ او کرکيلې ته وهڅوي. که څه هم،چې د ساينس او ټکنالوژۍ له پرمختګ سره د غوايانو په مټ ديوې کلتوراوس کابو له منځه تللى او دا کار ټراکټر کوي، خو بيا هم د هېواد په ځينو وروسته پاتې سيموکې لا پرځاى دى.د نوروز يا سرۀ ګل مېله موږدخپل لرغوني او وياړلي تاريخ له ډېرو زړو پاڼو سره نښلوي. وياړلى په دې مانا،چې نوروز يوله هغو دودونو څخه بلل شوى ،چې په بلخ کې يې د اوِستا په پېرکې بنسټ کېښودل شواو تردا مهاله را پاتې دى. په اريايي تاريخ کې د نوي کال او سرۀ ګل مېله د ژوندون راز بلل شوى،چې د سېليو موسم د ښېرازۍ خوا ته راولي. لکه څنګه ،چې ددغې ليکنې په پيل کې ورته نغوته وشوه، د نوي کال (نوروز) جشن بنسټ له ميلاد څخه مخکې د جمشېد باچا له خوا په بلخ کې اېښودل شوى،چې هغه پېرته مخزېږدي (ما قبل التاريخ) هم وايي،د هغه مهال وګړي په دې ګروهه او عقيده وو،چې څښتن تعالى دا نړۍ په شپږو پړاوونو او طبقو کې پيدا کړې ده:
١-آسمان
٢-اوبه
٣-ځمکه
٤- بوټي
٥-څاروي
٦ -دانسان پيدايښت
چې دهغوى په وياړد نوروز او سرۀ ګل جشن لمانځل کېږي. په يوۀ بل روايت کې راغلي ،چې آريايانو به دکال وروستۍ پېنځه ورځې د نوروز يا سرۀ ګل ميلې دلمانځنې لپاره ځانګړې کولې،چې دا دود تراوسه ﻻهم پاتې دى اوهمداسې دادافغانستان د کلتور يوه برخه وګرځېده. ځينې نور پوهان په دې اند دي،چې د (آهنګر کاوه) په نامه يو څوک،چې په واک کې شريک ؤ،د ضحاک باچا پرخلاف يې پاڅون وکړ او په دغه ورځ ملايکې له آسمانه ځمکې ته دکاوه د مرستې لپاره راښکته شوې،چې په دې توګه خلک دضحاک له تېريو وژغورل شول اودا مېله بيا آريايانو په همدې وياړ د نېکمرغۍ په خاطر ونيوله. په بل روايت کې راغلي،چې يما(جمشېد) باچا د وري مياشتې په لومړۍ ورځ د ګني (ګنډيري)بوټى وموند.کله،چې يې خولې ته ورنېږدې کړ، خوږې اوبه يې په ژبه ورولګېدې، نو سملاسي يې امر وکړ،چې ددې بوټي اوبه بايد راواېستل شي. د وري د مياشتې په دغه ورځ خلکو يو بل ته ددغه بوټي اوبه د ډاليو په توګه ور واستولې او دې ورځې ته يې د هيلې ورځ وويله. په ويدي سرودونو کې،چې ټول څلور کتابونه دي، راغلي، لرغوني آريايان د پسرلي په موسم کې دښتو او مېرو ته په بانډو وتل. اريايي ښځو او پېغلو به د سپوږمۍ په رڼا کې د سوما( هوما) بوټي زوښه (شيره) د غرو په لمنو کې را ټولوله، بيا به يې داوبو، شيدو،کوچواو يا شاتو سره ګډوله،چې يوعالي او خوندور مشروب (خوږلنى څښاک ) به يې ځينې جواړاوۀ.د پسرلي په موسم کې د سوما بوټي څښاک يو له خورا سترو مراسمواو سوغاتونو څخه ګڼل کېدو،چې آريايانو به خپلو خداى ګوټيانو (ارباب الانواع)ګانو په نومونوډالۍ او وړاندې کول.د پښتو دا لنډۍ له هغه مهال سره تړاو لري،چې وايي: سپوږميه،سر واهه را خېږه
يار مې دګلو لوکوي ګوتې رېبينه
په پورتنۍ لنډۍ کې د سومابوټي ( شپني لو) ته نغوته شوې،چې اريايي پېغلو او ښځو به د شپې په تورتم کې کاوۀ. د پسرلي لومړۍ ورځې (نوروز) ته د فردوسي په تاريخي اثر شاهنامه کې داسې اشاره شوې ده،چې وايي:
برجمشيـد گوهــر افــــشاندند
مرآن روز را روز نو خـــواندند
چنين جشـن فـُرخ از آن روزگار
بمـانده از آن خــسروان يـادگار
په پورتني شعر کې فردوسي د يما(جمشېد) باچا يادؤنه کوي او دا ورځ د هغه له پېر سره تړي.
دمعارف جشن: د نوي کال د وري مياشتې (٢) مه نېټه په ټول هېواد کې د معارف ورځې جشن په توګه لمانځل کېږي. په دغه ورځ د ژمنۍ اوږدې رخصتۍ وروسته د هېواد معارف ډېوه بليږي. ښوونځي،لېسې،ښوونتونونه (دارالمعلمين )،پوهنځي او پوهنتونونه په رسمې ډول پرانېستل کېږي. زده کوونکي او محصلان په زده کړه پيل کوي،څود علم اوپوهې په مټ دا ځورېدلى او کړېدلى ولس او هېواد له روانې کورګډي اوږدې غميزې څخه سوبمن او بريمن راوباسي.
په خوست کې دنوي کال جشن:د هېواد د نورو ولايتونو په شان په خوست کې هم د نوي کال جشن په خورا برم او پرتم سره لمانځل کېږي.د نوي کال په ورځ نارينه،ښځينه،ځوانان،کوچنيان او ماشومان مشهورو زيارتونو او د غرو،رغواو غونډيو لمنوته په بانډو وځي، او هلته مېلې اونندارې کوي.ځوانان ټنګ ټکور او اتڼونه کوي،پسونه حلالوي،دېګونه پخوي،غېږې نيونه او پهلوانۍ کوي او يوبل ته د نوي کال مبارکي وايي.په خوست کې مشهورې مېلې د کوکاراک بابازيارت ، د ادمحمد زيارت ،د ګلزار اکازيارت ،د بني امين غونډۍ ، دفارم باغ ، مېلمه کوټ او داسې يو شمېرنورې مېلې دي،چې د نوي کال په ورځ په سلګونواو زرګونو شمېر خلک د وختتېرۍ،نندارې او مېلې په موخه ورځي،څو د طبيعت اوښتون او بدلون ته ښه راغلاست ووايي او خوند ترې واخلي.
د م،م،م دعلمي اوکلتوري څانګې(يونېسکو) له خواد نوروز په رسميت پېژندنه:
لکه څرنګه،چې اوسمهال د نوروز لرغونى جشن د نړۍ (٣٠٠ ) مېليونه وګړو له خوا په (١٢) هېوادونو کې د ملي او رسمي جشن په توګه لمانځل کېږي،نود ملګروملتونومؤسسې دعلمي او کلتوري څانګې( يونېسکو ) د مارچ (٢١) مه نېټه،چې د وري مياشتې له (١) نېټې سره سمون لري،او د نوروز جشن دى، په رسمي ډول سره په رسميت وپېژند.د نړۍ په ګڼ شمېرکليزونو(تقويمونو)کې د لېږديزلمريز کليز ترټولو نورو هغو سم او دقيق دى.
اړينه يادؤنه:
داد لوى خداى ( ج ) پرموږ لويه پېرزوينه او مهرباني ده،چې لومړى يې انسانان او بيا يې مسلمانان پيداکړي يو. اسلام د نړۍ مسلمانانو لپاره يو دين او مذهب دى، خو دافغانانو او بيا په تېره د پښتنولپاره د ټولنيز ژوند يوه برخه ده،چې پرته د اسلام مبارک دين څخه دهغوى ژوند نيمګړى،پېچلى،چيچلى او بې مانا دى. نو پر همدې توسن د نوروز جشن موږ افغانانو ته يوازې يو کلتوري اوسمبوليک ارزښت لري اوبس. ترهغو،چې يو ملت خپله ماضي ونه پېژني، نو حال نشي پېژندلاى،او چې حال ونه پېژني، وده،ترقي او پرمختګ نشي کولاى اودخپلې راتلونکې او خپل برخيلک په اړه اټکل نشي کولاى. پر همدې اساس نوروز هم زموږ د کلتور يوغيرديني او مذهبي دود دى. نو نه ښايي،چې موږ دنوي کال ( نوروز ) څخه کرکه او نفرت وکړواو پروړاندې تربګني او تعصب څرګند کړو.
په دې اړه حمزه باباڅه ښه وايي:
ماته يثرِبي باده خاونده!
په ښاغلې پيمانه کې دافغان ر
١٣٩١م لېږديزلمريزکال مو نېکمرغه!
هره ورځ مو پسرلى
پسرلى مو بريــالى
×××
هــرروزتــــان نــــــوروز
نـــوروزتــــان پيـــــروز
فضل وزير هيله من