تاند – ۷۱ کاله پخوا د۱۹۴۵ع کال د فبرورۍ په څلورمه ورځ د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیوورځوکې د یالتا کنفرانس د متفیقینود مشرانو(ستالین، روزولټ اوچرچل) په ګډون د تورسمندرګي په غاړه پیل شو.
د متفیقینو مشرانوپه دې کنفرانس کې دجرمني اوجاپان د برخلیک په هکله چې نوریې په ماتې کې شک نه ؤ پاته، پرېکړه وکړه .
په حقیقت کې د یالتا کنفرانس د نړۍ اود جګړې د فاتحانوترمنځ د غنیموتونو پر وېشلوخبرې وې. د متفقانو مشرانود یالتاپه غونډه کې وپتېیله چې جرمني باید غیرنظامي شي اوخاوره یې پردوو برخو ووېشل شي. چرچل هڅه وکړه چې د جرمني د خاورې یوه برخه فرانسې ته ورکړل شي چې تراوسه پورې هغه برخه د فرانسې په کنټرول کې ده .
د اروپايي هیوادونوپه اړه چې د جرمني له غضبه خلاص شوي ول، د متفیقینومشرانو جوړه وکړه چې هغوی د خپل برخلیک په ټاکلو کې ازادپرېږدي، البته له هغو هیوادونو پرته چې شوروي اتحاد غوښتل چې باید په خاورې پورې یې ضمیمه شي .
خو ستالین په دې غونډه کې د خپلې ژمنې خلاف د ختیځې اومنځنۍ اروپا (له اتریشه پرته) په ټولو هیوادونو کمونیستي رژیم په زوره د خپل سره پوځ په وسیله تحمیل کړ.
له بلې خوا وروسته له دې چې امریکا دجاپان پرضدله اتومي وسلې کارواخیست اومخکې تردې چې جاپان پوره تسلیم شي ،د شوروي پوځ له موقع ګټه واخیسته اود جاپ ان دخاورې ځینې برخې یې لاندې کړې چې تراوسه پورې روسیې ورباندې خېټه اچولې ده .
په دې ډول د۱۹۴۵ع کال دفبرورۍ په څلورمه په یالتا کې د دوهمې نړیوالې جګړې د فاتحانو روزولټ،ستالین اوچرچل غونډه بیل شوه .دوی په دې جګړه کې نړۍ ووېشله خود شوروي اتحادله ماتېدووروسته نړۍ یوواربیا ووېشل شوه خودا وار د ملتونواراده پکې زیاته تمثیل شوه .