تاند- له نن څخه ۱۱۰ کاله مخکې د ۱۹۰۶ کال د اپریل په اتلسمه د شپې په دولس بجې او پنځه دقیقې ډېرې سختې زلزلې د امریکا د کلیفورنیا ایالت سن فرانسیسکو ښار ولړزاوه.

دې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۷ اعشاریه ۹ درجې و، د سن فرانسیسکو ښار ودانۍ ونړولې.

د ودانیو تر نړېدو زیات ورانی د هغه اور له کبله پېښ شو چې د ښاري ګاز په نلونو کې ولګېد او پنځه ویشت زره ودانۍ یې په خپلو لمبو کې لولپه کړې.

اور او ورسره په یووخت لوټمار دا شتمن ښار ،چې د سرو زرو د پلټونکو له لوري جوړ شوی وو، په کنډوالو بدل کړ.

د سن فرانسیسکو په زلزله کې تر اووه سوه زیات خلک ووژل شول او تر دوه نیم لکه زیات نور ټپیان شول.وروسته وویل شول چې د سن فرانسیسکو په زلزله کې ټولټال درې زره تنه وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *