د دوستانو دې کور ودان وي بېګا یې تر ډېره ساعت راتېرکړ، په سکایپ کې مو بنډار سره کاوه چا یوڅه وې او چا بل، یو وخت مې چې ساعت ته پام شو په شپه کې څه نه و پاتې، چې کټ ته لاړم لا مې سترګه نه وه سره ورغلې چې دموبایل ساعت همداغږونه کول[ساعت شپږنیمې بجې دي اوته باید پاڅې] هماغه جملې چې حتی زوی خوارکي مې ویل چې ډېر بد یې ترې راځي .
لکه عسکر دواره راپاڅېدم یو وړکتون ته، بل ښوونځي ته . . . خپله . . . له غرمې وروسته مې ځان راوزګارکړ ماوې که وشول دچاخبره لږ سترګه خوږه کړم څودبېګانۍ شپې باقیداري پوره شي، خودکورنیوچارو دوزیرې [مېرمنې] په کتو کې لیکلي و چې له یارانوسره دبنډارونو باقیداري دورځې نشي جبرانېدی، همداسې مې ځان پدغه او هغه بوخت کړ څو دماشومانو دراوستو وخت شو، هغوی مې چې راوستل اویوه ګوله ډوډۍ مې هم وخوړه یوځل بیا له سره خوب راباندې حمله وکړه خو امکانات لاهم صفر و.
زوی ته مې چې دغه وخت کمپیوټر ته ناست و، وویل څو دلیکوالو ټولنې پاڼه وګوري چې نن شپه څه پروګرام لري ؟
وې درې بېلابېل لیکوال راځي خپل اثار لولي اودخپلو تجربو په هکله خبرې کوي، فرار مې په قرار غوره وکاڼه ، دوه زره دروغ رښتیا مې سره یوځاي کړل څو دماشومانو د ماښامي له همېشني تعامل تشناب ته تګ، غاښونو وینځل، دخوب جامې اچول اوویده کېدلو له لانجمنې پروسې مې ځان خلاص اودلیکوالو ټولنې په لور وخوځېدم .
***
لومړني لیکوال چې یوه ښځه وه یوه اوږده کیسه ولوسته چې دافغانستان په حساب نه لنډه کیسه وه اونه ناول، افغانستان ته د لېږل شوي یوه عسکر یادونه هم پکې ځای ځای راتله خوزه ترپایه پوه نه شوم چې لیکوالې یې ننګه کوله که مزاحمت، اودپوښتنو په وخت کې چې مالیکواله وهم پوښتله نو دهغې ځواب همداو چې هغې یې نه ننګه کوله اونه مزاحمت بلکې غوښتل یې چې دجګړې بېلابېل پټ اړخونه چې دلیکوالې په ګومان خبري رسنۍ یې خلکوته نه ورپه ګوته کوي برالا کړي، مانا داچې زه سم پوه شوی وم .
دوهم لیکوال چې دپنځوسو کلو په شاوخواکې زماپه شان یو ګنجی سوټ بوټ لنډکی سړی و، وې لیکوال اوشاعر دی خو وروسته یې بیا له ځان سره راوړي دبېلابېلو دوایانو په ډبو کې ځای پرځای شوي د دواوو په هکله معلومات لوستل اوپه هغو کې یې اسما،ادات اوافعال شمېرل چې زه لکه دنرغوندې ترې راوچت اوڅوشېبې مې له تازه هواڅخه په استفادې دپښو شخي واېسته .
دریم لیکوال چې تردادوه نورو په عمرکې پوخ اوکوربه هم په ډېر تمطراق معرفي اودخپل ښوونځي اوپوهنځی له وخته یې دهغه له لیکوالۍ سره داشنایي دعوه کوله په رښتیاهم څو ټوټې ښکلي ښکلي شعرونه ولوستل، خو له بده مرغه چې زما حتی خپل نه یادېږي نو دنورو به مې څه یادشي ، ګڼه اوس به مې مسره نیمه دنمونې په توکه وړاندې کړې وه .
دغونډې په پای کې عبدالله عبدالله ته ورته یوه سړي چې سوټه بوټه ږیره يې وه او اغوستې دریشي پرې ډېره زیاته بده ښکارېده چې زماخیال دی له فکري اړخه هم خاص ټیک نه و دغاړې اروپایي باجه [هارمونیکا] غږوله.
په ډنمارک کې چې کله هم ملګري ما په بې ذوقۍ اوفرهنکي فقر ګرموي نوادعا یې داوي چې په میدان کې هنرمند نشته
خوهسې هم نده په میدان کې د غلام نبي په نامه دمیدان په کچه یوډېر نامي هنرمند و چې یوه مشهوره بدله یې د شاقباد ولي په هکله یوداستان و چې نوموړي ولي پخپله هم دمیدان له زیارتونو څخه یو دی. غلام نبي استاذبه چې څه ګډ وډ نور شیان وویل شورماشور اوغالمغال به یوڅه کم شو نوبیا به یې یا پخپله خوښه اویاهم دبل چا په [پرمایش] همدغه داستان راشروع کړ او چې کله به يې دداستان څوبنده وویل اوپدې به باوري شو چې اوس يې نو دم کار کړي دی نوبیا به یې په باجه څه نورې نورې نخرې راشروع کړې، زه عمرونه وروسته همدا دوه درې کاله دمخه پوه شوم چې دغه حکمت ته دباجې په علم کې لارۍ وايي د نن شپې دباجې والا موسیقي په یوه ځای کې هماغه دغلام نبي استاذ لاریوته ورته وه او ډېره جالبه خو لا داچې دی به هر وار دنغمې هماغه ځای ته راورسېد هم به یې دسرحرکت زیات شو اوهم به یې ماته کتل.