د مارچ د اتمې په پلمه/ د اورنګ مختار لیکنه
اتم د مارچ د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې نړیواله ورځ ده، څنګه چې د دې ورځې له نامه څخه جوتیږي، په دې ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه غونډې جوړیږي او دا تاوتریخوالی د بیلابېلو ټولنو او خلکو له خوا غندل کیږي ترڅو ټول خلک په دې پوه شي چې ښځه انسان ده او د هیڅ انسان پر وړاندې تاوتریخوالی لازم نه دی، موږ چې یوه اسلامي ټولنه یو او د لوړو اسلامي او افغاني ارزښتونو او بډای فرهنګ لرونکی یو په دې ویاړو چې زموږ په فرهنګ کې د نورې نړۍ د یوشمیر هیوادونو په پرتله ښځې ته ډیر درنښت کیږي، که له یوې خوا دسلام سپيڅلي دین تربل هر دین ښځو او نجونو ته ډېر ارزښت ورکړی دی له بله پلوه زموږ غیرت، افغانیت او پښتونولي را ښيي، چې هرې ښځې ته باید درناوی وشي، ځکه چې هره ښځه مور ده او خورده او د مورمقام د پلار له مقام څخه درې ۳ ځله لوړ دی، د دې لپاره چې خپله کورنۍ، خپله ټولنه او خپل خدای مو راضي وساتونو اړینه دهچې د اسلام د دین دلارښوونو په رڼا کې د مور،خور او هرې ښځې چې یو وخت مورکیدونکې ده او د یوچاخور ده درناوی وکړو او د ناپوهۍ د دورې په څېر د هیڅ انسان او هېڅ ښځې پروړاندې تاوتریخوالی ونکړو، د اسلام د سپېڅلي دین د راتګ څخه د مخه د ښځې پروړاندې تاوتریخوالي ډېر زور اخستی و ان داچې په یو کور کې د نجلۍ پيدا کیدل عیب ګڼل کیدل او نجونې به تر پيدا کیدلو وروسته ژوندۍ خښیدلې ، خو د اسلام د سپيڅلي دین په راتګ سره دا ستره بشري ستونزه حل شوه او ښځه بی بی او د کور ډیوه او نازک طبیعیته انسان وبلل شوه، چې باید یادو شوو کوایفو ته په پام باید درناوی ورته وشي او ان که کومه ستونزه یا کوږ والی هم ولری باید وزغمل شي، د اسلام سپيڅلي پيغمبر حضرت محمد ص ویلي چې (ښځه د پوښتۍ په څير ده چې د ماتولو هڅه یې باید ونه شي) دا په دې معنا چې د اسلام سپيڅلی دین چې ترټولو دینونو غوره او بشپړ دین دی او دا دین عفوه یوه غوره لار بولي، دا دین هر انسان او په ټوله کې ټول بشریت ته په ډېر درناوی قایل دی اولارښوونه کوي چې مسلمان باید په پوره سلامتیا او مومن باید په پوره باور او امن کې ژوند وکړي او بل انسان ته باید د خپل مومن ولۍ او مسلمانۍ له مخې د ژبې او لاس زیان ور ونه رسوي ( تاوتریخوالی ونکړي) خدای ج انسان د ځمکې پر سرخلیفه ګرځولی، هرڅه يې د ده تابع ګرځولي او د اشرف المخلوق په نوم يې نومولی دی، پوښتنه داده چې یوه ښځه چې خدای ورته اشرف المخلوق ویلي په کوم دلیل وهل کیږي، په کوم دلیل له میراث محرومیږي، په کوم دلیل دعلم له زده کړې او الهي نعمت څخه محرومیږي او په کوم دلیل له دې مکرم مخلوق څخه د خوښې د ازدواج حق اخستل کیږي د پيسو په مقابل کې یاد بدل په مقابل کې بل چاته په زور ودول کیږي او یا هم د خپل ورور، کاکا، یا پلار د بدو له امله د یو دوښمن زوی ته چې تا يې پلار د ځمکې پرسر ژوندی نه پرېښودا په بدو کې ورکول کیږي.دا ټول او دیته ورته موارد تاوتریخوالی او د تاوتریخوالي ډولونه دي چې عامل يې د افغانستان د اساسي قانون او همداراز د اسلام د سپيڅلي قانون پر وړاندې مسول ګڼل کیږي، په ټولو وروڼو او خویندو غږ کوو چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په مراعات سره د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی بس کړی او د یو ارام چاپېریال په موخه د خشونت د فرهنګ او جبرپرځای په خپلو کورونو کې د سولې او تمدن فرهنګ ته وده ورکړئ!