بیا د مارچ اتمه ده، د دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶) کال د مارچ اتمه، بیا د ښځو په حق کې زړه سوی را پاریږي، ګوتې ښوري، قلمونه او کمپیوترونه کاریږي، څو د ښځو په باب څه ولیکل شي او د ښځو د درناوي په نامه د کاغذ یا کمپیوتر څو پاڼې تورې کړای شي؛ خو ګټه یې چا ته څومره ده او په ځانګړي ډول ښځو ته څه ورکوي او …؟
دلته خبره یوازې پر افغانانو او افغان ښځو باندې را څرخي، نه په نورو خلکو او نورو ټولنو باندې. نن سبا زموږ پر ټولنه او خلکو باندې داسې حالت برلاسی شوی دی چې هر څه سر چپه شوي دي، بد په ښو او ښه به بدو اوښتي دي، تحصیل کړي او هوښیار وګړي یا تر پښو لاندې دي او یا شړل شوي دي او بې سویې بې تحصیله او د ټیټې سویې خلک په واک دي، شته من دي او د هر ډول صلاحیت لرونکي دي او دا خبره ډیر ښه د افغانانو په ژوند صدق کوي:
«ښه په بد را ته بدل شول،
بد پر سر را ته انبار شول»
پر افغانانو باندې د همدې پاسني حالت د حاکمیدو پر بنا نوره دنیا کې ښځې د قدر وړ، خو زموږ په ټولنه او خلکو کې بې قدره او هغه څه چې باید ور سره وشي، نه یوازې نه کیږي، بلکې د هغه پر ضد عمل ور سره کیږي، د نازولو پر ځای سکونډل کیږي، چیچل کیږي او د قدر دانۍ پر ځای یې پزې، غوږونه او شونډې پرې کیږي، که پر هغو باندې هم د ځینو زړونه یخ نه شول، د ثواب ګټلو په نامه یې سنګساروي، له هغه نه وړاندې د جزا ورکولو یو بل ریزرف هم ور ته لري، بیا یې نو د ملک د باچا، د ملک د وزیر او د ملک د ساتونکي(پولیس) د دفترونو په دوه سوه مترۍ، درې سوه مترۍ او پنځه سوه مترۍ کې، نر غوندې اول کوفته ور نه جوړي او بیا یې په نا کړې ګناه د اور لمبو ته سپاري.

د ښځو د حقونو غوښتونکو او خوا خوږو په تیرو کلونو او تیرو مارچونو کې چې څومره د ښځو د ژوند د ښه کیدو او د حقونو د تر لاسه کولو له پاره چغې کړي او قلمونه یې چلولي دي، هر څه یې ویلي او لیکلي دي، ټول سر چپه شوي دي، څومره چې د ښځو د حقونو چغې وهل شوي دي، تر هغه زیات د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي ، آن تر دې چې د انسان په سترګه لا نه ور ته کتل کیږي او …
د پاسنیو دلایلو پر بنا باید د اعتراف په دود و ویل شي چې: موږ د ښځو له پاره هیڅ هم نه دي کړي. د ښځو د حقونو د اِعادې چغې وهو، خو عملاً هیڅ هم نه کوو او حتی د هغه پر ضد عمل نه عملونه کوو او همدا اوس هم دا کار او دا عمل روان دی.
په دا تیر یوه کال کې یې ښې بیلګې د فرخندې کباب شوی بدن او رټل شوې ارواح،
د سنګسار په نامه د رخشانې په تیږو ټوټې ټوټې بدن او مروره اروح،
د ریزه ګل غوڅه کړای شوې پزه،
او …
دا او دې ته ورته د زړه داغونه
چې یې ویلای نه شم
ډیرې خبرې مې په زړه
څرګندولای نه شم
دا خو هغه بیلګې دي چې میډیا تر خلکو پورې رسولې دي، په کلو، بانډو او لرو پرتو سیمو کې به څومره فرخندې، څومره رخشانې او څومره ریزه ګلانې وي چې د غیرت، قبیلوي او مذهبي دودونو تر پردې لاندې یې غږونه ټپ کړای شوي دي، د هغوی سلګۍ، چغې او آهونه د هوا په څپو کې اوس هم د خدای دربار ته ور روان دي او …
د مارچ اتمه پر ځای پریږدئ، دغو حالاتو ته په کتو سره څه باید و ویل شي او څه باید ولیکل شي. آیا نړیواله ټولنه سترګې نه لري؟ نه یې ویني چې پر افغان میرمنو څه تیریږي؟ نه یې ویني چې څه روان دي؟
د نړیوالې ټولنې ټولې هغه مرستې چې په افغانستان کې د دیمو کراسۍ او د ښځو د حقونو د پر ځای کولو په نامه شوي دي او کیږي، له هغو نه هغه چا استفاده کړې او کوي یې چې ټول عمر یې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي او د دیموکراسۍ پرضد ولاړ دي.
فرخنده چا و وهله، چا وسوځوله او د ګور د تیارو میلمنه یې کړه؟ آیا د همدې خلکو په استازولۍ د حکومت د یو وزارت مرستیالې چې خپله هم ښځه وه د فرخندې د سوځولو عمل تایید نه کړ او … د فرخندې سوځونکي او د هغوی د عمل تاییدونکي اوس خم سرې سترګې ګرځي او واکداران د دیموګراسۍ او د ښځو د حقونو په نامه را روانو پیسو باندې مزې کوي.
اوس به راشو د «نیم میلیون کونډو» کیسې ته:
د ۲۰۱۵ کال د جون په در ویشتمه نیټه، بي بي سي پښتواو بي بي سي فارسيویبپاڼو د کونډو د نړیوالې ورځې په مناسبت، دې ستونزو ته په پام سره د افغانستان د کونډو د شمیر او د هغوی د ستونزو په باب مطالب خپاره کړل، یو څو جملې یې دا دي:
«د کار او ټولونیزو چارو وزارت: د ۵ سوه زرو کونډو نومونه ثبت دي»
«د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره پنځه لکه کونډې ښځې ثبت شوي دي.»
«به اساس آمار وزارت کار ۵۰۰ هزار بیوه در سراسر افغانستان وجود دارند که همه آنها تقریبا زیر خط فقر زندگی میکنند. دولت تنها ۳۰ درصد آنها را حمایت غیر مستقیم میکند. که آن هم کافی نیست و کار گسترده تر میطلبد.»
نیم میلیون کونډې، د افغانستان د یوې رسمي مرجع له لوري تایید شوی او خپور شوی رقم دی. دا ثبت شوی شمیر دی چې زما له پاره د منلو وړ نه دی.
د خپلې ټولنې رواني ستونزو، پخوانی قبیلوي چوکاټ او مذهبي قوانینو، ستونزو او د ټولنې او خلکو وروسته پاتې والي ته په کتو سره ویلای شم چې دا شمیره به له دې هم څو ځلې ډیره ځکه وي چې ډیری کونډې لا د حکومتي او دولتي ادارو دروازه باندې هم نه دي ور ننوتي او د هغوی د کورنۍ نارینه غړي(میړه، خاوند، کاکا، ماما، ورور، لیور، خُسر او …) سر کاري ځایونه ته د ښځو، په تیره بیا د کونډو میرمنو ورتګ، د ځان له پاره کسر شان، بې غیرتي او پیغور ګڼي او د همدغو پيغورونو؟ او غیرتونو؟ له کبله یې لا له کوره د باندې هم نه پریږدي.
زه یې داسې انګیرم چې د دې ټولو نا خوالو په زغملو سره زموږ د ټولنې ښځې له تیږې نه هم کلکې دي چې ټول عمر دې نا خوالو او نا دودو ته ټینګې دي. له کوم نا وړه حالت سره چې زموږ په ټولنه کې میرمنې مخامخ دي، که بر عکس نارینه ورسره مخ وای، نو څه به یې کړي وای. نارینه ځان ته د څلورو ښځو کولو حق ورکوي، خو ښځه حق نه لري چې له کوره هم و وزي، که یې چا ته پاس وکتل، د وژل کیدو تر بریده چلن ور سره کیږي. یو وخت مې چیرې د «لایبه یوسفزۍ» په نامه د یوې پښتنې پیغلې په یوه انتریو کې د سوال ځواب په لړ کې دا جمله تر سترګو شوه:
«که ښځوهم ناموسي وژنې کولی یو نارینه به هم ژوندی نه وی پاتې»
د دې جملې یوه مانا دا ده چې که د ژوند ملګري سره د جنسي جفا سزا وژل وي ــ لکه نارینه ګان چې ښځې په دې تور وژني ــ نو ډیر نارینه به سر به نیست وای. او دا یو عیني واقعیت دی چې زموږ په ټولنه کې نارینه د هر څه کولو توان او حق لري، خو ښځه باید د تنفس اجازه هم له نارینه نه وغواړي.
د ښځې مقام ته درناوی، د ښځو د ورځې په نامه، د مارچ اتمې ته درناوی او د دې ورځې له لمانځلو سره زه موافق یم او درناوی یې کوم، خو لکه تل دا وایم چې موږ د کال له درې سوه پنځه شپیتو ورځو نه درې سوه څلور شپیته ورځې د ښځو او میرمنو بې احترامي کوو، ښکنځلې ور ته کوو، حقونه نه یې تر پښو لاندې کوو، خو د کال په همدې یوه ورځ د مارچ د اتمې په نامه، بیا د ښځو د درناوي او د ښځو د حقونو په نامه دومره چیغې وهو، چې ستوني مو شکیږي.
که کومه ښخه داسې و وايي چې یوازې په دې یوه ورځ کې یو یا دوه ساعته احترام او توصیف او یوې نیمې ډالۍ نه مو تیر، د پلار مور ښکنځلې مه را ته کوئ، وهئ ټکوئ مې مه، یعنې:(له خیر نه مو بیزار، سپي مو در وتړئ)؛ بیا به د نارینه وو ځواب څه وي؟ ښکاره خبره ده چې زموږ په ټولنه کې هماغه یو ځواب لري.