علي محمد نظري ـ ښرنه

د پکتیکا والي امین الله شارق وایې چې د نوي کال په را رسېدو باید د امنیتي ځواکونو تحرکات او هڅې ګړندۍ او ډېرې شي.

 د ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې والي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په دې ولایت کې په امنیتي نوبتي غونډه کې وکړې.

خبرپاڼه وایې ،په یاده غونډه کې د ملي اردو ، امنیه قوماندانۍ او ټولو امنیتي ادارو مسؤلینو برخه درلوده.

دخبر پاڼې په حواله ، شارق امنیتي مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د امنیت د خوندېتوب په موخه چک پاینټونه دوامداره کړي.

والي ویلي چې عسکر دې سرحدونه ښه وساتي ، په دې برخه کې یې مسؤلینو ته یوشمېر لارښوونې کړې دي.

د ولایت مقام خبر پاڼه وایې چې امنیتي مسؤلینو دپکتیکا والي ته په امنیتي برخه کې پوره ډاډ ورکړی ، او ویې ویل چې دده لارښوونې به عملي کړي.

دپکتیکا والي دامنیتي ادارو له مسؤلینو په داسي مهال د امنیت دټینګښت خبره او تاکید کوي چې دپسرلي په را رسېدو او دهوا په تودېدو سره هر کال وسله وال طالبان خپلو حملو او عملیاتو ته زور ورکوي.

که څه هم طالبان سږ ژمی کرار نه دې کیناستې ، خو دهوا په تودېدو دولایتي چارواکو اندېښنې نورې هم ډېرې شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *