تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د سولې د خبرو سرمرکچې وايي، د سولې له خبرو د طالبانو له انکار سره سره لا هم هیله لري چې له طالبانو سره به د افغانستان د حکومت مخامخ خبرې وشي.

حکمت خلیل کرزي نن /دوشنبه/ په کابل کې د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر فلیپ هامند سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:«د سولې په خبرو کې د نه ګډون په اړه د طالبانو وروستۍ اعلامیه تاکتیکي وه، د افغانستان حکومت به له دې سره سره د سولې هلوځلو ته دوام ورکړي.»

ده زیاته کړه:«موږ ډېره هیله لرو چې د سولې بهیر بریالی شي.»

طالبانو د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې له دوی سره د سولې د خبرو په باب مشوره نه ده شوې او تر څو چې د دوی شرطونه پوره شوي نه وي د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي.

د چارو یو شمېر شنونکي وايي، ښايي طالبانو دا کار د دې لپاره کړی وي چې پر دې ډلې د پاکستان د ګوډاګي توب تور ونه لګېږي. د دوی په باور ممکن طالبان د افغانستان له حکومت سره په یوه بل هیواد کې مخامخ خبرو ته تیار شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر همداراز وویل چې حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هامند وویل، هیواد یې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي او د دغو خبرو د چمتووالي لپاره له افغانستان سره ۱۰۴ ملیون ډالره مرسته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *