خبرتیا

تیره شنبه د اګست د مېاشتې درېمه چې د روژې مبارکې د پنځه ویشتمې سره برابره وه، د انتورپن ښارد افغانانو جامع جومات کې د افغان کلتوري ټولنې د رضــــاکارانو ځوانانو لخوا د مېوند او هېواد ټولو شهیدانو د روح لپاره د قران عظیم الرشان ختم تر سره شوو.

دغه مراسم چې د ماذیګر د پنځه بجو څخه پېل او د ماښام ترنهه بجو او دېریشو دقیقو پورې یې دوام درلود، د قران پاک د ختم وروسته د افغانانو جامع جومات مـــــــلا امام قاري حسین احمد د ټولو ګډونوالو سره دهېواد شهیدانو او په ګران وطن افغانستان کې د سولې، امن او ورورولۍ لپاره دعاګانې وکړې ورپسې ډګروال نورالحق نور د مېوند د شهیدانو په تاریخ رڼا واچوله او په پخپلو خبرو کې د میوند د ګډون والو د میړانې ستاینه وکړه.

د مراسمو څخه وروسته ټولو راغلو ګډونوالو په هغه ماښامني او روژه ماتې کې ګډون وکړ چې د ځوانو راضاکارانو لخوا برابر شوي وو، د یادونې وړ ده چې ددغې مراسمو ټول مالې لګښت او د برابرښت چارې د نوموړو ځوانانو لخوا ترسره  شوو چې افغان کلتوري ټولنه له ټولو ځوانانو څخه مننه کوي .

افغان کلتورې ټولنه، انتورپن، بلجیم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *