تاند- پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په کوټه کې یې د افغان طالبانو په اصلي مرکز کې ۱۴ افغان طالبان نیولي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن /پنجشنبه/ وویل چې امنیتي ځواکونو د کوټې ښار په پښتون اباد سیمه کې، چې د افغان طالبانو د اکثرو قوماندانو او مشرانو کورنۍ پکې اوسي، ۱۴ افغان طالبان د یوې چاپې په ترڅ کې نیولي دي.

ډان نیوز وايي چې یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د خپل نوم د نه څرګندېدو په شرط ورته وویل چې دا طالبان د امنیتي ځواکونو له لوري د پښتون اباد په یوه حویلۍ کې نیول شوي دي.

نیول شوي کسان نامعلوم لوري ته بېول شوي.

پاکستاني چارواکي دا هم وویل چې لا وختي دی چې د نیول شویو کسانو د دندو یا اهمیت په اړه څه ووايي.

دا به په تېرو ۱۵ کلونو کې لومړی ځل وي چې پاکستانی چارواکي په پښتون اباد کې افغان طالبان نیسي.

دا پېښه وروسته له دې کېږي چې افغان طالبانو د پاکستان له غوښتنې او ضمني خبرداري سره سره د سولې په خبرو کې له ګډونه انکار وکړ.

پاکستاني چارواکي ډان نیوز ته ویلي چې د نیول شویو کسانو په اړه معلومات به له تحقیقاتو وروسته له رسنیو سره شریک شي.

له نیول شویو طالبانو سره اضافي بسترې، بوټونه او اداري وسایل موندل شوي دي.

ویل شوي چې د چاپې یا حملې په مهال په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر غوره شوي وو او ډېر شمېر امنیتي ځواکونه لېږل شوي ول.

ډان نیوز وايي، پښتون اباد د کوټې ښار په ختیځه برخه کې موقعیت لري او ډېر شمېر افغان مهاجر پکې دېره دي.

2 thoughts on “پاکستان د کوټې په پښتون اباد کې ۱۴ افغان طالبان نیولي”
  1. وایي سردار داودخان چې پاکستان ته لاړ، بوټو ورته وویل چې که سردار غواړي حاضر دی چې ګلبدین، رباني او نور خس او خزلې ونیسي او له هغه سره یوځای یې بېرته ورسره ولېږي خو سردار داودخان (رح) ورته وویل چې نه هغه باوقاره افغانان دي، هغوی باید د بندیانو په څېر را نه وستل شي بلکه په خپله خوښه باید خپل وطن ته راشي. خبره دا ده چې طالب نه خپل عزت وپېژاند نه یې د نورو او تر هغه د پنجابي په اخور خوراک کوي چې اوس په بې عزتۍ سره نیول کیږي او سپکول کیږي چې بېرته بیا هم زمونږ زړه درد کوي؛ دواړو خواوو ته مو مخ خوږېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *