افغان ولسمشر د سروبي ولسوالۍ له سېلاب ځپلو سره د نورو پېښو د قربانیانو په څېر؛ خو په ډاډ او ټینګار سره د بېړنۍ مرستې امر وکړ.
د کابل والي او د طبعي پېښو او حوادثو سره د مبارزې ادارې چارواکو د هر وژل شوي له کورنۍ سره پنځوس زره افغانۍ او د هر نړېدلي کور پر سر پنځلس زره افغانۍ مرسته کوي چې د دولت لخوا په دومره لږه انداز ه مرسته د یوې مسولې او مکلفي مرجع په توګه یوازې ولس ته فریب ورکول دي.
سېلاب د شنبې په ورځ سهار وخته په ناڅاپي ډول په داسې حال کې د ازرې، خاکجبار، زانده او تیزین د غرونو له لوري د سروبي ولسوالي محاصره کړه چې زیات شمېر وګړي په خوب ویده او یا هم پر خپلو ورځنیو چارو بوخت وو.
په پېښه کې وژل شوي، ټپيان او لادرکه کسان تر یو سلو پنځوسو واوښتل، په سلګونه کورونه یې ونړول، په زرګونو جریبه ځمکه یې په خرابې بدله کړه، جوماتونه، پلونه، کلینکونه، موټرونه، دوکانونه او بل هر څه یې چې مخې ته ورغلل د اژدها په څېر یې تر ستوني تېر کړل. تر ټولو دردونکې لا دا چې له لسګونه ن ويو نړۍ ته راغلو (نوزاد) ماشومانو یې له زانګو سره په خپلو لېونو څپو کې ساه واخسته او د ابد لپاره یې په خپله قهرېدلې او له غوسې ډکه غېږه کې ویده کړل.
په ډېرو کورنیو یې داسې حالت راوست چې تحمل یې د وسپنیز زړه له وسه هم پوره نه دی، داسې کورونه هم ول چې د غړو یوه جنازه یې کور ته، بله ګور ته، بله په لار او بله په ډنډ کې د زرنو او خړو لاندې لادرکه پاتې وه، بل خوا ډېرې میندې ما په خپلو سترګو ولیدې چې خپلو ماشومو بچیانو پسې یې پښې ابله د سېلاب راوړو نیزوڼو څارنه کوله چې ګوندې د معصوم بچي مړ جسد به یې پکې ومومي، ډېرۍ ارماني ځوانان په خپلو میندو، وروڼو او خویندو پسې لالهانده او سرګردانه ګرځېدل. چېرته به یې چې تور سیوری ولید ورمنډه به یې کړه پر خټه به یې منګولې خښې کړې؛ خو په نهیلی به یې تش لاس بېرته راوکېښ، زیات شمېر جسدونه د پېښې له ځایه په لسګونه کیلومټره لرې وموندل شول؛ خو د بدن برخې به یې له ډېره هیبته او سختۍ ټوټه ټوټه شوي و چې د بشر زړه یې د کیسې د اورېدو توان له لاسه ورکوي او بلاخره بختور هغه و چې د ورک شوي ورور، پلار، مور او یا هم د کورنۍ د بل غړي مړ جسد به یې وموند.
دا داسې یوه دردونکې غمیزه ده چې د رامنځ ته کېدو تصور یې د هیچا په فکر کې هم نه وه، هر هغه څوک چې په دغه ولسوالۍ کې ژوند کوي حتمي به د یاد سې لاب څخه په یو ډول نه یو ډول زیانمن شوی وي، معنا دا چې سېلاب د مالي او ځاني زیانونو ترڅنګ د سروبي د ولسوالۍ له ۹۵ فیصده اوسېدونکو څخه لومړنۍ اسانتیاوې لکه بریښنا، د څښلو پاکې اوبه، پلونه، د موټرو، پلې لارې او روغتون اخستي چې که ژر تر ژره یې د بیارغونې هڅې ونه شي د خلکو ستونزې به د اوږد مهال لپاره ناحله پاتې شي. که څه هم د یادې دردونکې پېښې له قربانیانو سره د ځینو خیریه موسیسو لخوا مرسته شوې او دولت هم ورته د پورته یادې شوې مرستې سینه ډبولې؛ خو دغه مرسته ډېره کمه ده.
افغان دولت دې له سېلاب ځپلو څخه چې هر څه یې ترې خړو اوبو وړي په دومره لږه مرسته ځان نه خلاصوي، کومه مرسته چې دولت په پام کې لري یوازې خلکو ته فریب ورکوونه او سترګو کې یې خاورې اچول له دې امله دي چې په پنځلس زره افغانیو چې د یوه نړېدلي کور مالک ته یې ورکوي یوازې د یوې کوټې(خونې) خامې خښتې هم نه کېږي. دولت دې د اوس لپاره (ډېر ژر) د سېلاب له امله ټول نړېدلي کورونه بېرته ورغوي، د هر قرباني له کورنۍ سره دې حداقل دوه سوه زره افغانۍ مرسته وکړي، په ډنډ کې لادرکه کسان دې د لوډرو په وسیله ویستل شي، د سروبي او نغلو ویجاړ شوی پل دې بېرته جوړ او ګټې اخستنې ته چمتو کړي، د سروبي روغتون ویجاړې شوې برخې دې بیا ترمیم کړي، هغه ځمکې چې سېلاب خرابې کړي په بی ا جوړولو کې دې ورسره مرسته وشي او د راتلوونکې لپاره دې د سېلاب مخې ته د استنادي دیوال جوړولو پر پلان کار وکړي، مرستندویه خیریه موسیسې، ټولنې، د سیمې دوست هېوادونه او ملي سوداګر دې هم خپلې مرستې نه سپموي.
دولت به له خلکو سره څه مرسته وکړي دولت خو پخپله خیرات ته ناست دی او کوم خیرات چه راشي نو هغه زورواکي سره چور او تالا کړي