لیکنه : قاضی نجیب الله جامع –
حکومت کول، حکمروایی، حکومتی مدیریت او ښه حکومتولي د ټولنیزو علومو په برخه کې یو له پېچلیو اوحساسو محوري بحثونو څخه دی، هغه چې له یوې خوا تل د ټولنې اکثریت د هغه په رعایت تاکید کوي او بل لور د معاصرو حکومتونو جوړښت او شکلی بڼه چې د خلکو د ارادې تمثیل، د هغوی له خوښې سره د هغوی په ګټه کار کول دی، د دی غوښتنه لری څو د ښې حکومتولی د برخی د پوهانو او نړیوالو منلی بدیل میعارونو څخه چې قانونی مشروعیت، حقوقی مکلفیت او شرعی واجب دی، په هر ډول شرایطو او سیسټمونو کې رعایت او وپالل شی.
دلته دښې او متوازنې حکومتوالی په برخه کې اړین بولم چې هغه ځانګړیو فکټورونو ته ځغلنده کتنه ولرم، چې تل د ټولنیز انارشیزم او یاغیتوب د ودی او بلاخره په لویه کچه د یوی ملی واکمنی د سیاسی زوال او پاشل کیدو کورنی ځپونکی توپانونو ته زمینې برابری کړی، او تل یې هغه فرصتونه په کړکیچونو تبدیل کړی، د کومو په قوت کې چې د یو ملت د تل پاتی کیدو او تاریخی عظمت راز او هیلی خوندی وی.
په غزنی کې درې وروڼه قومونه چې لویه برخه یی یعنی ۸۰٪ په ۱۰۰٪ کې پښتانه اوسی، په دویمه کټګوری کې هزارګان او بیا تاجکان هم راځی، داسی چې د قانونی مکلفیت حقوقی سنت، او شرعی مصلحت پر بنسټ دوی نه یوازی حق لری، چې پر همدې کچه شتون د یوه تشکیل په ټولیز جوړښت کې ولری، بلکه دولت په دې مسول دی چې له دوی سره د هر ډول تبعیض او ناسالم رقابت په صورت کې مرسته وکړی، مګر هلته نه یوازی ددغه ډول متوازن عدالت څرک نه لیدلی کیږی، کوم چې د ښې حکومتواله حتمی د ثبات راز دی، بلکه د حکومت په چوکاټ کې یو داسی برابری سیاست په یو تنظیم شوی قومی، مذهبی او سمتی روحیه له تیرو ۱۴ کالو راپدیخوا پلی کیږی، هغه چې سبب شوی له یوې خوا پر نظام د خلکو باورمند اعتماد راکم کړای شی، او بل لورته ټولنیز نظم په یو داسی حالت کې دوام پیداکړی، هغه چې په جرات د کلمی او رسالت د وجدان ویلی شم د تباهی کندی ته ور لویدل وی.
ځکه پدی ولایت کې له تیرو دیارلسو کالو راپدیخوا یوازی په یوه قام د حکومتد خدماتو او امتیازاتو د رحمت باران وریږی، د مثال په ډول:
۱- امنیتی بنسټونه:
په تیرو ۱۵ کالو کې د دې ولایت یوازې له یو شخص امنیه قومندانه پرته نور ټول د ملی امنیت، امنیت ملی، نظم عامه او ملی پوځ رهبری او تشکیلاتی جوړښت د یو معلوم قوم چې اقلیت دی په لاس کښ وه.هغه چې د دی پرځای چې د دولت او خلکو ترمنځ د بی باوری واټنونه راکم کړی، کوښښ یی وکړ چې په لوی لاس خلک د نظام له اډانې څخه لری کړی، او داسی تبعیضونه را وپاروی، چې تاریخ به یی په سختو هیروی، لکه د ملی پوځ په لیکو کې څو میاشتی پخوا یو تن قومندان چې ددغه قام یو خاص سیاسی ډلګی ته منصوب و، یوازی په اندړو ولسوالی کې تر یوې میاشتی په کمه موده کې له مخالفو وسلوالو سره د مبارزی په پلمه ۱۷ تنه مظلوم تنکی ماشومان شهیدان کړل.
۲-پوهنیز او فرهنګی بنسټونه:
په تیرو ۱۵ کالو کې د نظام له منځه کوښښ وشو، څو دغه لوی اکثریت له علمی او فرهنګی لحاظه هم بیچاره کړای شی، لکه د بهرنیو ځواکونو سره او دهغوی د جاسوس لوریو په مټ یی د طالبانو په عنوان نږدی لسګونه ښونځی وسوزول، علمی شخصیتونه یی ترور کړو، او دا ډول یی د نظام د حاکمیت په چوکاټ کې ددی قام له ملی مصطلحاتو سره د مبارزی ترڅنګ ټول علمی او فرهنګی قدرونه یی یا ور تقاعد او یا اړ کړل څو په خپلی مورنی ژبی تدریس ونه کړی، لکه د فرهنګی یرغل په برخه کې ددی ولایت د دوه لویو کتابتونونو چې ملی بڼه لری، له مدیریته نیولی بیا دهغه کتابونو چې پدی کتابتون کې ساتلی شوی، او ټول د ایران هیواد له لوری د علمی او فرهنګی پروژو په ډول پلی شوی، د تحصیلی بورسونو ۹۰٪ سلنه خو له سره د دوی دی، لدینه ور اخواه یوازی د اندړو د ولسوالی څخه یی جاغوریو ته ددی مظلوم کړای شوی ملت په لسګونو د ښونکی بستونه او حتا د ښونځیو لپاره د تعمیر جوړولو او جواز امتیازونه هم په وروستی ظلم غلا کړی، داسی چې معلومه نه دی چې دا بهیر به په نورو ۱۴ پښتون میشتو ولسوالیو کې په څه لوټماری روان وی.
۳- ملکی اداری جوړښټ:
د رسمی شمیرنو له مخی یوازی د غزنی ولایت په مرکزی تشکیلاتی جوړښت کې ۷۰٪ فیصده هزاره ګان د تخصص او اصلاحاتو په عنوان ځای پر ځای شوی دی، د مثال په ډول د عدلیه، د کلیو پراختیا، څارنوالی، پوهنی ریاست، مخابرات او ټیکنالوجی،شهدا معلولین او د کار ریاست، کډوالو ریاست، د اوبو رسونی ریاست، ترانسپورټ مدیریت، غزنی ګمرک تر ۸۰٪ څخه ډیر دوی دی، او په پاتی نورو غیری کلیدی ادارو کې هم د ۳۰ الی ۵۵ پوری برخه جوړوی، له دې نه ور اخوا۳۵٪ سلنه داسی بستونه یی په پښتون میشتو سیمو کې د قدرت د مافیا په مرسته یرغمل نیولی چې یوازی معاشونه یی دوی اخلی او دندی ته مکلف اشخاص نه ورځی، چې ګیرو، اب بند، رشیدان، جغتو، زنه خان او یوشمیر نوری ولسوالی یی بیلګه دی.
۴- د بیارغونی، او زراعت په برخه کې:
د هزاره میشتو سیمو تر ۹۰٪ سلنه پورته ښونځی تعمیر لری، حال داچې په پښتون میشتو سیمو کې دا شمیره تر ۲۵٪ نه اوړی، ۵۳٪ نه پورته کچه سړکونه لوی لاری او ویالی یی په عصری بڼه رغول شوی او پخی شوی حال داچې په پښتون میشتو سیمو کې دا شمیره تر ۷٪ سلنه نه لوړیږی.
د زراعت په برخه کې چې د پښتون میشتو سیمو له ۸۵٪ سلنی پورته ځمکی د کرنی وړ دی، غرونه او دښتی یی کمی او ټولی حاصلخیزی دی، او اوسیدونکی یی اکثریته په کرهڼه بوخت وی، بیا هم ښکاره تبعیض وجود لری، د مثال په ډول په تیرو ۱۵ کالو کې په ۱۴ پښتون میشتو سیمو کې د زراعت ریاست یو میوه کونکی ونه څه چې حتا نهال یی هم نه دی ایښی ولی کله چې د هزاره میشتو سیمو برخه ګوری نو وبه وینی چې د ټول غزنی د خلکو حق یوازی دوی اخیستلی، داسی چې د غزنی زراعت تیر کال یوازی د میوی ۴۵۰۰۰ نیالګی غوښتل ولګوی ولی ددی ۷۸٪ سلنه یی هزاره میشتو سیمو ته تللی او همدا ډول په ټولو د کرنی او زراعت په برخه کې حالت همدا ډول دی.
۵- سیاسی ویشنی د ولایتونو په سر:
بل لورته کله چې د مرکز پلازمینی پر کچه په لوی سر کې کومی ګمارنی او ټاکنی کیږی هم لومړیتوب دوی ته ورکړل شوی لکه مرستیال وزیران، سفیران، والیان او داسی نور په سیاسی کچه ددی بی عدالتی ښه بیلګه د ۱۳۸۹ کال ټاکنې دی هغه چې د غزنی ۱۱ څوکی چې ۸ یی باید پښتانه وای، او پښتانه نوماندانو د دی صلاحیت د منلو وړ رایه هم وړی ه، مګر د یوی دسیسی په پایله کې دغه لوی حق ترینه واخیستلی شو.
د دی ټولو ناخوالو په پام کې نیولو سره او د یوی ایډیالی او د ټولنیز متوازن سیاست په لیدلوری چې عدالت یی اصل وی، د ښه حکومتواله کړنی او پایلی چې کله مونږ یوازی د غزنی په کچه تر ارزونی، محاسبه او معیاری غور لاندی ونیسو نو وبه وینو چې مونږ څومره د مفاهیمو له اصلی معنا لری پاتی شوی یو، او تر کومی کچې دلته حکومتی قومی فساد او بی عدالتی د استبداد او ټولیټاریزم خواته تللی دی، هغه چې قانون ددی پرځای چې د خلکو په حقونو څارنه وکړی، نظام د ملت د اراده ممثل وی او سیاسی توازن رعایت کړی تل عملا د فساد او جنون ښکار شوی.
نو په جراآت د وجدان او صراحت د کلمې ویلی شو، چې د افغانستان روانه کشاله په عمومی توګه او د غزنی ولایت روان کړکیچن امنیتی وضعیت په ځانګړی ډول په ټوله معنا کنه وی ولی په لوی کچې سره د ښه حکومتواله د نه شتون او نا متوازنه سیاستونو څخه د سیاسی نظام دی.