تاند- روسیه وايي، افغانستان په انرژۍ کې په ځان د بسیا کېدو لپاره لوړ پلانونه لري او روسیه په دې برخه کې له دغه هیواد سره مرسته کولی شي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د انرژۍ مرستیال وزیر یوري سینیورین نن /پنجشنبه/ وویل چې افغانستان هڅه پیل کړې چې په انرژۍ کې د خپلواکېدو لور ته ګامونه واخلي او روسیه تیاره ده چې د افغانستان د انرژۍ د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.
د افغانستنان ولسمشرذ محمد اشرف غني ویلي چې په هیواد کې د شاوخوا ۱۶ بندونو د جوړولو پلان لري.
ښاغلي سینیورین وویل:«افغانستان د انرژۍ د تولید لپاره لوړ هدفونه ټاکلي او غواړي چې په دې برخه کې پر نورو هیوادونو متکي نه وي.
پر دې سربېره افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د برېښنا د انتقال او دغه راز جنوبي اسیا ته د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین د پروژو لپاره تیاري لري.
د روسیې د انرژۍ مرستیال وزیر وايي، روسي پانګوونکي غواړي چې په دغو پروژو کې برخه واخلي.
Электрификация плос Афганскии работающий класс это прогрес и мир в стране. Да здравствуют электрификацию в Афганистан دا ډير ښه او معقول او پر ځائ کار دئ که رشتيا روس غواړي دا سرمايه ګزاري وکړي دا به مو دپرمختګ او دسرتاسري سولي خواته بوزي