تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې نن دوهمه مسابقه وګټله.
د دې مسابقې پچه هانګانګي لوبغاړو ګټلې وه او بیټنګ هم دوی پیل کړ خو افغان باولرانو پرې نښودل چې زیاتې منډې وکړي.
د هانګ کانګ لوبغاړو د افغانستان ټیم ته ۱۱۷ منډې هدف وټاکه چې په روانو سیالیو کې تر ټولو ټیټ هدف و.
د افغانستان لپاره محمد نبي خورا ښه باولینګ وکړ. ده، چې د دې مسابقې غوره لوبغاړی شو، د هانګ کانګ ۴ لوبغاړي وسوځول.
دوه نور لوبغاړي راشید خان او ګلبدین نایب وسوځول.
خو حمید حسن، که څه هم څوک ونه سوځول مګر په ۴ اورونو کې یې ۱۷ منډې ورکړې چې تر نورو لوبغاړو کمې منډې وې. محمد نبي په ۴ اورونو کې نه یوازې ۴ لوبغاړي وسوځول بلکې ۲۰ منډې یې ورکړې چې له حمید حسن وروسته تر نورو کمې منډې دي.
د افغانستان تر ټولو مهمه او ټاکونکې لوبه به له زیمبابوې سره وي. اوس د دواړو ټیمونو امتیازونه یو شی دی. دواړو دوه – دوه ټیمونه مات کړي.
د افغانستان او زیمبابوې ټیمونه به د مارچ په دوولسمه (د شنبې ورځ) سره مخامخ شي. که هر ټیم وګټله، بل پړاو ته به لاره مومي.
د نننۍ مسابقې شېبه په شېبه حال
اوس افغانستان بیټنګ کوي:
منډې : 115
اوور : 18
سوځېدلي : 4
په 13 توپونو 2 منډو ته اړتیا ده
په 17 توپونو ۱۷ منډو ته اړتیا ده
د شفیق الله پر ځای ګلبدین نایب راووت
شفیق الله وسوځېد
په ۲۶ توپونو 10 منډو ته اړتیا ده
په 24 توپونو 15 منډو ته اړتیا ده
شفیق الله راووت
نورعلي ځدراڼ 37 توپونو ۳۵ منډې وکړې
نورعلي ځدراڼ وسوځېد
نجیب الله ځدراڼ راووت
محمد نبي په ۱۱ توپونو۱۷ منډې وکړې.
محمد نبي وسوځېد
محمد نبي راووت
شهزاد وسوځېد
شهزاد په ۴۰ توپونو ۴۱ منډې وکړې
بیټنګ کوونکي: نورعلي ځدراڼ او محمد شهزاد
نورعلي لومړۍ څلوریزه ووهله
تر اوسه ځدراڼ ۲او شهزاد ۱ څلوریزه وهلې
شهزاد دوې شپږیزې پر له پسې ووهلې
تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په څو شېبو کې د هندوستان په ویدربه میدان کې د هانګ کانګ د ټیم په وړاندې راوځي.
دا به د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې د افغانستان دوهمه سیالي وي.
افغانستان، چې په (بي) ګروپ کې دی، لومړۍ سیالي له سکاټلنډه په ۱۴ منډو وګټله.
د هانګ کانګ د کرکټ ټیم کیپتان پرون د افغانستان ټیم تجربه کاره او پیاوړی وباله خو له دې سره سره پرون په اې ګروپ کې د بنګله دېش نسبتاً تجربه کاره لوبډلې د هالنډ کمزوری ټیم په خورا مشکله مات کړ.
زیمبابوې د سې شنبې په ورځ د هانګ کانګ ټیم په ۱۴ منډو مات کړ. زیمبابوې خپله دوهمه مسابقه نن /پنجشنبه/ له سکاتأنډ څخه په ۱۱ منډو وګټله.
د افغانستان او هانګ کانګ د مسابقې نور حال د همدې خبر په دوام کې وړاندې کېږي.
پچه هانګ کانګ وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.
هانګ کانګ بیټنګ کوي.
اوور: ۳
منډې:۱۶
سوځېدلي:
په لومړي اور کې حمید حسن باولینګ وکړ.
دولت ځدراڼ باولینګ کوي.
د افغان لوبغاړو باولینګ