زموږ د کلي د جومات مخې ته کوچینۍ ویاله تیره شوې ده. د دې ویالې پر غاړه پلنې ډبرې ایښودل شوي دي. پر دې ډبرو به کتار خلک ناست وو او اودسونه به یې کول.پر ویالې د توتانو او د یوه لوی چنار ګورو ښاخونو شین سیوری کړی دی.

ګرمي کې به اودس پلمه شو او نور به خلکو مخونو ته لپې لپې اوبه اچولې او چا خو به تر ډېره پښې په اوبو کې ښکته نیولې وې. په هغه ورځ ګرمي وه، یو کلیوال د ویالې په غاړه ناست و. ډکه ډکه لپه اوبه یې مخ ته شیندلې. څه اوبه به بیرته ویالې ته او څه به د ویالې پر غاړه تویه شوې. د ملا صاحب ور پام شو. له جومات نه یې ورغږ کړ: هلکه! اصراف مکوه، ګناه لري. هلک د اصراف په مانا سر خلاص نشو.

ملا صاحب بیا ورغږ کړ: په اوداسه کې له اندازې زیاتې اوبه استعمالول هم اصراف کې راځي.ملا صاحب د خپل نصیحت د قوت لپاره یو آیت شریف تلاوت کړ او بیا یې د هغه ژباړه په لوړ غږ وکړه: (اصراف کوونکي د شیطانانو وروڼه دي.) او بیا یې ور زیاته کړه: غواړې د شیطانانو وروڼو کې حساب شې؟

هلک ژر ځان را ټول کړ، په څادر یې مخ او لاسونه وچ کړل او د ویالې غاړه یې پریښوده. د دې ملا صاحب نصیحت مې هیڅ نه هیریږي، له هماغې ورځې راهیسې له اوبو سره ډېر احتیاط کوم، نه په اوداسه کې اصراف کوم او نه په غسل کې. حتی د تندې په وخت هم دومره اوبه ګیلاس کې اچوم چې رانه اضافه نشي او وه یې نه شیندم. چې کله رانه معمولي اصراف هم وشي، نو ځان راته د شیطانانو ورور ښکاره شي او بیا ژر توبه وکاږم.

د ملا صاحب دا نصیحت را ته د زمري په ۱۲مه، د شنبې په ورځ بیا په یاد شو. خو دا ځلې مې سخت ټکانونه وخوړل. حیران وم دې اصراف کوونکيو ته څه نوم ورکړم؟ پوهیږئ،دا نصیحت راته چیره را یاد شو؟ نو غوږ شئ:

دا د جلال اباد ښار دی. دلته د سړک په غاړه یوه نرۍ سمټي ویاله تېره شوېده. د ویالې په غاړه پوخ جومات دی. په دې جومات کې مدرسه ده.په دې مدرسه کې به هر سهار د بلبلانو په څېر ماشومان چغېدل. یو خوږ شور به و، د قرانکریم مختلفې برخې به تلاوت کیدې او د تلاوت دې خواږه اواز به روح ته سکون ورکاوه.

د ویالې په غاړه خلک راټول ول، جومات خاموش و. خلکو سره سطلونه وو، په سړکه یې اوبه شیندلې او جارو کول یې. لږ وړاندې د اور وژنې سور موټر ولاړ و، له موټره لوی پایپ غځیدلې و او له خولې یې په شدت اوبه را وتلې.

 د ملاصاحب نصیحت را په زړه شو، ګامونه مې ګړندي کړل، زړه مې و، ورباندې چیغه کړم او ورته ووایم چې په اوبو اصراف مکوئ، ګناه ده. اصراف کوونکي د شیطانانو وروڼه دي، غواړئ د شیطانانو په وروڼو کې حساب شئ!؟ نږدې و، پښه مې خویه شي، لاندې مې وکتل، د سړک رنګ بدل و، په تور قیر سړک سور رنګ خور شوی و.

ځای ځای سره حبابونه د سړک پر مخ ښکاریدل. ویاله کې ځای ځای کوچیني سره ډنډونه جوړ شوي وو. دا هغه وینه وه چې شیبه وړاندې د ماشومانو په رګونو کې چلیدله، د همدې په زور په کوچینو ژبو د قران پاک خواږه ایاتونه تلاوت کیدل.ملکوتي نغمې زمزمه کېدې.د همدې په زور له جومات نه یو خوندور شور پورته کیده او د همدې په زور روح سکون اخیسته.های! دلته یوازې په وینو بهولو کې اصراف نه و شوی. لښتی او سړک یوازې له وینو ډک نه و، شاو خوا د غوښو پریمانه ټوټې پرتې وې.

دا د تنکیو ماشومانو د بدن ټوټې وې. دا د هغو بدنونو برخې وې چې د خدای کور کې یې د خدای کلام تلاوت کاوه. د روژې په مبارکه میاشت کې یې وطن ته سوله غوښته، خپلو مړو ته یې د مغفرت دعاوې کولې، د خپل ولس د سرونو خیر یې غوښته.

دا هغه غوښې وې چې شیبه وړاندې یې د خدای پاک کلام ګرځاوه، خو اوس د همدې اسماني کلام له پاڼو سره یوځای سوځیدلې وې.اور هم اصراف کړی و، تنکۍ غوښې یې ډېرې سوزولې وې. ځینې ټوټې خو بالکل په سکرو بدلې شوې وې. دلته، انسانان په وینو کې لټیدل. د هغوی ژبې وچې وې، مخونه یې د باروتو لوګیو لوغړن کړي وو، وینه به یې خولې ته راغله، خو ژر به یې تو کړه، هغوی په دې ویره کې و چې وینه یې تېره نشي او روژه یې ماته نشي. دې کوڅه کې په هغه ورځ ډېر اصراف شوی و. دومره اصراف چې اوس یې جبران نه کیږي.

اوس هغه جومات خاموش دی، اوس هلته د ماشومانو خواږه غږونه نشته او اوس هغه تنکي ماشومان تر خاورو لاندې دي. های! زموږ د وینو په بهولو کې ډېر اصراف روان دی. دا اصراف ډېر اوږد شو، د وطن ګوټ ګوټ ته ورسید. هرې کوڅې او سړک د وینو رنګ اخیستی. څوک شته چې په لوړ غږ ووایي: د وینو په بهولو کې اصراف مکوئ، اصراف کوونکي د شیطانانو وروڼه دي.؟

 محمد نعمان دوست، جلال اباد د زمري ۱۵مه،۱۳۹۲ ګرداب ورځپاڼه

5 thoughts on “د وینو اصراف/ محمد نعمان دوست”
  1. که کوم غیرمسلمان قران سره ناسم فزیکی چلند کړای وای نو اوس به محشر جوړ و، اورونه به بل و، سرونه به مات و، مګر دا شان پیښو کې چې هم قران او زده کوونکی یې غبرګ سیځل کیږي او هغه هم د هغه چا لخوا چې تر ټولو ښه مسلمان ځانته وایي، ټول هغه کسان چوپه خوله دي، نه دې حلال څه وایي نه د حرام ، دلته ده چې موږ افغانان یوازې د مسلمانانو په حیث نه بلکه د انسانانو په توګه هم باید پر ځان شک وکړو.

  2. که کوم غیر مسلمان دا کار کړای وای نو د ننګرهار پوهنتون تش په نامه محصلینو به بیا دننګرهار کابل لاره تړلی وه او مرګ مرګ ناری به یی وهلی اوس خو یی خولی ماتی دی . یا د کابل هودخیلو به څو د پولسو موټرونه سوزولی وو اوس چیرته ورک دی

  3. قدرمنت ورور الله مو په قلم برکت کړه باور لرم که ستاسی په شان څو کسان پیداشی زموژ د مظلوم ولس اه د خلکو عوژو ته په ادبی انداز کی ورسوی ممکن روانه غمیزه ختمه شی الله د ددمظلوم ولس تندی ، وچی شنډی ، د انتظار شیبی د الله د رضا وسیله او د مسلمانانو د خوښی او دوران ویجاړ وطن د ابادی وسیله کړی او الله د په ټول ملک کی د دښمنی په ځای ورورولی، د کینی پر ځای مینه ، د حسد په اخلاص ، د دښمنی په ځای صلحه ، د جنګ په ځای امن او امان د تعصب په ځای اسلامی ورور ولی راولی او الله مو د د الله د دین خادمان ، د رسول علیه السلام د سنتو پیرو ، د اسلام د لاری واقعی داعیان د وران ویجاړ وطن رښتنی خدمتګاران او په نړی کی د ترقی او ازادی دلاری اتلان او علمبرداران جوړ کړی او متعال خدای دی ددی ملک او اسلام بد خواهانو ته د هدایت در وازی خلاصی کړی او که د هدایت وړ نه وی الله تعالی د دی ملک مظلوم ولس تری خلاص کړی
    ای الله ای زموز ربه زمونز لویه خدایه ناری مو واوره دعا مو قبوله کړه
    ای زموږ خالقه رب العالمینه
    هغه روح زموژ په ژوند کی راولی چه وروڼه مو یو دبل سره په اسلامی ورورولی کی ژوند وکړی او د کوچنیو ماشومانو، میندو، بورو، ورارو ، یتیمانو ، په شونډو کی مسکا او په چهره کی خوښی له ورایه وگورو او په ملک کی مو د باروتو د دود ،په څای دګلو بوی دبمونو د غژونو په ځای د ورورولی ترانی ،له لری او نژدی واورو زموژ ربه رموژ اعمالو ته مه ګوره خپل فضل او کرم زموژ د
    ملیونونو کونډو ورارو ، معیبینو ، یتمانو او هغه بورو چه یوا زنی زوی یی ستا د رضا لپاره صدقه او قربانی کړی وګوره
    ای الله ای زموز ربه زمونز خالقه زموژ د امید لپه شوی لاسونه خالی مه پیژده ناری مو واوره دعا مو قبوله کړه
    په ملک کی مو تل پاتی صلحه راوله
    امین یارب العالمین
    ستاسی ورور حبیبی

  4. ډیره غمجنه لیکنه ! دې خدای لعنت دې وی په تور لنګیانو او دپاکستان پر تالی څټو! آمین

  5. دوست صیب په ګوتو دی برکت شه ډیره پرځای لیکنه دی کړه الله دی توان درکړی ترڅو ددی کړیدلی ملت په زخمونو دمرحم پټۍ کیږدۍ .زه باور لرم ستاسی داډول لیکنې یوډول تاثیر لری خدای دی وکړی په هغه خلکو هم تاثیر وکړی چې په وینو تویولو کې اصراف کوی او نور ددی دردیدلی ملت وینی توی نه کړی او په افغانستان کې نور وینی تویدنی ته دپای ټکې کیښودل شې ترکومه به د افغانانو وینی تویږی ترکومه به افغان میندی دویر په ټغر ناستی وی ترکومه به میندی بوری وی داخلک ولی نه پوهیږی داخلک ولی رحم نه کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *