تاند- افغانستان، هند او ایران به راتلونکې میاشت په نوي ډیلي کې د درو هیوادونو ترمنځ د ترانسپورتي او ترانزیتي موافقې د نهايي کولو لپاره غونډه وکړي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویکاس سواروپ د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل:«موږ له تېرو څو میاشتو راهیسي د چاه بهار بندر او زاهدان له لارې د افغانستان له جنوب لوېدیځ سره د افغانستان، هند او ایران ترمنځ په درې اړخیزې ترانزیتي او ترانسپورتي موافقې خبرې کوو.»
ده همداراز وویل:«د متخصصانو د ډلې لومړۍ غونډه تېر کال په تهران کې جوړه شوه. د موافقې د مسودې یوازې څو ټکي پاتې دي او نهايي شوي نه دي.»
سوارپ وویل، په دوهمه غونډه کې، چې د اپریل په میاشت کې په هند کې جوړېږي، تمه ده چې پاتې ټکي حل او موافقه پرې وشي.
د چاه بهار بندر د بشپړېدو په صورت کې به پر پاکستان د افغانستان ترانزیتي اتکا کمه شي او هند به هم، چې پاکستان اجازه نه ورکوي، له خاورې څخه یې هندي مال افغانستان ته صادر شي، افغانستان او منځنۍ اسیا ته د وارداتو او صادراتو نسبتاً اسانه او ارزانه لار ومومي.