نیټه :  د روان کال د کب ۲۰

هغه غونډه چې د ګوند په مرکزي دفتر کې ترسره شوه د ګوند د عالي او اجراییه شورا غړو ، د ولایتي جرګو منشیانو ، علماوو ، د ګوند پخوانیو کدرونو او ځوانانو په کې برخه اخیستې وه.

غونډه د قرانکریم په څو مبارکو آیتونو په تلاوت اود ملي سرود په غږولو پیل شوه ، ورپسې د ګوند لوی منشي او سرپرست مشر ښاغلى پوهاند دوكتور عبدالقيوم عارف پرانیستونکې وینا وکړه او زیاته یې کړه چې افغان ملت ګوند د ډیموکراسۍ په لسیزه کې د ټولنې د اړتیا په اساس د یو ملي او سیاسي جریان په توګه تاسیس شو. د هغه په وینا ګوند د مختلط اقتصادي نظام پر بنیاد جوړ او د دولتي سکتور له خوا د خصوصي سکتور سره په مرسته کې د هېواد د اقتصادي ودې د پالیسۍ پلوي کوي.

د ښاغلي عارف په وینا ګوند په ولسمشریزو ټاکنو کې د عالي شورا د پرېکړې سره سم د ښاغلي اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ، خو کومې وعدې، چې ښاغلي ولسمشر هغه وخت له افغان ملت ګوند سره کړې وې، متاسفانه چې تر اوسه پورې د هغو د تر سره کېدو څرک ونه لګېد.

2اوسنی دولت چې زموږ په مرسته رامنځته شوی، که څه هم یو شمیرستونزې او  نیمګړتیاوې لري، خو موږ یې د اصلاح او په ښایسته سالارۍ د جوړېدو غوښتونکي یو.

موږ د دولت د مخالفې  هېڅ کومې جبهې او اپوزیسیون ملاتړ نه کوواو په هېواد کې د سولې او امنیت راوستل، په شته شرایطو کې یوه اساسي اړتیا بولو او په دې اړوند د دولت هڅې ستایو.

موږ د پارلماني ټاکنو ډیر ژر غوښتونکي یو او موجوده وضعه د وطن او خلکو په ګټه نه بلو ، موږ د اساسي قانون او د ټاکنو  د قانون تطبیق غوښتونکي یو .

وروسته د افغان ملت ګوند د پخواني مشر او د مؤسسې کنګرې غړي دوکتور محمد امین واکمن په مشرﺉ له ګوند څخه د جلا شوې ډلې پیغام ولوستل شو په پیغام کې راغلي وو چې  ګوند باید خپلو اساسي کرښو ته وروګرځول شي او د یوې لیکلې اعلامې په لاسلیکولو سره یې اعلان وکړ چې وروسته له دې به دواړه اړخه د واحدو تشکیلاتو په لرلو سره د پوهاند دوکتور عبدالقیوم عارف په مشرﺉ ګډه مبارزه کوي ،او د ګوند د اساسنامې پر بنسټ دوکتور محمد امین واکمن به د ګوند افتخاري مشر وي .

ورپسې د افغان ملت ګوند د موسسې کنګرې غړي استاد قیام الدین خادم  زوی ښاغلي روښاان  خادم  چې درېنیمې لسیزې له ګوند څخه فاصله نيولې وه  وينا و کړه ښاغلى خادم د ګوند په جوړښت ارزښناکه خبرې وکړې او د ګوند د پنځوسمې کليزې د مباركۍ تر څنګه یې د ګوند پر یووالي ټینګار وکړ او خپل ملاتړ یې له موجوده رهبرۍ څخه اعلان کړ.

وروسته د ګوند ویاند ښاغلي عبدالله شېرزي د ګوند په نا خوالو او پخوانۍ رهبرۍ په بې کفایتۍ خبرې وکړې او زیاته یې کړه موږ د ډيرو قربانيو او  روڼ تاريخ  په درلودو سره بيا هم په څو وروستيو کلونو کې ونشوی  کړی چې د خپلو کدرونو له انرژۍ او  استعدادونو  نه د ګوند په غښتلتيا او د هېواد په سياسي ژوند کې د فعالې ونډې په خاطر لازمه استفاده وکړو ،زموږ پخواني مشرتابه له دغو  بحرا نونو نه د  وتلو لپاره نه کافي انرژي او نه کوم ټاکلی پلان درلود ؛ د ګوند پخوانيو کدرونو او مشرانو ته يې شا کړې وه ،د ځوان نسل له  انرژۍ اواستعدادونونه يې کار  وانشوی خيستلی د کارويش او مدرن منجمنت ارزښت او ضرورت ته اصلا  متوجه نه  ول .

د نوموړي په وینا د هېواد له ملي ګټو نه دفاع او ساتنه زموږ تاريخي مسووليت دی. زموږ تير ګوندي رهبرۍ  ونشوای کولای  چې دغه ستر ملي رسالت   تر سره کړي ،نو ځکه  مو و پتيېله  چې په ګوند کې د جوړښت او پرسونل له پلوه بنسټيز بدلون رامنځته کړو او ګوند په يوه اغيزمنه او  مدرنه سياسي مؤسسه بدل کړو.

وروسته بیا د ارواښاد عبدالجلیل وجدي زوی دوکتور حبیب الله وجدي خبرې وکړې او په ګوند کې یې په اصولیت ټینګار وکړ ،او زیاته یې کړه چې پخوانۍ رهبرۍ د خپل سریو له امله ډیرو ګوندي کدري غړو ګوند پریښود. او په دې خوښي څرګنده کړه چې نن ټول هغه خفه شوي ګوندي وروڼه بیرته په یوه ټغر د پوهاند عبدالقیوم عارف په مشرﺉ سره را ټول شوي دي.

غونډه د ګوند د سیاسي کمېسیون مشر ښاغلي دوکتور رحیم پښتونیار له خوا و ارزول شوه او یاده غونډه یې د ګوند د وحدت غونډه وبلله او له ګوند څخه د بیلابیلو جلا شوو څانګو له یو خای کیدو څخه یې خوښي وښوده ، ډاډ یې ورکړ چې وروسته له دې به ټول د ښاغلي  پوهاند عبدالقیوم عارف په مشرۍ د  واحد ګوند تر چتر لاندې مبارزه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *