پوهیږو چې پیسې داسې څه نه دي چې له ځمکې رازرغونې شي، یا د ونو پر څانګو راوټوکیږي، بلکې پیسې د انسانانو په لاسونو جوړه شوې (مصنوعي) پدیده ده چې د انسان په لاسونو د جوړو شویو ډېرو جالبو اختراعاتو په ډله کې راځي. د دې جالبې او حیرانوونکې پدیدې پیدایښت او اختراع د نورو ډېرو مصنوعاتو او اختراعاتو په خلاف نشو کولی چې په یوه ځانګړي فرد یا تمدن پسې وتړو.
د پیسو د پدیدې تکامل او بشپړتیا د تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو ملتونو او قومونو د تجربو زېږنده ده چې د وخت په تېرېدو یې بېلابېلې ښېګڼې او نیمګړتیاوې راڅرګندې شوې،چې انسان یې له هغه څخه د غوره ګټې اخیستنې،لږ لګښت او د هغې تر ټولو سپکې بڼې ته رسولی دی.
د پیسو پېژندنه او دندې:
پیسې په ټولنه کې له هر هغه شي څخه عبارت دي چې د ادلون بدلون او د توکو او چوپړتیاوو د بیې لپاره کارول کیږي. پیسې د شتمنۍ یو ډول دی چې په اقتصاد کې دری لویې دندې سرته سوي او د همدغه دندو په نظر کې نیولو سره یې له نورو شتمنیو څخه توپیر کیږي،دا دندې عبارت دي له:
لومړی: د بدلون وسیله
هر هغه شی چې پلورونکی یې د توکو او خدمت له کبله له پیردونکي (مشتري) څخه تر لاسه کوي د مبادلې وسیله ګڼل کیږي.
د بېلګې په ډول هغه مهال چې د کتابچو او قلمونو پلورنځي ته ځی پلورونکي ته د قلم یا کتایچې د رانیولو په مقابل کې پیسې ورکوی.
دوهم: د شمېرلو واحد
د پیسو یوه بله دنده داده چې د ټولو توکو بیه د هغه له مخې ټاکل کیږي. د ښې پوهېدنې لپاره د بیو د اندازه کولو او ښودنې لپاره یو چوب-ګز دی، ریښتیا هم څرنګه چې وزن په کیلو ګرام اندازه کوو د بیو لپاره له پیسو څخه کار اخلو.
له پیسو پرته په اقتصاد کې د بیو روښانه انځور وړاندې کول شونی نه دی. ځکه که د بېلګې په ډول ووایو چې د سل کیلوګرامه غنمو بیه له یو پسه سره برابره ده،ښايي بیاهم دا پوښتنه وشي چې د یو پسه بیه څومره ده. که ووایاست چې د یو پسه بیه له ۲۰ متره ټوکر سره سمون خوري بیا هم تاسې نشی کولی چې له د هېڅ کوم توکي د بیې ریښتینۍ انځور وړاندې کړی،مګر دا چې په ټولنه کې پیسې شتون لري نو د بیو د معلومولو لپاره به له یو واحد معیار څخه کار واخیستل شي.
دریم: د ارزښت زېرمه
د پیسو دریمه دنده دا ده چې د پیسو په ساتلو سره کولی شو د پېرودنې اوسنی ځواک ( د توکو او خدماتو د پېرودنې لپاره ) راتلونکې ته ولېږدوو،د پیسو د بیو ثبات د پیسو د ارزښت د زېرمې لپاره یوه مناسبه وسیله ده.
که څه هم بیه لرونکو پاڼو،د شرکتونو د سهمونو،سرو زرو،ساختمانونو او داسې نورو شتمنیو په وسیله د پېر اوسنی ځواک په راتلونکې کې د لګښت لپاره ساتلای شو مګر پیسې په ډېره لوړه کچه د نقده ګۍ او قبلېدنې له وړتیا څخه برخمنې دي.
د اقتصاد په علم کې له نقده ګۍ څخه موخه د مبادلې لپاره په آسانۍ سره د شتمنۍ اوښتل دي. پیسې د هرې پېرودنې او مبادلې لپاره منل کیږي.هېڅکله یو څوک،پلورنځي،بانک یا د غنمو موسسه له تاسې څخه نه غواړي چې د نغدي ورکړې پر مهال پیسې په جیب کې کېږدی او د هغه پر ځای خپله پېژندپاڼه هغوی ته ورکړی.
په داسې حال کې چې چک،د پور پاڼه او سهام خو لومړی په هر ځای کې منل کیږي نه، بل دا چې د یو شخص له پوره هویت او پېژندنې وروسته هغه ته د لېږد حق حاصلیږي خو نشو کولی په مطلق ډول ووایو چې پیسې د ارزښت د خوندي کولو لپاره یوازینۍ غوره او مناسبه وسیله ده ځکه په نننۍ نړۍ کې دا ډېره ستونزمنه ده
چې اقتصاد دې له انفلاسیون ( د بیو په عمومي کچه کې لوړوالی او د پیسو د پېرلو د ځواک لږېدل) څخه خوندي وساتل شي.
په دوهم ګام کې په ځینو وختونو کې د لګښت د فرصت لپاره د پیسو ساتل غیر اقتصادي دي.