موږ د خپل تاریخ په اوږدو کې په نظامي، سیاسي،ټولینزو او فرهنګي برخو کې ډیرستر اتلان یامیړنې لرو چې هروخت یې په غونډو اومجلسونو کې ستایو خو اوس یو داسي میړنی زموږ په افغان ملت کې پیدا سوی چې تعداد یې ډیر کم اما کړنې یې دستایلو دې چې یو دداسي میړنیو څخه دقندهار دولایت اوسیدونکی حاجې احمدمقصود دی چې فعلآ دسویډن په مالمو ښار کې څه دپاسه دري لسیږي کیږي چې دمهاجریت ژوند کوي اما افغانې احساس اوپښتونولي یې دخپلو بې وزلو افغانانو سره جاري ساتلي موږ چې په بلوچستان کې کډوال یو دیو لړ زیاتو ستونزو سره لاس اوګریوان یو دهمدغو ستونزو اوخاصتآ دهغو بې وزلو چې دلوی څښتن څخه پرته بل څوک یې دپوښتنې اومرستي نسته نو زه کوښښ کوم چې ږغ یې درسینو اوخصوصآ دځینوفیسبوکې پاڼو له لاري تر هېوادوالو پوري ورسوم چې داسې بې وزله افغان کډوال ورونه اوخویندې مو هم په بلوچستان کې میشت چې ځینې په اروپااو امریکا کې میشت افغان وطنپالان راسره مرسته کوي او بیامرسته تر اړمنو خلګو پوري رسوم چې هریو به جلا،جلا درسنیو له لاري تاسو هېوادوالو ته معرفي کړم خو یو هم له دغې جملې څخه حاجې صاحب مقصود دی چې ددرو یتمیانو د زده کړې ټول مصارف یې تر دوولسمو ټولګیو پورې په غاړه واخست او هره میاشت دهمدو دروتنو چې یوه یې انجلی ده او دوه تنه هلکان دمیاشتې کورنی مصارف رالیږي او زه یې تر دوئ ورسوم.
الله پاکه همداسي میړنې راډیر کړي.
