کله ناکله مې فکرونه دومره له ځان سره واخلي، چې د ځان په اړه قضاوت  کولی نه شم.

دا چې له يوه لوري په افغاني ټولنه کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي موجوديت، زدکړو ته نه لاسرسی، روغتيايي اسانتیاوو نه شتون ټولې هغه بدمرغۍ دي، چې کليوالي  مېرمنې ورسره لاس او ګرېوان دي.

    ددې لپاره چې دغه ستونزې کمې شوې وای، د ښځو د تاوتريخوالي قضيو ګراف راټيت شوی وای، خو د تمې خلاف دغه ګراف لوړ شوی دی.

په تېرو ديارلسو کلونو کې  افغانستان کې د ښځو د وړتيا لوړولو لپاره ډېرې زياتې پیسې راغلې دي.

نړيوالې ټولنې چې کومې پيسې د ښځو  حقونو د خونديتوب لپاره  ځانګړې کړې وې.

 همدغه مرسته شوې پيسې باید  په افغانستان کې د ښځو دوړتيا لوړولو  او د ښځو د حقونو د ټول پوهاوي لپاره  لګېدلی وای، خو په خواشینۍ سره چې تر ډېره بريده دغه پیسې د جنګسالارانو   جېبونو ته ورسېدلې، هغوی د خپل امنيت د خونديتوب لپاره زرې ګاډي راونيول، د خپلې کورنۍ د رفا لپاره يې همدغه د مېرمنو مرسته شوې پیسې په لګښت ورسولې.

د ښځو د چارو وزارت هم په دې برخه کې هيڅ کومه لاسته راوړنې نه لري.

که څه هم په ښارونو کې تر يوه بريده د ښځو وضعيت ښه شوی دی، نجوني ښوونځيو  ته درومي، لوړو زدکړو ته لاسرسی لري، روغتيايې اسانتياوې هم ورته برابرې شوې دي.

خو کليوالو سيمو کې کليوالي نجونې لا اوس هم د ولور په نوم پلورل کېږي، په بدو کې د نجونو ودول، په صحرايي محکمو کې په سزا محکومېدل، روغتيايي اسانتیاوو نه شتون  ټول د کليوالو ښځو د بد حالت څرګنده شاهدي وايي.

 د ښځو چارو وزارت او اړونده رياستونو؛  د مېرمنو د حقونو  خونديتوب او هغوی ته د تعليمي اسانتياوو د برابرولو ټولې پروژې يواځې او يواځې تر ښاره پورې محدوده دي.

همدغه پروژې که چېرته په ولسواليو کې عملي شوې وای، نو نن به په کلیو او بانډو کې د مېرمنو د بد حالت شاهدان نه وو.

 په خواشينۍ سره چې  د کلیوالو مېرمنو  حالت له ورځې بلې ته بدتر کېږي، خو د ښځو د چارو مدافعين د همدغه بېوزله مېرمنو پيسې  بېځایه په لګښت رسوي.

له يوه لوري په کلي کې جګړې چې هره ورځ د مېرمنو او مېندو مخې ته جنازې ايښودل کېږي، له ورځې بلې ته ؛ يې د کورنۍ د ګټې او وټې سړی له لاسه ورکوي، خو دولت او په تېره بیا  همدغه مدافعينو  يې هيڅ  پوښتنه کړې نه ده.

 که دولت چېرته رښتيا هم ژمنتيا درلودای او د ښځو ستونزو ته يې خپل پام اړولی وای، نو تر ډېره بريده  به د ښځو نني حالت زيات توپير کړی وو.

 مېرمنې د جګړې په سړولو کې هم کې تر هر چا ښه رول لوبولی شي.

ځکه ښځه مور ده او  خپل زوی يې له امر څخه هيڅ سرغړونه نه کوي.

ښځه مېرمن ده، چې له خاوند سره  يې د مينې تار داسې تړل شوی دی، چې هيڅ د شلولو امکان نه لري، نو همدغه مېرمن کولی شي، چې خپل خاوند د جګړې له تودې کرښې څخه راوګرځوي.

همدارنګه ښځه خور ده، چې له ورور سره عاطفي تړون لري، همدغه تړون کولی شي، چې د هرې ښځې ورور له جګړې څخه لاس په سر شي.

که چېرته دولت رښتیا هم سولې ته ژمن وي، دولت که چېرته د ښځو د حقونو  خونديتوب لپاره هڅې کوي، نو په کار ده،چې  مېرمنو د ښه  ژوند او د هغوی د وړتيا لوړولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د افغانستان اساسي قانون ښځه او نارينه دواړه برابر بللي دي، خو دولت يواځې هغه کسانو ته  لومړيتوب ورکړی، چې د ملت په وينو يې لاسونه سره وي، هغه کسانو ملا هم تړي چې مافيايي کړيو سره لاس لري او هغه څوک يې په څنګ کې نيولي دي، چې ښځو پر حقونو يې څرګند تېری کړی دی.

 يواځې مېرمنې دي، چې نه يې د چا ورور وژلی او نه يې خپلې منګولې بې له نکريزو د چا په وينو سرې  کړې دي،   تل يې د هر ځوانيمرګ ورور په مرګ ساندې ويلې دي، خو دولت  بیا هم بې تفاوته دی.

که چېرته دولت غواړي، چې رښتيا هم له  نني بدحالت څخه ځان وژغوري، نو لازمه ده، چې د ښځو د حقونو د ټول پوهاوي لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړي، دسولې په پروسه کې د ښځو ونډه  کولی شي، چې اغېزمن واقع  شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *