د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست

له کله راهيسې چې لنډ مهاله اداره رامنځ ته شوه، هيواد ته د نړيوالو مخه شوه، انکشافي او پراختيايي پروژو  باندې کارونه پيل شول د خلکو  د هيلو او اميد غوټيو ګلونه ونيول.

خلک پدې باور و، چې دولت به تر ډېره  ولايتي او سيمه ایزې ادارې په پښو ودروي، زه د د ولت په ديارلس کلنو لاسته راوړنو او پرمختګونو هيڅ نه ليکم.

يواځې غواړم، د اطلاعاتو او فرهنګ وزير صاحب! ته ددې پرځای چې د ګلونو  ګېډۍ وروړم او نوموړي ته  د احترام مراتب وړاندې کړم، فقط دغه څو کرښې ليک په لفافه کې ورلېږم.

ښه به دا وي،  دغزني د فرهنګي وضعيت او په تېره بیا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ناغېړۍ له امله غزنی د اطلاعاتو او فرهنګ رياست  اړوند ستونزې وليکم.

اووه کاله وړاندې د اطلاعاتو کلتور په ودانۍ په غټو تورو ليکلي و« غزني د تاريخ هغه زرينه پاڼه ده، چې نړۍ پرې وياړي»  رښتيا هم د تمدن پلازمېنې د نړۍ دغه وياړ وګټل، په دوه زره ديارلسم کال کې د اسلامي هيوادونو پلازمېنه ونومول شوه.

خلکو هيله درلوده، چې  د غزني تللې ښکلا به بېرته راستنه شي، د اسلامي نړۍ د پلازمېنې په رغولو کې به  اسلامي هيوادونه  خپلې پیسې په لګښت ورسوي.

خو هغه مهال هم د اطلاعاتو  کلتور وزارت خپله ناغېړۍ کړې ده، چې  لا اوس هم ډېر فرهنګي او تاريخي ابدات د ځنګدن سلګۍ وهي.

ښاغلی جهاني صاحب! تاسو يو ځل غزني فرهنګي وضعيت ته د خپلو سترګيو تر شا وګورئ، د اطلاعاتو کلتور په ودانۍ کې ماښام ناوخته سړی بېرېږي، داسې فکر کوي، چې زه د پېريانو پر کاله وربرابر شوی یم.

تش په نوم ريس بسم الله  شريفي هم لرو، کېدای شي، دکار سټه به وي، خو غزني لپاره د چينايي پرزې حثيت لري، چې  تراوسه د دوی له لوري داسې کوم ګام پورته شوی نه دی، چې زموږ فرهنګيانو زړه ورباندې اوبه وڅښي.

د اطلاعاتو کلتور ويجاړه ودانۍ،   داطلاعاتو او کلتور ريس نه موجوديت  ټول هغه څه دي، چې  فرهنګيانو  ته د منلو وړ نه دي.

ښاغلی وزير صاحب! کاشکې تاسو يو با صلاحيته پلاوی غزني ته راولېږئ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ چارې په خپلو سترګو وويني، تاسو باید د غزني د ولسونو دغه ستونزې ته جدي پام وکړئ، تر څو په غزني کې  تاريخي ابدې او د نوموتو شخصيتونو مزارونه په اساسي ډول جوړ شي.

لا تراوسه هم د  اطلاعاتو او کلتور کتابتون ودانۍ  ويجاړه ده ، اوس  يواځې د خاورو په ډېرۍ بدله ده، کتابونه تر خاورو لاندې ستونزمنه سا اخلي .

کاشکې د اطلاعاتو د رياست اړوند دغه يوه ستونزه وه، شريفي صاحب په میاشت کې څلور ځله د هرې دوشنبې په ورځ غزني ته راځي، تر څو  د ولايت په اداري جلسه کې ګډون وکړي.

له اداري جلسې وروسته د پېريانو په وزرو بېرته د هيواد پلازمېنې ته تشريف يوسي،  چاپي خپرونې يې هم لکه څنګه چې ښايي هغه ډول نشته، د اطلاعاتو ويجاړه ودانۍ بېرته هم سړی د وحشتونو د دورې په لوري بیايي.

ښاغلی وزير صاحب! خپل ټول درنښتونه درته وړاندې کوم، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ د ودانۍ د رغولو لپاره هڅې ګړندۍ کړه، غزني ته داسې څوک راولېږه، چې هره شېبه زموږ په څنګ کې وي، زموږ ستونزو او ننګونو ته ځواب ووايي، فرهنګي فعاليتونه تر سره کړي.

که چېرې دغه چوکۍ ميراثي يا قراردادي وي، نو موږ بیا بښنه غواړو، کېدای شي، داستاسو تر صلاحيت هم لوړوي او که برعکس خبره وي، نو دغزني د ولسونو ستونزو او ننګونو ته پر وخت ځواب ووايه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *