علاوه پر دې چې د طالبانو لخوا د سولې خبرې رد شوې دي، افغان او پاکستاني چارواکي پدې نظر دي چې په نږدې راتلونکې کې به د سولې خبرې پیل شي. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین، د طالبانو دغه دریځ تکتیکي حرکت بللی دی. له بلې خوا د پاکستان د صدراعظم او ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به د سولې خبرې پیل شي.

یو شمېر شنوونکي پدې نظر دي چې وسله والو طالبانو د سولې خبرو په ردولو سره دوه اهدافه تعقیبول:

اول دا چې د دوی په نیابت له پاکستان سره خبرې شوې وې، که له قید و شرط پرته طالبان د سولې خبرو ته حاضر شوي وای، نو د دې خبرې تصدیق و چې طالبان د پاکستان په نیابت جنګېږي او یوازې د پاکستان مني. د خبرو له رد سره دوی وشو کولای چې تر یوه حده خپل استقلالیت وښيي؛ او

دویم، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال په اوږدو کې طالبانو جګړې ته پراختیا ورکړ او خپلې ټولې منابع یې جګړې ته ځانګړې کړې. دغه ډله پدې نظر وه چې د جګړې له ډګر څخه د بهرنیانو په وتلو به د افغان امنیتي ځواکونو پر ماتې بریالۍ شي او ډېرې سیمې به تر خپل کنټرول لاندې راولي. دوی له تېرو لسو کلونو راپدېخوا په همدې هدف جنګېدلي وو؛ خو د دواړو کلونو په تېرېدو سره، دغه ډله یقیني شوه چې د جګړې له لارې بریا ته نه‌شي رسېدای، دویمه ګزینه د امتیازاتو ترلاسه کول دي. د دې لپاره چې طالبان وتوانېږي د سولې خبرو کې زیات امتیاز ترلاسه کړي؛ د جګړې شدت ته اړتیا لري. طالبانو د سولې لپاره خپل شرایط وړاندې کړل، خو ونه منل شول. طالب مشران د شرایطو نه منل کېدو سربیره په خبرو کې ګډون د تسلیمۍ په معنی تعبیروي چې په مستقیمه توګه د جګړې پر ډګر او طالب جنګیالیو اغېز ښندي. لدې امله چې دوی د امتیاز په لټه کې دي، د جګړې په ډګر کې کمزورتیا، د کمو امتیازاتو ترلاسه کولو او د جګړې له ډګر څخه د جنګیالیو د تېښتې په معنی تعبیریدای شي. پر دې اساس، د دې لپاره چې طالبان توانېدلي و اوسي جګړه توده وساتي، جنګیالي جګړې ته تشویق کړي او له دې لارې امتیازات ترلاسه کړي؛ په لومړي ګام کې یې د سولې خبرې رد کړې. خو باور دا دی چې طالبان د جنګیالیو پر ذهنیت جوړولو بوخت دي او د لنډې مودې په تېرېدو سره به بېرته خبرو ته راوګرځي.

د طالبانو لخوا پداسې حال کې د سولې خبرې رد شوې چې د پاکستان د صدراعظم او ملي امنیت مشاور، په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو او د دوی د کورنیو پر موجودیت اعتراف وکړ او ویې ویل چې طالب مشران او د دوی کورنۍ د پاکستان له اسانتیاوو څخه استفاده کوي. د عزیز په وینا، پاکستان کولای شي له خپل نفوذ څخه په استفادې طالبان خبرو ته حاضر کړي.

د طالبانو د پورتنیو اهدافو سربیره، د پاکستان ګټې هم مطرح دي. په پاکستان کې د طالب مشرانو موجودیت په اړه د سرتاج عزیز له څرګندونو وروسته د طالبانو لخوا د سولې خبرو ردولو سره جوخت، دا باور مطرح شو چې د طالبانو دریځ د پاکستان په ملاتړ شوی، ځکه دغه هيواد په افغانستان کې د مشخصو اهدافو په لټه کې ده او غواړې چې د طالبانو له لارې یې ترلاسه کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر فلیپ هامون سره په ګډه خبري غونډه کې د سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې چې ویلي یې دي، په نږدې ورځو کې به د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي، هم په همدې لړ کې بلل کېدای شي. پاکستان په لومړي ګام کې د افغان حکومت باور ترلاسه کړ، وروسته په‌ خپله خاوره کې د طالبانو پر موجودیت یې ټینګار وکړ او بیا یې طالبان د سولې له خبرو په شا کړل، اوس مهال یې یو ځل بیا ویلي چې په نږدې ورځو کې به خبرې پیل شي. د پاکستان دغه دریځ، د اسلام‌اباد-راولپنډۍ د ګټو ټينګښت په لړ کې بلل کېږي.

مذاکرات او خبرې له سیاسي راکړې ورکړې پرته ناشونې دي. د تېرو درېیو اونیو په اوږدو کې د پاکستان متضادو دریځونو او د طالبانو موقف ته په کتو، ویل کېدای شي چې اسلام‌اباد-راولپنډۍ د زیاتو امتیازاتو ترلاسه کولو په لټه کې دي. مهمه ده چې پدې برخه کې افغان حکومت لازم اقدامات وکړي. افغان حکومت له دوو لارو مخته تللی شي:

لومړی، د سیمه ییزو او نړيوالو متحدینو څخه دې غوښتنه وکړي چې پر پاکستان فشارونه کړي. پدې لړ کې د امریکا، بریتانیا او چین فشاورنه اغېزمن تمامېدای شي؛ او

دویم، که څه هم حکومت د سولې خبرو پیل لپاره نېټه ټاکلې وه؛ خو تر دې‌دمه یې وروستی ضرب‌الاجل نه‌دی ټاکلی. باور دا دی چې د سولې خبرو اترو پیل لپاره د ضرب الاجل ټاکل مهمه دي. د ضرب الاجل ټاکلو او پر طالبانو د پوځي فشار زیاتوالي په صورت کې دا امکان شته چې پر وسله والو طالبانو او پاکستان فشار زیات شي. د فشار په پایله کې ده چې دغه ډله د سولې خبرو ته حاضرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *