پاکستان ۱۴ طالب مشران نیولي دي. د پاکستاني رسنیو د رپوټ لهمخې دغه کسان په کوټه کې نیول شوي دي. په خپرو شویو رپوټونو کې د نیول شویو کسانو هویت په اړه څه نهدي ویل شوي؛ خو دا چې لهدغو کسانو څخه د مهمو سیمو نخشې او معلومات ترلاسه شوي؛ اټکل دا دی چې دغه کسان دې لوړپوړي طالبان وي. په رپوټونو کې راغلي چې له نیول شویو کسانو څېړنې دوام لري.
د پاکستان لهخوا پهداسې حال کې دغه اقدام شوی چې په وروستیو کې وسلهوالو طالبانو، افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار وکړ. د طالبانو له انکار څخه وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و، طالب مشران او د دوی کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي، د پاکستان له اسانتیاوو څخه استفاده کوي او پاکستان کولای شي له خپل نفوذ څخه په استفادې دغه ډله د سولې خبرو ته حاضره کړي.
په پاکستان کې د ۱۴ طالب مشرانو نیولو په اړه درې تحلیله مطرح دي:
لومړی، د سولې په څلور اړخیزو غونډو کې د چین او امریکا ګډون، د نړۍوال تضمین په توګه مطرح شوی دی. پاکستاني چارواکو اعتراف وکړ چې طالب مشران او د دوی کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي او اسلاماباد کولای شي له خپل نفوذ څخه په استفادې دغه ډله د سولې خبرو ته حاضره کړي؛ خو لهدغو څرګندونو څخه وروسته وسلهوالو طالبانو د سولې خبرې رد کړې. طالبانو د سولې خبرې لهدې امله رد کړې، څو د پاکستان له نفوذ څخه تېښته وکړي او مقابلو لوریو ته ثابته کړي چې دوی خپلواک دي؛ خو عملا داسې نهدي. باور دا دی چې پاکستان د سولې خبرو نړۍوالو تضمین کوونکو (چین او امریکا) د فشارونو په پایله کې د طالب مشرانو نیولو ته اقدام کړی دی. لهدې سره له یوې خوا پر پاکستان نړۍوال فشارونه کمېدای شي او له بلې خوا د سولې په برخه کې خپله ریښتینولي ثابتولای شي؛ خو دا چې تر دېدمه د نیول شویو طالبانو کره هویت په اړه څه نهدي ویل شوي؛ ستونزمنه به وي چې د پاکستان د نیت پر ريښتینولۍ دې یقین وشي.
دویم، د تېرو ۱۴ کلونو په اوږدو کې اسلاماباد-راولپنډۍ له افغانستان سره توپیري چلند کړی چې په نتیجه کې یې د دواړو هېوادونو اړیکو لوړې ژورې درلودې. پر دې سربېره چې د تېرو کلونو په اوږدو کې پاکستان د افغان دولت له وسلهوالو مخالفینو ملاتړ کړی؛ دا هڅه یې هم کړې ده چې له حکومت سره اړیکې ولري چې د کابل-اسلاماباد اړیکې تر ډېره بریده د پاکستان د فعالیتونو تر اغېزې لاندې وې. تېر کال (۱۳۹۳) ژمی د دواړو هېوادونو اړیکې ښې شوې؛ خو د هوا په ګرمېدو او د جګړې موسم په را رسېدو، ستونزې پیدا شوې او په شاهشهید کې د چاودنې له امله اړیکې خړې پړې شوې؛ اما وروسته یوځل بیا ورغول شوې چې په پایله کې، سولې لپاره د لارې نخشې جوړولو په موخه څلور اړخیزې غونډې جوړې شوې. که څه هم اوسمهال پاکستان، له نړۍوالو فشارونو ورهاخوا له کورنیو فشارونو (افراطیت، ترهګري، ناوړه اقتصادي حالت، سیمهییزې سیالۍ …) سره هم مخ دی؛ اما نهشي کېدای چې په پټو سترګو دې پر پاکستان باور وشي. سربېره پر دې چې پاکستان د سیمې او نړۍ په کچه د خپل بایلل شوي باور د بیا را ژوندي کولو په لټه کې دی؛ یو تحلیل دا دی چې اسلاماباد-راولپنډۍ غواړي د سولې خبرو له پیل څخه وړاندې پر افغان حکومت خپلې غوښتنې (د هند د نفوذ کمول، د افغانستان په اوبو کې ونډه، د ډيورنډ کرښه او …) ومني. د سرتاج عزیز اعتراف او د ۱۴ طالب مشرانو نیول په همدې لړ کې بلل کېږي.
درېیم، د سولې لومړنیو خبرو له پیل (د ۲۰۱۵ کال جولای اوومه، د اسلاماباد د مري په تفریحي سیمه کې) وسلهوال طالبان پهدې لټه کې شول، څو د پاکستان له نفوذ څخه ځان وژغوري. له روسیې سره د اړیکو ټينګښت، نه یوازې دا چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) ځپلو په موخه و؛ بلکې د پاکستان له نفوذ څخه د خلاصي په هدف هم و. د خپرو شویو رپوټونو لهمخې وسلهوالو طالبانو له یو شمېر عربي هېوادونو سره هم اړیکې ټینګې کړي دي. بل لور ته دغې ډلې هڅه کړې چې په کور دننه ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي او هلته ځای پر ځای شي. باور دا دی، د دې لپاره چې وسلهوال طالبان په بشپړه توګه د پاکستان له نفوذ څخه خارج نهشي او پاکستان وشي کړی پر دغې ډلې خپل نفوذ وساتي؛ د طالب مشرانو په نیولو یې اقدام کړی دی، څو وشي کړی لهدغې ډلې ابزاري استفادې ته دوام ورکړي.
اما څه کول پکار دي؟
د ۱۴ طالب مشرانو نیول کېدل د سولې خبرو لپاره مثبت ګام بلل کېدای شي؛ خو کافي نهده. مهمه ده چې پاکستان د طالب مشرانو له نیول کېدو سربېره، پر دغې ډلې نور فشارونه (د پټنځایونه او روزنځایونو لهمنځه وړل، د ټپیانو نه درملنه، د مرستو بندېدل او د طالبانو له ملاتړ څخه لاس پر سر کېدل) هم زیات کړي؛ خو باور دا دی چې پاکستان به په اسانۍ دغه فشارونه وارد نهکړي. له همدې امله افغان حکومت ته ضرورت دی چې له یوې خوا له نړۍوالو متحدینو (په ځانګړي توګه امریکا او چین) څخه غوښتنه وکړي څو پر پاکستان فشارونه زیات کړي او له بلې خوا د وسلهوالو طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو زیاتېدو ته بشپړ چمتووالی ونیسي.